رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

کانونه طبیعی زیرمی
د ګچو د یوه کان د غیرقانوني استخراج تر نیمايي زیات پیسې طالبانو ته ځي

د ګچو د یوه کان د غیرقانوني استخراج تر نیمايي زیات پیسې طالبانو ته ځي
6.08.2015  |  وردک ولایت ۱۶ زمری ۹۴
افغان کارګر د ګچو ماتولو په حال کی  (انځور قریب شهاب)
افغان کارګر د ګچو ماتولو په حال کی (انځور قریب شهاب)

 

د کابل په څنګلوري وردګو ولایت کې طبیعې زیرمې کمې؛ خو په کې شته یو شمېر زیرمې یې هم په ناقونونه ډول را ایستل کیږي او لویه برخه پیسې یې د مخالفینو او شخصي جیبونو ته ځي

په جلګه ولسوالۍ کې د ګچو یو لوی کان د غیر  قانوني استخراج ښه بیلګه ده، چې د دغه کان نوي سلنه عواید د طالبانو، غیر مسوولو کسانو او یا مخالفینو جیبونو ته ځي.

له دغه کان څخه هره ورځ تر دېرشو موټرو پورې ګچ وزی او تر اوږده مزل ورسته د کابل ارغندۍ سیمې ته رسیږي چې هلته بیا په غیر معیاري بڼه ترې د کارونې وړ کچ جوړیږي.

خو هغه موټر چې دغه ګچ تر کابل پورې رسوي اړ دي پنځه ځایه پیسې ورکړي او تر هغه ورسته ګچ تر ارغندۍ سیمې ورسوي.

په لومړي سر کې طالبان، ورپسې د موټرو بارولو په نوم کمېشن بیا د ګچو د پارچې قرادادي، د تلې په نوم سیمه اییز پولیس او د ترانسپورت او ښاروالۍ په نوم دولتي کسان له دغه موټرو پیسې اخلي.

محمد چې د جلګې له کان څخه ګچ ارغندۍ ته وړي وايي، طالبان یوه رسمي پارچه لري او پنځه زره یو سل دیرش (۵۱۳۰)افغانۍ یې قیمت دی، کله چې موټر له کان څخه بار شي هلته د طالبانو کسان ناست دي او دا پیسې تر لاسه کوي.

ورپسې هغه کسان چې موټر باروي او نور خلکو ته کمېشن ورکوي اته زره افغانۍ له هر موټر څخه اخلي.

خو په دې پیسو هم موټر له کانه نه وزي، بلکې درې زره افغانۍ د کان قرار دادي بله پارچه لري او بیا موټر ته له کان څخه د وتلو اجازه ورکول کیږي.

خو کله چې موټر حرکت وکړي په لارو ترې دوه ځایه نورې هم پیسې اخیستل کیږي، چې دا پیسې دولتي کسان اخلي؛ خو د دولت عوایدو ته نه بلکې د هغوی شخصي جیبونو ته ځي.

هر موټروان چې ګچ یې بار کړی وي اړ دی د چک په ولسوالۍ کې سیمه اییزو پولیسو ته له دوه سوه تر زرو افغانیو ورکړي او د پیسو ورستی ځای هم د کابل ارغندۍ سیمه ده چې د ښاروالۍ او ترانسپورت په نوم پیسې ترې اخیستل کیږي.

له جلګې ولسوالۍ څخه موټر په دوه لارو کابل ته رسیږي، چې یوه لاره یې لومړی د جغتو ولسوالۍ ته تللې او له هغه ځایه بیا د ګچو بار موټر غزني ته ځي او له غزني څخه بیرته تر کابل پورې رسیږي.

دویمه لاره د چک په ولسوالۍ را تېره شوې، چې د خلکو د مخالفت له امله پر دغه لاره اوس د موټرو تګ راتګ کم شوی.

یو قومي مشر حاجي خان محمد وردګ وايي، د ګچو وړونکي موټر تر کچې زیات باریږي او کله چې د باغونو په منځ کې را تیریږي نو د سړک پر شاوخوا ونو یې دوړې لویږي او لسګونه ونې يې وچې کړې.

وردګ افغانستان ټوډې ته وویل، له همدې امله د چک ولسوالۍ خلکو د دغه موټرو له تګ سره مخالفت وکړ.

د طالبانو او حکومت ګډه پروژه:

که څه هم طالبان د هېواد په یو شمېر سیمو کې پر طبیعي زیرمو واکمن دي؛ خو د وردګو په جلګه ولسوالۍ کې د ګچو کان ښايي یوازینۍ پروژه وي، چې طالبان او حکومت یې په ګډه پیسې اخلي.

د جلګې یو اوسیدونکی رحمت الله وايي، د پولاد بالا او پولاد پایین په سیمو کې طالبان او هغه کسان چې له دولت نه یې قرارداد نیولی یو ځای ناست دي او دواړه له موټرو په ګډه پیسې اخلي.

