رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

ښځی او زده کړی
په کندوز کې شپږ سوه تنو ښځو په دولتي ادارو کې د نویو دندو لپاره فورمې ډکې کړي. هغه

د زده کړو په تیرو دیارلس کالن بهیر کې زیات شمیر نجونې او ښځې له پوهنتونونو او نیمه لوړو زده کړو له موسیسو فارغې شوي دي، ددغو فارغو شویو ښځو یو کم شمیر یې یوازې په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه مقرر شوي خو زیات شمیر…
6.08.2015  |  کندوز ۱۶ زمری ۹۴
په کندوز کې شپږ سوه تنو ښځو په دولتي ادارو کې د نویو دندو لپاره فورمې ډکې کړي.  (انځور ګل رحیم نیازمن )
په کندوز کې شپږ سوه تنو ښځو په دولتي ادارو کې د نویو دندو لپاره فورمې ډکې کړي. (انځور ګل رحیم نیازمن )

                                                                                                                                                                             

په کندوز کې شپږ سوه تنو ښځو په دولتي ادارو کې د نویو دندو لپاره فورمې ډکې کړي. هغه دولتي ادارې چې  نویو مامورینو ته یې ضرورت دی زیات شمیر به په کې ښځینه مسلکي مامورینې پر کار وګومارل شي. په کندوز کې ښځو ته د دولت له خوا ښه چانس او اسانتیا ورکړل شوی چې د نارینه په پرتله به د پنځه نومرو په تفاوت مقرریږي. چارواکي غواړي په کندوز کې د ښځینه مامورینو شمیر ۲۰ فیصده ته لوړ کړي.

 

راپور: ګل رحیم نیازمن

 

یو ښوونکی په اوسط ډول ۵۰۰۰ افغانۍ معاش لري، که په مقررۍ باندې ۵۰،۰۰۰ افغانۍ  ورکړي نو په څو میاشتو کې به ورکړل شوی پیسې بیرته په لاس راوړي؟ دغه ښوونکی باید لس میاشتی معاش هغه چاته ورکړي چې دی یې مقرر کړی دی.

فساد کار اهل د کار ته د سپارلو مخه نیولې، او هغه چا چې فساد کړی مقرر شوی دی، په کندوز کې د ښځینه مامورینو شمیر ایله ۳٪ وي چارواکي نیت لري چې په دغه ولایت کې د ښځینه مامورینو شمیر ۲۰ ٪ ته لوړ کړي. د شمیر د زیاتوالي او د دندو اخیستو په چارو کې د فساد د مخنیوي او د ښځینه مامورینو د مقررۍ لپاره نوی باب پرانستل کیږي.

 

د زده کړو په تیرو دیارلس کالن بهیر کې زیات شمیر نجونې او ښځې له پوهنتونونو او نیمه لوړو زده کړو له موسیسو فارغې شوي دي، ددغو فارغو شویو ښځو یو کم شمیر یې یوازې په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه مقرر شوي خو زیات شمیر یې وزګارې دي.

 

حبیبه د کندوز پوهنتون د تعلیم و تربیې پوهنځي فارغه شوی، دوه کاله کیږي چې په ښوونځي کې د استاذۍ لپاره اسناد جوړوي خو نه مقرریږي،  په دولتي ادارو کې د رشوت او فساد موجودیت هم د ځینو مسلکي کسانو پر دندو ګومارلو مخه ډب کوي.

 

په کندوز د باسواده ښځو یا نجونو د ګوتو په شمار څو تنه په خارجي موسیساتو کې کار کوي، خو له هغه وخته چې له کندوز څخه یو شمیر موسیسات وتلي هغوي هم وزګارې شوي دي.

حبیبه خوشاله ده چې که په تیرو دوه کالو کې يې دنده وانه خیسته نو اوس خو ورسره د چارواکو له خوا ژمنه شوی چې د ښځینه مامورینو شمیر زیاتوي، هغه هیله لري چې په دغه چانس کې به دا هم مقرر شي.

(( ښځې دا د ځان لپاره ښه چانس ګڼي چې په پنځه سوه نویو بستونو کې به زیاته ونډه دوی ته ورکول کیږي )).

