رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

د افغان روبوټکس زمانه

له ارزان بیه یخچالونو نه تر ډرون (بې پیلوټه الوتکې) او د اورتوپیدک تر سامانونو، ساینسپوهان په کابل کې د مالې سرچینو له ستونزو سره لاس او ګریوان دي خو بیا هم د هیواد د تکنالوجۍ اړتیاوې برابروي. د دوې تازه نوښت Smart…
3.06.2015  |  کابل
نمونه یی از روبات ساخته شده
نمونه یی از روبات ساخته شده

 

 

دا لکه یو وړوکی جنګي موټر ښکاري.  پرزې او لینونه سره پیچل شوي او بیا له یوې سپیرې وسپنیزې ټوټې سره تړل شوې. په حقیقت کې دا د ماین د کشف یو ماشین دی چې د کابل د پلتخنیک پوهنځي محصلینو جوړ کړی دی. تهمینه جلال هاشمي، یو د هغو څلورو محصلینو چې په کابل کې یې  Smart Tank جوړ کړې، وايي «دا ماشین هم په اتوماتیک او هم په لاس کنترول کیداې شي او سنسورس (د تشخیص وړتیا) هم لري.»

 

په ۲۰۰۱ کال کې له واکه د طالبانو له پرځیدو راپدیخوا، د الکترومیخانیک پوهنځی او د تیوریک او عملي ماشینونو دیپارتمنت مخ په وده دی. عزیز رحمتي، د دې دیپارتمنت مشر، وايي «په ۲۰۱۲ کال کې د لمړي ځل لپاره لدې دیپمارتمنت نه ۱۱ محصلین فارغه شول».

 

د هیواد-دننه جوړ شوي روبوټونه

دلته زده کړې د سافت ویر او هاردویر انجینري په تجربي او تیوریک ډول ترسره کیږي. د رحمتي په خبره «دلته زده کوونکو ته د روبوټ جوړولو بیلابیلې زده کړې ورکول کیږي. د راتلونکي لپاره، موږ په پام کې لرو چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې، د باندنیو چارو وزارت، د ملی دفاع وزارت او د مخابراتو او تکنالوجۍ د وزارت لپاره اتوماتیکې دروازې زینې جوړوې کړو. دغه کار به پدغو ادارو کې زموږ د محصلینو لپاره د کارکولو فرصتونه هم برابر کړي.»

 Smart Tank په سینسر، یو مایکروچپ او یو انجن سمبال دی او د ماین سربیره  نور خطرناکه شیان، کشف او خنثا کولې شي. جوړونکي یې وایې چې دغه Tank کولې شي چې له وړاندې تعیین شوې لارې او موقعیتونه وارزوي او د رادار په سیستم هم سمبال کیداې شي. کوم معلومات چې Tank یې راټولوي، په سرورونو یا د کمپیوټر په حافظه کې ساتل کیږي.

 

۲۳ کلن شاه حسین محمدي، د Smart Tank د جوړونکو د ډلې یو تن، وایي «موږ غوښتل خپله پوهه او زده کړې سره یو ځاې کړو او په مټ یې یو روبوټ جوړ کړو.» دی ټینګار کوي چې اوسنی روبوټ د جوړونې په لمړنيو پړاونو کې دی. « Smart Tank یوازې د لابراتو یو بیلګه ده.  که د افغانستان دولت زموږ لپاره نورې سرچینې راکړي، موږ به نور شیان هم جوړ کړو.»

که څه هم دا پروژه د محصلینو لپاره یو تجربوي آزمیښت و، خو سملاسي یې د حکومت پاملرنه ځانته جلب کړې. احمد مجیدي، د  Smart Tank یو بل جوړونکی، وایې «پدې وروستیو کې موږ د مخابراتو او تکنالوجۍ له وزارت نه وړاندیز تر لاسه کړ چې یو  Smart Tank ورته جوړ کړو. خو د ولسمشرۍ د ټاکنو له کبله، موږ دغه کار تر اوس ندې بشپړ کړی.»

د هیواد د بدلیدونکو سیاسي حالاتو سره د سمون سربیره، محصلین پر اقتصادي ننګونو هم باید لاس بری شي. د تهمینه هاشمي په خبره،‌ چې د دې نوښتګرو ځوانانو په ډله کې یواځنۍ انجلۍ ده، محصلینو سینسرونه پخپلو ۲۰ زرو افغانیو (شاوخوا ۳۴۵ ډالرو) له کاناډا راوغوښتل.

په ترانزیت کې بند

پروفیسو رحمتي وایي د ناټو د یوه قرارداده پر بنسټ، د ترکیې د آنکارا پوهنتون لخوا یو شمیر توکي د کابل پلتخنیک پوهنتون د میخانیک دیپارتمنت سره مرسته شوي خو وايي په لوړو زده کړو وزارت کې د واکمنې «بیکاره بیروکراسۍ» له امله، د آنکارا پوهنتون د ژمنه شوو روبوټونه لیږدول ځنډولي وه. د دغو توکو رارسیدل په ګمرکاتو کې لا نور وځنډول شول او په پایله کې محصلینو له خپلو جیبونو ځیني لګښتونه برابر کړل.

پروفیسور رحمتي افغانستان تودی ته وویل «که څه هم مرسته شوي توکې د کابل ګمرکاتو ته رارسیدلي وه، زموږ محصلین اړ شول چې د روبوټونو  لپاره ځیني توکي له کاناډا او نورو هیوادونو نه پخپلو پیسو رانیسي.» د میخانیک د ديپارتمنت مشر وویل که له محصلینو سره مرسته وشي،‌ هغوې به ولس ته بیلابیل ډیر ښه خدمتونه وکولاې شي. ده وویل «که موږ ته سم فرصتونه په لاس راشي موږ به میزایل، راکټونه او د رادار سیستم جوړ کړو.»

ډیر نوښتګر، لږ مالي سرچینې

Smart Tank په افغانستان کې د تخنیکي نوښتونو د لړۍ یواځې یوه بیلګه ده. دوه کاله وړاندې په هلمند کې یوه سړي د هوا د یخولو د یوه ماشین په جوړولو پیل وکړ. رجیب اندیشمند، د افغانستان یو ډیر پیژندل شوی نوښتګر دی چې تر اوسه یې یو ډرون یا بې پیلوټه الوتکه، یو جرثقیل او د ترافیکو د خوندیتوب یوه آله جوړه کړې ده. تیر کال یوه افغان ډاکټر، محمد اسماعیل وردک، د افغان ډیواس په نامه داسې یوه طبي آله جوړه کړه چې په مرسته یې د مات شوي ځنګون او  یا څنګل درملنه کیداې شي. د افغانستان دولت له ډیرو لږو نوښتګرو سره مرسته کوي، داسي یو حقیقت چې پروفیسور رحمتي یې په زوریدلي غږ داسي بیانوي «د روبوټ د یوه رښتوني سیستم ډایزین او جوړول ډیرو پیسو او یوه ځواکمن ټیم ته اړتیا لری.» خو دی بیا هم لدې امله خوشحاله دی چې دیپارتمنت یې د هیواد د ساینسي څیړونو مخکښ بنسټ دی. پروفیسور رحمتي وایي «موږ په افغانستان کې د روبوټ جوړولو لمړني ګامونه اخیستي دي.»