نوموړي افغانستان ټوډې ته وویل، طالبان او دولت د یاد کان پر سر کوم اختلاف هم نه لري او هر یو يې خپله برخه پيسې اخلي او په یو بل کار هم نه لري.

دی  زیاتوي: (( هغه کسان چې له دولت نه یې قرارداد نیولی ځانګړې پارچې لري او کله چې موټر باریږي نو پیسې ترې اخلي او پارچه ورکوي او پيسې د دولت عوایدو ته ځي او طالبان هم هلته مسوول کسان لري او هغوی هم ځانګړې پارچه لری او کله چې له موټرو پیسې اخلي هغه د طالبانو عوایدو ته ځي.))

د ولایتي شورا غړي بیا وايي، چې د جلګې د ګچو کان یوازې لس سلنه پيسې حکومت ته ځي او پاتې پیسې شخصي جیبونو، غیر مسوولو کسانو او طالبانو ته ځي.

د وردګو د ولایتي شورا غړی حاجي وحید اکبروزی وايي: (( د جلګې د ګچو د کان پیسې په څو برخو ویشل شوې، لویه برخه یې طالبان اخلي، یوه برخه یې شخصي او غیر مسوول کسان او لږ برخه چې ښايي لس سلنه وي دولت اخلي.))

د وردګو د والي ویاند وايي، چې د ګچو یاد کان په دوه برخو ویشل شوی، یوه برخه یې په غزني ولایت او بله برخه کې په وردګو ولایت پورې اړونده ده.

عطاالله خوګیاڼي افغانستان ټوډې ته وویل: (( د پولاد بالا په سیمه کې اوس استخراج بند دی؛ خو د پولاد پایین په سیمه کې بیا کان دولت دریو کسانو ته په رسمي ډول په قرار داد ورکړی او عواید یې هم دولت ته ځي.))

نوموړی وايي ښايي مخالفینو ته هم د کان پيسې ور ورسیږي؛ خو دا چې څه ډول په اړه یې معلومات نه ورکوي.

د وردګو په ولایت یوې دولتي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم یې خپور شي هم ومنله چې د کان لویه برخه پیسې طالبان اخلي.

سرچینې زیاته کړه، چې د جلګې په ولسوالۍ کې د دولت حاکمیت صفر یا کمزوری دی نو ځکه د کان پیسې طالبان اخلي او پر لارو چې کومې پیسې ترې اخیستل کیږي د دغه پیسو مخنیوی هم د دولت په وس کې نشته، ځکه په یوه مشخص ځای کې نه ترې اخیستل کیږي.

غیر معیاري فابریکې:

کله چې ګچ د کابل ارغندۍ سیمې ته رسیږي په دغه سیمه کې هم په غیر معیاري ډول ترې د کارونې ګچ جوړیږي او د کابل کندهار لویې لارې ته څيرمه هوا یې هم په دغه سیمه کې خورا ککړه کړې.

د فابریکو کارګران شکایت کوي، چې هیڅ ډول روغتیايي خوندیتوب نه لري او په وینا یې حتی یو عادي ماسک چې خولې او پزې پرې بندې کړې هم دوی ته نه رسیږي.

۲۲ کلن علي احمد په ارغندۍ سیمه کې د ګچو په یوه فابریکه کې کارګر دی او هره ورځ د سهار له اوو د ماذیګر تر پنځو بجو په خاور او دوړو کې په ګچو پسې اور بلوي.

نوموړي افغانستان ټوډې ته وویل: (( زموږ د کارګرۍ حقوقو ټول تر پښو لاندې کیږي، موږ په ایران کې هم د ګچو په فابریکه کې کاروه؛ خو هلته به هره اونۍ معاینه کیدلو د کار پر مهال به یې ډيرې روغتیايي اسانتیاوې راکولې؛ خو دلته حتی یو عادي ماسک هم څوک نه راکوي.))

دی وايي د کارونو د نشتوالي له امله اړ دی د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره په همدې فابریکه کې د ورځې په درې سوه افغانۍ کار وکړي.

د جلګې د ګچو کان پر طبیعي زیرمو د طالبانو د واکمنۍ یوه کوچنۍ بېلګه ده، د راپورونه له مخې طالبان د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې هم له طبیعي زیرمو تقویه کیږي، چې بېلګې یې د ننګرهار په شیرزادو او خوګیاڼو ولسوالۍ کې د شوګاڼو کان او همدراز د بدخشان په کران او منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کان یې ښې بېلګې دي.

طالبان بیا کله هم دا نه مني چې طبیعې زیرمې یې د جګړې د لګښت لپاره کارولې؛ خو وايي چې د هېواد یو شمېر سیمې تر واک لاندې دي چې ښايي طبیعي زیرمې هم په کې وي.