 

حبیبه په دې معتقده ده چې یوه پیغله یا ښځه د نارینه په څیر په دولتي اداره کې کار کولای شي : (( نه پوهیږم! ولې خلک د ښځو په اړه نیمګړی فکر کوي چې ښځه وړتیا نه لري.))

پاک لاس

که په پنځه سوه اعلان شویو بستونو کې رښتیا هم ښځو ته هغومره ونډه ورکړل شي لکه چارواکو چې ورسره وعده کړې نو ښځې به هم کوښښ وکړي چې د کندوز د والي محمد عمر ساپی هغه خبره رښتیا کړي چې ویل یې : (( ښځې په فساد کې د نارینه و په نسبت کمې اخته دي.)).

د کندوز والي  پر دغه خبره متیقین دی چې ښځې په فساد کې لاس نه لري، هغه د خپلې یوې کاري ورځې یادونه کوله چې سهار وختي د ښځو چارو ریاست ته د ارزیابۍ لپاره تللی و، هغه لیدلي وو چې سهار په رسمي وخت ټولې ښځینه مامورینې دندې ته راغلی وې، خو والي پر نارینه نیوکه کوله چې ناوخته دندې ته راځي او وختي کور ته ځي:  (( ښځې په اداري فساد کې نه دي ښکیل، او د زړه له اخلاصه خپله دنده کوي.)) محمد عمر ساپی وویلي وو.

 

اوس مهال د کندوز په دولتي ادارو کې درې فیصده ښځینه مامورینې دندې لري، چارواکي هڅه کوي چې په  ادارو کې د ښځینه مامورینو شمیر تر شل فیصده پورې ورسوي.

 

تیرو دیارلسو کالو کې د کندوز په دولتي ادارو کې د ښځینه مامورینو دشمیر د کموالي علتونه ښځو ته د حکومت عدم توجه ګڼلای شي او ناامني هم بل علت کیدای شي.

 

هغه ریسان او لوړپوړي چارواکي چې له نور ولایتونو کندوز ته راغلي، هغوي له ځان سره یو شمیر مامورین هم په خپله اداره کې مقرر کړي، چې له همدغې لارې يې په بیلا بیلو شکلونو په اداري فساد کې لاسونه درلودل، د کندوز والي ښځو ته د دندې د نه ورکولو دریم علت همدا وښوده چې په رښتونې ډول يې فساد ته لار هواره کړې هغه وویل: (( ریسانو د فساد په خاطر خپل خپلوان په ادارو کې مقرر کړي چې له دوي سره په فساد کې شریک دي.))

 

په دغو نویو بستونو کې به زیات شمیر بستونه ښځو ته ورکړي، او د مقررۍ پر وخت به ورته هم امتیاز ورکړل شي.

 

د کندوز ولایت په تالار کې تقریبا شپږ سوه تنه ښځې راټولې شوې وې چې له جملې څخه یې یو شمیر ښځو دغو ماموریتونو ته د دندو اخیستو په موخه فورمې ډکې کړې. له دوي څخه به ازموینه اخیستل کیږي، او د نارینه و په پرتله به ورسره پنځه نومری مرسته هم کیږي.

محمد عمر ساپی وایې چې ده د لومړي ځل لپاره داسې ولایت ولیده چې د ښځینه مامورینو شمیر په کې له فیصدي هم کم دی، هغه وایې چې دده د دفتر ۶۸ تنه مامورینو له ډلې دوه تنه ښځې دي.

په دولتي ادارو کې د ښځینه مامورینو د شمیر د زیاتولو په موخه ښځو ته دا ښه چانس ورکړل شوی، چې شل فیصده بستونه به دوي ته ورکول کیږي او د نارینه په پرتله ورسره مرسته کیږي او کامبیږي.

د کندوز والي ویل چې دوي به په کندوز کې د ښځینه او نارینه مامورینو تر منځ هغه توپیر ورک کړي چې تر اوسه يې له امله ښځې مامورینې نه دي استخدام شوي.

 

امتیاز او کرکه:

 

 روبینا ددغې غونډې یوه ګډونواله ده چې د نوی دندې لپاره یې فورمه اخیستې، هغه وایې چې په کندوز کې د ښځینه مامورینو د کمبود په خاطر نن دوي ته ځانګړی امتیاز ورکړل شوی: (( په دولتي ادارو کې د ښځینه مامورینو شمیر کم دی نو په دې خاطر یو شمیر ښځې راټولې شوي چې دندې واخلي.))

