رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

تحلیل
سوله او له افغانستان څخه د ځوانانو تېښته

د سولې لمړي پړاو خبرو اترو ته ټول افغانان خوشاله شوله، هغوی په بېلابېلو ډولونو سره سولې ته ښه راغلاست ووایه خو د دوهم يړاو خبرو اترو ځنډ لامل شو چې یو شمېر ځوانان له هیواده د وتلو لار خپله کړي
21.08.2015  |  کابل, ۳۰ زمری ۹۴

 

د جګړې دوام او د سولې ځنډ له افغانستانه د خوانانو د تېښتې لامل شوی.

نيږدې پنځلس کاله واوښتل چې افغانان په روانه جګړه کې قرباني کيږي. هره ورځ په ځانمرګي بريد، ماین، غلچکي برید، او ډله یزو جګړو کې ژوند دلاسه ورکوي.

 

په اسلام اباد کې د سولې په موخه د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د ( د جولای پر شپږمه ) خبرو اترو په خلکو کې د ژوند کولو نوې هیلې پیدا کړې. هغوی اختر ته خوشاله شول ځکه په دې اختر کې د اوربند اعلان شوی و. په تېر کمکي اختر کې د چاودنو او بریدونو نه شتون افغانان نور هم پر دې باوري کړل چې دا ځل به د سولې په برخه کې د حکومت هلې ځلې رنګ راوړي.

 

خو د ملا عمر مړينې او د طالبانو تر منځ مخالفتونو او ځینو نورو لاملونو ګڼ شمېر ځوانان له هیواده تېښتې ته اړ کړي. د افغانستان د پاسپورټ ریاست وايي په ټول افغانسان کې هره ورځ شا او خوا اوه زره پاسپورټونه وېشي. پاسپورټ اخستونکي وايي ځک په دې وروستیو کې د پاسپورټونو اخستو ته په ډله ډله ولاړ دي چې د افغانستان په حالاتو باور نه لري.

 

د سولې په وروستیو خبرو اترو سره په هیواد د ننه او بهر کې افغانانو ته هیلې پیدا شوې وې خو اوس مهال په افغانستان کې لوی بریدونه او د طالبانو له خوا د ولسوالیو د نیولو هڅو د هغوی هیله مړاوې کړې دي.

 

د روژې په مبارکه میاشت کې هغه مهال چې افغان حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې ډېرې هیلې را ژوندی شوې وې. د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو نظر په خورا ښه توګه مالوم شول، ګڼ شمېر افغانانو د خپل پروپایل پر تصویر سپینې کوترې او دا جملې چې ( موږ سوله غواړو جنګ دې ورک شي او رنګ دې یې ورک شي.) شعارونه لیکلي و. 

 

ماشومانو په ډله ییز ډول پر سپینو کاغذونو سولې ته خوښي ښودلې وه او د سولې له دواړو اړخونو څخه یې غوښتنه کړې وه چې موږ ته سوله راوړئ، له جګړې ستړي شوي یو، راتلونکی مو په سوله ییز ژوند کې روښانه کړئ.

 

بېلابېلې لارې وې چې افغانانو د سولې له‌پاره خپله خوښي پرې څرګنده کړه؛ په کابل  کې یو شمېر ځوانانو، د مدني ټولنو او همدلۍ شبکې غړو د ښار په لویو لویو دېوالونو د افغانستان د پخواني کلتور، او پخواني ژوند  انځورونه رسم کړل.

 له دې کاره د هغوی موخه دا وه  چې نور د ښار په ګڼو هغو سیمو کې چې د جګړو خاطرې ورپه یادوي‌،‌ د افغانستان رښتینی انځور وګوري. خو د ملا محمد عمر مړينې او د طالبانو تر منځه اختلافاتو یې یو ځل بیا تاندې هیلې مړاوې کړې.

 

سوله زیانمنه شوه

که څه هم اوس د سولې خبرې زیانمې شوې خو افغان حکومت ورته بیا هم هیله څرګندوي. حکومت وايي دوی به رېښتینې او داسې سوله راوړي چې د افغانانو په لاس کې وي.

 

د جولای میاشتې پر شپږمه نېټه له طالبانو سره د لمړي ځل له پاره د افغان حکومت رسمي پلاوي مخامخ خبرې وکړې.  په دې خبرو اترو کې دواړو اړخونو علاقه ښودلې وه چې د سولې راوړلو له پاره به خپلو ناستو ته دوام ورکوي.

 

دا لمړی ځل و چې طالبانو هم داسې یوه خبر پاڼه خپره کړه چې افغانانو ته یې هیله مندي ور‌په برخه کړه او ویې ویل چې طالبان سولې ته چمتو شوي او د اسلامي امارت ټول غړي دې په اختر کې جګړې نه کوي.

 

خو د سولې تر لمړي پړاو خبرو اترو پوره څلور ویشت ورځې وروسته داسې مهال چې باید سبا ته افغان پلاوی پاکستا ته تللی وی د ملا عمر د مړينې خبر رابرسېره شو. چې په دې سره یادې خبرې وځنډېدې. 

 

د اسلام ابام او کابل اړیکې ترینګلې شوې.

