رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

د عدلیی سکتور
د کندهار مدرسې، د محاکمو په رول کې

ځينې کلتوري موضوعات د دې لامل کېږي، چې وروسته بیا ښځه او خاوند په ګډ ژوند کې له ستونزو سره مخ شي، چې یو یې هم له واده مخکې د پېغلې او ځوان نه پېژندنه ده.
6.08.2015  |  کندهار ۱۶ زمری ۹۴
د افغانستان یو بازار (انځور افغانستان ټوډی )
د افغانستان یو بازار (انځور افغانستان ټوډی )



 که څه هم داسې رپوټونه خپاره شوي دي، چې د کلیوالو سیمو خلک د ځینو خپلمنځي ستونزو او دعوو د حل په موخه طالبانو ته مراجعه کوي او خپلې ستونزې د حکومت د رسمي محاکمو په ځای په کلیوالي او سنتي محاکمو کې حل کوي. دا ځل هم داسې یوه پېښه ده؛ خو ډول او د حل کوونکې مرجع ډول یې توپیر کوي.

 دا موضوع د مېړه او ښځې تر منځ د طلاق موضوع ده. په کندهار کې دا پېښې او ستونزې د دې پر ځای، چې په رسمي محاکمو کې حل شي، د مسجدونو د امامانو او قومي مشرانو له لوري حل کېږي. په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د روان کال په تېرو شپږو مياشتو کې د طلاق پېښو د ډېروالي تر څنګ وايي، چې اوس د طلاق اخيستنې چارې له محکمې پرته په ديني مدرسو او جوماتونو کې د ملا امامانو له لوري فيصله کېږي.

په کندهار کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د حقوقو د ملاتړ د څانګې مشره مرسل احمدزۍ د مسجدونو او د مدرسو ملا امامانو ته دطلاق پېښو راجع کولو لامل په محکمو او عدلي ارګانونو کې فساد او دورته قضيو ځنډ په ګوته کړ. احمدزۍ زياتوي، چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د طلاق د پېښو د فيصله کولو ځنډ او نورې ستونزې د دې لامل شوي، چې خلک د رسمي محکمو پر ځای په ځايي عالمانو خپلې شخړې هوارې کړي. هغې له محکمې پرته نورو سرچینو ته د طلاق د پېښو د راجع کولو ستونزه د اندېښنې وړ وبلله او ويې ويل: ((په عدلي نظام کې د فساد بېلابېل ډولونه موجود دي، چې هر ډول يې خپلې اغېزې لري او په ټوله کې يې په اکثرو سيمو کې خلک اړ کړي، چې د رسمي دولتي محکمو پر ځای په خپل منځ کې جوړ جاړی سره وکړي.))

 د کندهار ولايت يو شمېر اوسېدونکې هم د جوماتونو ملا امامانو ته د يادې موضوع راجع کولو لامل په محکمو کې د قضيو پر وخت نه څېړل او ځنډول ګڼي. دوی وايي، چې محکمې عادي خبره په مياشتو مياشتو ځنډوي او په دې لړ کې فساد رامخې ته کېږي، چې له کبله يې دوی اړ کېږي، د رسمي محکمو په بديل پسې وګرځي. د کندهار ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکې شريفه وايي، له مېړه څخه يې د طلاق اخيستنې چارې ځکه د خپل کلي د مسجد د ملا امام په پرېکړه ترسره کړې، چې محکمې يې د مېړه په غوښتنه پرېکړه و ځنډوله. شريفه وايي: ((دوه اولادونه لرم، خاوند مې له پخوا نه په نشو روږدى شوی و، پلار په زور ورته واده کړې وم، له هغه سره مې ژوند ډېر تريخ شو او مجبوره شوم، چې طلاق ترې وخلم.))

د کندهارښار دنهمې (۹) ناحيې اوسېدونکی۶۲ کلن حاجې محمد عمر وايي د لمسۍ د طلاق فيصله يې؛ ځکه د کندهار ښار د اشرفيې مدرسې په يوه ديني عالم وکړه، چې په محکمه کې يې قاضي ته د شېرينۍ په نوم د رشوت پيسې نه لرلې. محمد عمر وايي: (( په محکمه کې، خو اول دا کار ډېر وخت نيسي، دویم که يې د ژر کولو غوښتنه وکړم، قاضي او څارنوال پيسې را څخه غواړي؛ نو مې دا ښه وبلل، چې د خپلې لمسۍ د طلاق موضوع د مدرسې په مولوي صاحب حل کړم.))

 د کندهار د استيناف محکمې مشر قاضي دل اقا همت بيا په مدرسو کې او جوماتونو کې د طلاق پرېکړو تر سره کول یو عادي کار ګڼې او زياتوي، چې په جوماتونو او مدرسو کې ديني عالمان هم تر ډېره د اسلامي اصولو په پام کې نيولو سره دغه چاره تر سره کوي او دوى ته د منلو وړ ده.
نو موړی واويي: ((په منځني ډول هره ورځ د کندهار محکمو ته يوه يا دوه د طلاق پېښې راجع کېږي، خو په همدومره شمېر نورې بيا په ديني مدرسو او جوماتونو کې د ديني عالمانو او مشرانو له لوري فيصله کېږي.))

