رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

تلیفون څه شی دی؟

د پکتیا ولایت د ورمامۍ د ولسوالۍ ۷۰ کلن اوسېدونکی، سید محمد پوښتي "تلیفون څه شی دی؟ د څه شي لپاره دی؟" د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې چې تلیفوني خدمات پکښې تر ډیره حده نشته، دا ډول څرګندونې حېرانونکې ندي ځکه…
3.06.2015  |  پکتیا/پېښور
 (انځور وحید اوریا)
(انځور وحید اوریا)

د پکتیا ولایت د ورمامۍ د ولسوالۍ ۷۰ کلن اوسېدونکی، سید محمد پوښتي "تلیفون څه شی دی؟ د څه شي لپاره دی؟" د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې چې تلیفوني خدمات پکښې تر ډیره حده نشته، دا ډول څرګندونې حېرانونکې ندي ځکه سېمېزو خلکو هېڅکله تلیفون نه لېدلی او نه یې هم په هکله اوریدلي - موبایل تلیفون لرل خو لا لرې خبره ده.

هغه افغانان چې د خوست، نورستان، پکتیا او کنړ په څیر سرحدي ولایتونو کې ژوند کوي په هېواد کې دننه یا بهر له خپلو خپلوانو سره د اړیکو نیولو لپاره باید له خطرناکې نړیوالې پولې واوړي تر څو یوه عادي تلیفوني‌ اړېکه ونیسي. په امریکا یا کابل کې له خپلوانو سره د څو لنډو شېبو د خبرو لپاره٬ ځیني خلک په سلګونه ډالره مصروفوي ځکه دوې د خبرو لپاره باید د پاکستان خېبرپښتونخوا ایالت ته سفر وکړي او د لارې د کرایې سربیره د خوراک، هوټل او له پولې نه د اوښتو فیس هم پرې کړي.

لیکونه و لرې ځایونو ته

د پکتیا ولایت د ډنډپټان د سرحدي ولسوالۍ اوسېدونکی، عبدالله وايي «موږ له نورې نړۍ سره اړیکې نلرو».‌ عبدالله وايي چې د یوه تلیفون د کولو لپاره باید یا د یوه ناامنه سړک له لارې د ولسوالۍ مرکز ته سفر وکړي یا، تر هغه آسانه، د خیبر پښتونخوا پاړه چینار ته واوړي. هغه وايي لدې کبله چې تلیفوني اړېکې  آسانه ندي، ګڼې کورنې د یو- بل حال او احوال په ډیره موده کې نشي پوښتلی. عبدالله افغانستان تاېمز ته وویل «موږ په نورو هېوادونو کې له خپلوانو سره په مېاشتو خبرې نشو کولاې.»

د نوېو مخابراتو خدماتو تر رامنځته کېدو وړاندې افغانانو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له ېو بل سره د لیکونو یا د ثبت شوو کسټونو د لیږلو له لارې اړېکې ساتلې. لیک یا کسټ رسېدل د میاشتو وخت نیوه. خو نن سبا چې په سلو کې ۹۰ افغانان ګرځنده تلیفون ته لاس رسی لري بېا هم د سرحدي سېمو اوسېدونکي دغو مخابراتو خدماتو ته پخپلو سېمو کې لاس رسی نلري.

 

که له یوې خوا د سرحدي سېمو اوسېدونکي تلیفوني خدماتو ته لاس رسی نلري له بلې خوا هغه افغانان هم چې له هېواده بهر اوسي نشي کولاې چې پدغو سیمو کې له خپلو کورنېو یا خپلوانو سره خبرې وکړي. د پکتیا ولایت یو ۳۵ کلن اوسېدونکی چې پدې وروستېو کې له سعودي عربستان نه راستون شوی دی وايي د مسافرت په مهال یې له خپلې کورنې سره اصلا اړېکه نشو نېولاې.

 

د سېمونو د نشتون سیمه

د خوست ولایت د ګربز ولسوالي د پاکستان د وزیرستان له سېمې سره تړلې ده. د دې والسوالۍ یو  اوسېدونکی، جنت ګل وايي «کله چې به زه کور پسې دیغ شوم او غوښتل به مې چې ورسره خبرې وکړم، د هغوي تلیفون به مړ وو».‌ جنت ګل وايي دغه کار به دی ډیر ځوروه. په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله د ګربز او غلام خان تر منځ سرحدي پوسته تړل شوې ده خو د تلیفون کولو لپاره خلک اړ دي چې په ناقانونه توګه له پولې واوړي.

د افغانستان حکومت وايي چې په سلو کې ۹۰ افغانان د ګرځنده ټلیفونونو خدماتو ته لاس رسۍ لري خو دا مني چې په سرحدي سېمو کې د مخابراتو بنسټونه ضعیفه دي. پدغو سېمو کې ځينو د پاخه عمر خلکو تر اوسه هیڅ تلیفون ندې کړی، انترنت سره خو بیخي بلد ندي.