کله چې د طالبانو تر منځ د مشر پر سر اختلافات راپورته شول نو په کابل کې لویې چاودنې وشوې. چې په دې سره د طالبانو او سولې خبرې پر ځای پاته شوې او د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې شوې. افغان حکومت ویل داسې اسناد یې پیدا کړي چې د کابل په شا شهید سیمه  کې د لویې چاودنې تر شا د پاکستان لاس ښيي.

 

ولسمشر غني په یوه کنفرانس کې د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ بدل کړ او په تنده لهجه یې وویل چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د هغو تروریستاو ځالې له منځه یوسي چې پر افغانستان د جګړو او بریدونو له‌پاره ځوانان پکې روزل کیږي.

 

سوله دا مهال دقیقه مالومه نه ده چې څنګه برخلیک به ولري خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي په راتلونکو دوو اونیو کې به د سولې د کېدو او نه کېدو حال مالوم شي.

پاکستان ته د افغان پلاوي لېږل.

د ولسمشر په امر سره د اګسټ پر ۱۳مه نېټه له افغانستان څخه یو پلاوی چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی او د ملي امنیت لوی ریس رحمت الله نبیل پکې ګډون درلود اسلام اباد ته لاړ. دا پلاوی ددو موخو له پاره پاکستان ته تللی چې له یوې خوا پر کابل د ورستیو بریدونو مساله له هغوی سره سپینه کړي او له بلې خوا د سولې له پاره دقیق وخت مالوم کړي.

 

سیاسي شنونکي وايي پاکستان په تېرو څو کالو کې په وار وار په خپلو ژمنو کې پاته راغلی او سولې ته ریښتینی نه دی پاته شوی.

 

سیاسي کارپوه فاروق بشر افغانستان ټوډې ته وویل چې پاکستان ته تر ټولو مهمې خپلې موخې دي او زیاتوي تر څو چې پاکستان خپلو موخو ته ونه رسي د سولې راوړو له پاره بیا هم ریښتینی نه شي تمامېدی.

 

بشر وايي پاکستان د افغانستان په جګړه کې درې مشخصې موخې لري او ځکه سوله نه رامنځته کوي چې د همدې موخو په رسېدو کې افغان حکومت نه دی ورسره یوه خوله شوی.

 

دغه کارپوه وايي د پاکستان مشخصې غوښتنې؛ له هند سره د افغانستان د اړیکو خرابېدل، په افغانستان کې د خپلې خوښې بوډاګی حکومت رامنځته کول، د ډېورنډ کرښه په رسمیت وپېژندنه او د بلوڅ بېلتون غوښتونکو سره د افغان حکومت د اړیکو له منځه وړل دي. د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دا مهال بلوڅان سخته هڅه کوي چې له پاکستان څخه خپله ازادي واخلي.

 

اوس نه یوازې د عامو خلکو په منځ کې د پاکستان پر وړاندې لویه کرکه پیدا شوې بلکي تر څنګ یې د افغانستان د علماؤ شورا په پاکستان کې د جهاد فتواح هم وکره.

 

څو کاله وړاندې پاکستاني ملایانو هم داسې فتواح ورکړې وه چې په افغانستان کې جهاد روا دی.

د سولې په اړه منفي نظر

د پارلمان ځینې ښځینه استازې او یوشمېر مدني ټولنې بیا د سولې له روانې پروسې څخه په وېره کې دي او وايي که حکومت د طالبانو غوښتنې ومني نو د ښځو یو لړ حقونو به تر پښو لاندې شي.

 

فوزیې کوفي په وار وار ویلي چې په دې خبرو اترو کې هیڅوک هم حق نه لري چې د ښځو پر حقونو معامله وکړي. دوی وايي طالبان نه غواړي چې ښځې دې په دفترونو کې کار وکړي او یا دې هم تحصیل ته دوام ورکړي.

 

خو د طالبانو د واکمنۍ یو تن لوړ پوړي چارواکي سید اکبر اغان چې اوس  د ملي خلاصون لار تر نامه لاندې یوه ټولنه لري افغانستان ټوډې ته وویل چې طالبان بیا هېڅ کله هم د ښځو پر تعلیم او تحصیل بنديز نه لګوي خو په هغه صورت کې چې حجاب ولري.

 

اکبر اغا د پارلمان د استازو دا خبره هم رد کړه چې ګواکي طالبان په اساسي قانون کې د بدلون غوښتنه لري. هغه وویل:

« تر کومه چې ما د اسلامي‌ امارت له غړو سره خبرې کړې هغوی د اساسي قانون سره ستونزه نه لري، ځکه چې د اساسي قانون په لمړۍ ماده کې راغلي چې ټولې چارې به د اسلام په رڼا کې تر سره کیږي

 

روانه جګړه او د قدرت وېش

 

که له یوې خوا د سولې د خبرو اترو له پاره چمتوالی نیول کیږي له بلې خوا د ولسمشر لمړی مرستیال عبدلرشید دوستم په فاریاب ولایت کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

سیاسي کارپوهان وايي جګړې ځکه په دې وروستیو کې زور اخستی  چې طالبان پر حکومت زور راوړي چې د سولې په پروسه کې پر هغوی کوم څه ونه تپي او قدرت ورسره ووېشي.

 

د وسله والو طالبانو لمړنۍ غوښتنې له افغانستان څخه د بهرنیانو وتل او د هغوی د یو شمېر مهمو بندیانو خوشي کېدل په ګوته شوي او مالومه نه ده چې هغوی به نورې کومې غوښتنې لري.