رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

د چاه انجیر لویه ودانیزه دستګاه ، د وخت دزورواکو او انګریزانو لخوا چور او تخریب شوي د
چاه انجیر ودانیزه دسنګاه

په هلمند کې د چاه انجیر ودانیزه د ستګاه، په شاوخوا دوه لسیزو خپلمنځي جګړو او د انګریزي پوځیانو د اډو دجوړیدو له امله په بشپړ ډول له فعالیته ولیدلې، ټول وسایل او سامانالات يې چور او د اوسپنې په ډول په بهرنیو…
6.08.2015  |  هلمند ۱۶ زمری ۹۴

دچاه انجیر لویه ودانیزه دستګاه، د وخت دزورواکو او انګریزانو لخوا چور او تخریب شوي ده.

په هلمند کې د چاه انجیر ودانیزه د ستګاه،  په شاوخوا دوه لسیزو خپلمنځي جګړو او د انګریزي پوځیانو د اډو دجوړیدو له امله په بشپړ ډول له فعالیته ولیدلې، ټول وسایل او سامانالات يې چور او د اوسپنې په ډول  په بهرنیو هیوادونو وپلورل شول.

دغه  دستګاه، په ۱۳۴۵ لمریز کال  کې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ د چاه انجیر په نوم سیمه کې، امریکايي موریسن  کمپنۍ لخوا  جوړه سوه، هغه وخت يې دهلمند دپروژې (د کجکې بند، کانالونه، سړکان، ویالې او زابرونو د جوړیدو د کارونو) سره سم د هیواد په کچه  نږدې په ټولو ولایتونوکې فالیتونه  پیل او درسمي مامورینو سره يې نږدې( ۱۵ زره)  کارګر درلودل.

د دې دستګاه ریس  حاجي معلم شاولي خان  وايې(( د چاه انجیر دستګاه  د هیواد په کچه یوه لویه  بنسټیزه او ارزښتناکه  تصدي وه، چې د ټولو ولایتونو د اوبو بندونه، لويې فامیلۍ، دولتي تاسیسات  هغه وخت دهمدي دستګاه د ماشینونو، وسایلو او مسلکې کار ګرو  په مټ جوړ شوي دي)).

د ده  په وینا په تیرو جګړو  په ځانګړې توګه  په دوه نیم لسیزو کې د وخت د زرواکو( وسله والو) لخوا  يې، نږدې ټول جوړ او فعاله ماشینونه تخریب، سامانالات ورک او یا هم  د اوسپنې په ډول سره د پاکستان په هیواد وپلورل شول.

ریس د کوم زور واکې( جهادي قوماندان) نوم په ډاډه نه کړ،  خو وویل:  د ډآکتر نجیب الله  د حکومت تر نړیدو وروسته، ځینو زور واکو جوړ ماشینونه ټوټه کول او نږدې یو کال پرته  له ځنډ څخه سلګونه وسایل ترې باریدل او د پاکستان هیواد ته د اوسپنې په بیه ورکول  کیدل، چې هلته  بیا ځیني ماشینه بیرته ترمیم او جوړیدل.

شا ولي خان وايې(( بل خوا  نږدې  شپږ کاله وړاندي انګریزانو د چاه انجیر په ودانیزې دستګاه  په منځ کې  پوځي اډه جوړه کړل او ډير وسایل او ودانۍ  يې  په لوی لاس  تخریب او شاپونه يې وسوځول او خپلو پوځیانو ته يې د استوګنې ځایونه پکې جوړ کړ)).

د ده وینا(( د دې کمپنۍ د جوړیدو په لومړیو کې، (۱۵ زره ) کسانو په ورځنې ډول کار کوی، چې له دې جملي څخه يې ۲۶۰۰  رسمي مامورین وو، چې دچاه انجیر دکمپنۍ  سربیره يې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې کار کوی او معاشونه يې د همدي ریاست لخوا  ور کول کیدل)).

دده په خبره ددې دستګاه  په چور او تخریب سره يې له ټولو مامورنیو او اجرانو څخه اوس مهال یوازي، ۵۹ تنه  په هلمند ۲ په کندهار، ۵ په نیمروز، ۱۲ په  فراه  او ۱۵په هرات دې، چې رهبرې يې اوس هم په همدي ریاست  پورې اړه لري.