 خو نو موړی بيا په محکمو کې دخلګو د قضيو ځنډ نه مني او زياتوي، چې د کندهار او سېدونکې له ډېرې پخوا نه خپلې ټولې ستونزي د جوماتونو د ملا امامانو او قومي سپين ږيرو له لارې حل او فصل کوي. همت زياتوي: ((زه دا نه منم، چې خلګ ددې له امله خپلې قضيې په جوماتونو او مدرسو کې حل کوي، موږ ته چې کله یوه قضيه راجع شي موږ هڅه کوو تر څو پروخت يې وڅېړو او حل او فصل يې کړو.))

په کندهار کې داستيناف محکمې مشر وايي، دا مهمه نه ده ، چې خلګ خپلي ستونزې چېرته او څنګه حل کوي؛ بلکې مهم د ورته پېښو لاملونه دي، چې بايد وڅېړل شي.
 نو موړي د اندېښنې ښودلو تر څنګ وويل اوس دغه پېښې د پخوا په پرتله نږدې لس سلنه ډيرې شوې دي.

د طلاق پېښو د ډېرېدو لاملونه

 د کندهار د ښځو چارو رييسه مېرمن رقيه اڅګزۍ وايي، په ټولنه کې کورنی تاوتريخوالى، د مېړه او ښځې تر منځ په راپورته شوو ستونزو کې د خواښې لاسوهنه او د هغې ضديت، په اجباري توګه د کم عمره نجونو ودول، په نشه يي توکو د خاوندانو روږدېدل، اقتصادي ستونزې، د عامه پوهاوي د کچي ټيټوالى او نور هغه لاملونه دي، چې له امله يې د ګڼو کورنيو ژوند تر طلاقه رسېږي.
اڅګزۍ وايي، دغه رياست ته چې کله هم د طلاق اخيستو په اړه کومې پېښې راځي، نو هڅه يې دا وي، چې د خاوند او مېرمنې تر منځ ستونزې هوارې او يو له بل سره يې راضي کړي، خو ډېرې بيا داسې هم وي، چې له طلاق پرته کومه بله د حل لاره نه لري. دا وايي، که څه هم په روان کال کې يې د ښځې او خاوند تر منځ د طلاق پنځه دوسيې بشپړې کړي؛ خو په لسګونو نورو دغه راز پېښو کې يې بيا خاوند او مېرمن پر خل ژوند راضي کړي، چې په پايله کې يې هغوى د طلاق پر ځاى ګډ ژوند ته ترجيح ورکړې ده.

ځينې کلتوري موضوعات د دې لامل کېږي، چې وروسته بیا ښځه او خاوند په ګډ ژوند کې له ستونزو سره مخ شي، چې یو یې هم له واده مخکې د پېغلې او ځوان نه پېژندنه ده.

په کلیوالو سیمو کې پېغله او ځوان له واده وړاندې یو د بل په اړه معلومات نه لري او په ډېری سیمو کې داسې کېږي، چې پېغله او ځوان له خپل واده هېڅ خبر نه وي او واده یې شوی وي. په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زیاتې شوې دي. په کوچنیو نجونو جنسي تېري شوي او له ښځو سره حیواني ډوله چلندونه شوي، چې په اړه یې رپوټونه خپاره شوي. آن د ولسي جرګې پخوانۍ غړې نورزیه اتمر هم مجبوره شوه، چې د کورني تاوتريخوالي له امله خپل کور پرېږدې او د امن خونو ته پناه یوسي.

هغه ښځه چې د ښځو د حقونو دفاع یې کوله او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قانون یې هم جوړ کړی و؛ مګر اوس د خپل جوړ شوي قانون له یوې مادې ګټه اخلي، چې هغه د تاوتریخوالي په وخت کې په امن خونو کې د ښځې اوسېدلو حق دی.

 حل لاره


د دې لپاره، چې د دغو ستونزو مخنیوی وشي، ښځه او خاوند په خپل ګډ ژوند کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان نه شي او پتمنې ښځې په مسجدونو او محاکمو و نه ګرځي او له مېړه د طلاق غوښتنه و نه کړي، په کار ده، چې لومړی خو واده د دواړو لورو په خوښه تر سره شي.

 په دې کار سره د ډېرو ستونزو مخنیوی کېدای شي، نجونې په نشه یې توکو له ورږدو کسانو سره واده نه ګوي او په راتلونکې کې ستونزه نه را منځ ته کېږي او که را منځ ته هم شي، نو په خپلو کې په یو ډول دا ستونزه حل کولای شي. د عامه پوهاوي لوړول د دې ستونزې د حل یوه بله ښه لاره ده، که څه هم د ښځو د حقونو لپاره په هېواد کې ډېر بنسټونه فعالیت کوي؛ خو بیا هم د تاوتریخوالي پېښې مخ په ډېرېدو دي او هره ورځ یوه نوې ډول پېښه را منځ ته کېږي.

په کلیو او بانډو کې ډېری کسان نالوستي دي، نه ښځه د مېړه له حقونو خبره ده او نه هم مېړه د ښځې له حقونو او خپلو مکلفیتونو. نو د دې لپاره چې ستونزه حل شي د دواړو لورو پوهای ته اړتیا ده؛ خو په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافع ټولنې یوازې یو اړخیز پوهاوی کوي، چې بالاخره ښځې په خپلو حقونو پوهېږي؛ خو د مکلفیتونو او مېړه د حقونو په اړه نه معلومات نه لري، همدا ده، چې ښځه له مېړه د خپلو حقونو غوښتنه کوي او د هغه حقوقو ته پام نه کوي او په پایله کې مسئله آن تر طلاق پورې و رسېږي.