روبینا هیله لري چې د مقررۍ پر وخت کار اهل د کار ته وسپارل شي، او وړ کسان پر دندو وګومارل شي. هغه له تیرو څو کالو راهیسې په دنده پسې ګرځي، ګوندې که قسمت ورسره ددغه امتیاز له لارې یاري وکړي او چیرته دنده واخلي.

 

روبینا د اقتصاد او حسابدارۍ له انستیتیوت فارغه ده هغې  په دغو پنځه سوه نويو بستونو کې یو ته  ځان نومولی چې دنده واخلي: (( پنځه سوه مامورینو ته ضرورت و، دغه امتیاز چې ښځو ته ورکړل شوی باید استفاده ترې وکړو.))

 

اوس مهال د کندوز په دولتي ادارو کې ۳ فیصده ښځینه مامورینې دندې لري، خو د کندوز په نسبت په بدخشان کې د ښځینه مامورینو فیصدي تر کندوز څو برابره لوړه ده. په بدخشان کې تقریبا اتیا فیصده ښوونکې ښځې دي.

د بدخشان ولایت ښځو هغه وخت نور هم پرمختګ وکړ چې ددغه ولایت لارې جوړې شوې او بدخشان له نورو ولایتونو سره اړیکې پیدا کړې.

 

په ۲۰۰۸ کال کې یو شمیر ښځو په یوه وړه غونډه کې ددې یادونه کوله چې ولې د کندوز په دولتي ادارو کې د ښځو چارو له ریاست پرته نورې ښځینه مامورینې پر دندو نه دي ګومارل شوي.

 

په دغه غونډه کې د نورو ډیرو دلایلو تر څنګ ښځو دا هم ویل چې ددغه ولایت د دولتي ادارو په راس کې پخواني جهادي قوماندانان راغلي او دوي نه غواړي چې ښځینه مامورینې ولري.

هغه وخت چې طالبانو سقوط وکړ اکثر جهادي قوماندانان پر ریاستونو ننوتل او هر قوماندان د همغه ریاست ریس شو.

 

د کندوز ولایت معاون حمد الله دانشي چې پخوانی جهادي قوماندان هم دی تاریخ ته په کتو سره د ښځو شهامتونه ستایي او وایی چې په تیرو کلونو کې هم د ښځو لپاره په دولتي ادارو کې د دندو اخیستو مخه نه وه نیول شوی، خو اوس هغوي ته د دندې اخیستو په خاطر ځانګړی امتیاز ورکول کیږي:

((مخکې هم د ښځینه مامورینو پر وړاندې کوم محدودیتونه نه وو، ولې اوس د ولایت له خوا ښځو ته ځانګړی امتیاز ورکړل شو.))

 

ښځې له دې پرته چې د دندې اخیستو پر وخت ددوي اسنادو ته زیاته پاملرنه نه کیږي، بلکه په دولتي ادارو کې ښځو ته په ټیټه سترګه کتل هغه علت دی چې له امله يې ښځو خپله نه دي غوښتلي چې دنده واخلي.

 

په کندوز کې د لومړي ځل لپاره د ولایت له خوا داسې هڅه کیږي چې باید ددغه ولایت په دولتي ادارو کې زیاتې ښځینه مامورینې پر دندو وګومارل شي.

 

کندوز کې به په راتلونکو کلونو کې نوي اداري واحدونه زیات شي، د والي محمد عمر ساپي پر وینا د نویو اداري واحدونو په زیاتیدو سره به په سیاسي اداري پوسټونو کې ه ښځو ته ونډه ورکړي.

 

په دې خاطر چې کار اهل د کار ته وسپارل شي او د مقررۍ پروسه له درغلیو پاکه وي د استخدام ټاکل شوی ولایتي هییت باید له سوګند یادولو وروسته پر کار پیل وکړي چې کار به وړ شخص ته سپاري او هیڅ ډول واسطه به په کې نه منل کیږي.

والي په پای کې وویل: (( که د هر چا حق تلف کیږي باید اسناد ولري، چې په نتیجه کې به یې د تقرر هیت څارنوالې ته معرفي کیږي.))