 

اجمیر ځاځی چې یوه لسیزه وړاندې د ژورنالیزم له پوهنځي فارغه شوی وايي «زه د یوه بریښنالیک د لیږلو لپاره دپکتیا مرکز د ګردیز ښار ته ځم». ځاځی وایي د انترنتي خدمات د نشتون له کبله هغه نه کار موندلی شي او نه هم خپلې زده کړې پرمخ بېولی شي. دی وايي د خپل بریښنالیک د کتلو لپاره باید له سختو ناامنو سړکونو له لارې یا ګردیز ته ولاړ شي یا له پولې نه خېبرپښتونخوا ته واوړي.

 

طالبان آنلاین، چارواکي آفلاین

د ټلیفوني او انترنتي خدماتو کمښت په ځانګړې ډول هغو سوداګرو ته هم زیان رسوي چې پر پولې کار کوي. د لندي کوتل د سېمې ۲۹ کلن اوسېدونکی عبدالوحید د تورخم پر پوله باروړونکی موټر چلوي. وحید وايي پولې ته نږدو سېمو کې د موبیلینک او تلینور د شرکتونو له خورا ضعیفه زیګنال پرته، د ګرځنده ټلیفونو خدمات نشته او لدې کبله موټروانان له خپلو شرکتونو سره اړېکې نشي ټینګولاې.

پداسې حال کې چې طالبانو د خپلې جګړې لړۍ انترنیټ ته غځولې، په سرحدي سېمو کې حکومتي اداري دغه ډول خدماتو ته لاس رسی نلري. پر تورخم د پاکستان د ګمرکاتو چارواکی، عبدالله شینواری وايي «د پولې په سېمه کې د پاکستان د دولت ۱۲۴ ادارې شته خو ټول د مخابراتو ستونزې لري په ځانګړه توګه د انترنت، ګرځنده تلیفونونو، انترنتي بانکداري او داسې نور». شینواری وايي د هغه دفتر د بانکي چارو لپاره له څو ساعت سفر وروسته، پيښور ته ځي. د تورخم پر پولې٬ د یوه چارواکي په خبره٬ هره ورځ شاوخوا ۳۵۰ زره ډالره نقد مالیات راټولیږي او بیا په پیښور کې بانکونو ته وړل کیږي. په تورخم کې یوازې د پاکستان د ملي بانک یوه شعبه شته چې هغه هم محدود خدمات وړاندې کوي.

 

ګمرګات آنلاین بازار دی

 

د سېمې د ګمرګاتو یو ۳۲ کلن چارواکی، آفتاب احمد وايي چې دوې د انترنتي خدماتو لپاره څو کیلومټره لرې لندي کوتل ته ځي. اوه کاله وړاندې د پاکستان د مخابراتو تر ټولو ستر شرکت (PTCL) په سېمه کې د وایرلس یوه شبکه رامنځته کړه خو، د تورخم د ګمرکاتو د مشر شینواري په خبره، په حساسو امنیتي حالاتو کې دغه شبکه له کاره لوېږي.

 

د (PTCL) یوه ویاند، صبغت الله افغانستان تودی ته وویل «اوه کاله وړاندې په تورخم کې د درول شوې وایرلس شبکه د خلکو لخوا ورانه شوه او تر اوسه بېا نده سمه شوې». صبغت الله وویل هر کله چې د تورخم او پېښور تر منځ سړک جوړ شي، چې اوسمهال ورباندې د بېارغولو کار روان دی، نو دوې به د وایرلس شبکه بیا فعاله کړي. یوه خبریال٬ چې د ډیورند د کرښې د غلام خان په سېمه کې ښه بلد دی٬ وویل چې د ګرځنده تلیفونو او انترنت خدمات له خوست ولایت نه تر وزیرستانه پورې کار نکوي.

 

پر سرحد زیګنال

 

د مخابراتي شرکتونو استازي وايي چې په غرنېو سېمو لکه په خوست، نورستان او پکتیا کښي یې د ګرځنده ټلیفوني خدماتو د ښه کولو لپاره هڅې کوي خو بیا هم پدغو چارو کې پاتي راغلي. د MTA د مخابراتي شرکت یوه چارواکي، ناصر ناصري وویل «په سرحدي سېمو کې داسې ځایونه شته چې مخابراتي ستونزې لري خو د دې کار اصلي ستونزه دا ده چې د ناامنۍ له کبله تخنیکي ډلې سېمې ته نشي تلاې».

 

د افغانستان د مخابراتي تکنالوجې د وزارت یوه ویاند هم دا خبره وکړه چې دوې په سرحدي سېمو کې د مخابراتي ستونزو له حاله خبر دي خو د امنیتي ستونزو له کبله تخنیکي کارکوونکي او انجینیران سېمې ته نشي استولاې. د دې وزارت ویاند، نصرت رحیمي وویل «موږ هڅه کوو چې د سټلایت په مرسته د هېواد هغو لس سلنه خلکو ته مخابراتي خدمات ورسوو چې په سېمو کې یې دغه ډول امکانات نشته».

 

Dossier notice
افغان ـ پاک پوله