نوموړي وویل(( دچاه انجیر په ودانیزه دستګاه کې په پیل کې زره ګونه یوازي د کار وسایل وو، چې سړکان، کانالونه، دولتي تاسیسات، پلونه او نور دیته ورته کارونه يې کول، خو اوس یوازي ۳۰ وسایل لري، چې هغه هم ځیني له کاره ولیدلي او یوازي دکانالونو د پاکارۍ پروژو باندي کار کوي)).

نوموړي زیاته کړه، چې د یادو کارونوسره بیره یادې کمپنۍ په وروستیو کې ځیني پرزې هم جوړولي، او ود سایلو د جوړیدو بیلا بیل ورکشاپونه  يې هم درلودل.

دده  په وینا په پیل کې د وسایلو سر بیره  ۳۷ زره  قلمه پرزې په دې دستګاه کې موجودې وي چې اوس هم د ۱۸ زره  پرزو په شاخواکې شته چې  ډیرې يې له کاره ولیدلي دي.

نوموړي زیاته کړه،  که چیري دغه دستګاه بیرته د پخوا په څیر جوړه شي، نه یوازي چې زره ګونه کسانو ته به د کار زمینه پکې برابره شي، ترڅنګ به يې په لږ لګښت،  په اوبو په بندو،سړکانو، اودانیزو چارو کې په لوړ کیفیت  باندي کارونه  تر سره  شي او ګټه به يې د عام خلکو سر بیره د دولت بودېجې ته ځي.

شاولي خان وویل، دوی په تیرو ۱۳ کلونو کې له دولت او بهرنیانو څخه ډیره غوښتنه وکړه چې، یاده کمپنۍ بیا له سره ورغوي، وسایل ورکړي او ستونزې يې ورحل کړي، خو د دوی غوښتنو ته پاملرنه ونه شوه.

نوموړي زیاته(( ولسمشر اشرف غني اوس ژمنه کړي، چې د ټولو تصدیانو او دېته ورته کمپنیو لپآره  به ځانګړې اداره جوړه شي، او له  سره  به بیرته  فعاله او امکانات به په واک کې ورکړل  شي)).

دچاه  انجیر ددستګا، د انجنیرۍ څانګې مسوول، وویل یادې دستګاه، د هیواد په کچه یوه ستره کمپنۍ وه، او ډیر ارزښت يې درلودی او دپرمختګ  په لسیزه کې یوازینی کال و، چې زره ګونه خلکو ته پکې دکر کولو  زمینه  برابره کړل.

دده  په وینا دهمدي دستګاه د چور  او غلا لامیلین اوس هم سته، ټولو خلکو ته معلوم دي او دوهم کتار کې يې خپله انګرییزان دي، چې له زور واکو پاته وسایل يې  له  شاپونو و ایستل او تخریب يې کړل، بل  خوا دهمدي انګریزانو قرار دادیانو ته هم ددې زمینه  برابره  شول چې ځيني وسایل یې غلا  او ويې پلورل.

دچاه انجیر دسیمي یو تن اوسیدونکې حاجي محمد صادق هم ویل، که چیرې دا دستګاه  فعاله  پاته  سوي وای اوس به د دولتې پروژو د جوړیدو په موخه هیڅ  شخصي  شرکت اړتیا نه وای او نه به هم  بي کیفیته کارونه کیدلی .

د ده په وینا دغه کمپنۍ په اوه کاله کې جوړه شول، د هیواد  له بیلا بیلو ولایتونو څخه مامورین او مسلکي اشخاص ورته  راجلب شول، د دوی تر څنګ امریکایانو خپله کارونه پکې کول او دهمدي دستګاه په د ننه کې يې کورنه درلودل.

نوموړ زیاته کړه، هغه وخت هیڅ امریکايي مسوول مجرد هلمند ته نه راتلی هره یوه  په ډيره مینه  په دې کمپنۍ کې کار کوی او خپل فامیلونه  يې له ځان  سره راوستلې.

دیاودلوده، دغه دستګاه، د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې دچاه انجیر په نوم سیمه کې په ۱۸۷ جریبه یوه ګڼ میشته شنه سیمه کې په دې ډول سره جوړه شوي، چې پارکونه، کورونه، تخنیکي ورکشاپونه او د زده کړي او تمرینونو ځآینونه پکې په پام کې نیول شوي وو.