رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

د هوا ، اوبو او خوړو په څیر انسان لپاره تفریح هم اړینه ده
تفریح ځایونه یوه شیبه تور لوګي له خلکو هیروي

کابل کې د نورو ورځو تر څنګ جمعه هغه ورځ ده چې ډلې ډلې کورنۍ، ځوانان او ماشومان پارکونو ته پکې ځي، ماشومان لوبي کوي ، میرمني خواړه پخوي ، او ځوانان هم په خپلو منځو کې مجلس کوي
1.09.2015  |  کابل ٩ وږى ٩٤
د ښار په نوم دغه پارک خپل ټیکټ په ۳۰ افغانۍ پلوري تر څو د پارک پاک ساتلو او نظم په برخه کې ګټه ترې واخلي. (انځور وژمه فضلی)
د ښار په نوم دغه پارک خپل ټیکټ په ۳۰ افغانۍ پلوري تر څو د پارک پاک ساتلو او نظم په برخه کې ګټه ترې واخلي. (انځور وژمه فضلی)

 

کابل ښاریان وايي پارکونه یې ژوند ته سکون ورکوي خو بسنه نه کوي.

د افغانستان پلازمېنه کابل د پنځه میلیونه وګړو له پاره یوازې ۳۷ تفریحي پارکونه لري چې په هغو کې هم څلور شخصي دي. 

کابل کې د نورو ورځو تر څنګ جمعه هغه ورځ ده چې ډیر شمیر کورنۍ، ځوانان او ماشومان ډلې ډلي پارکونو ته ځي، ماشومان لوبي کوي ، میرمني خواړه پخوي ، او ځوانان هم په خپلو کې مجلس کوي. 

د خصوصی پارکونو له ډلې یو هم د ( ښار ) په نوم پارک دی چې د کابل په زړه کې پر لس جریبه ځمکه جوړ شوی. ددې پارک مشر حبیب الله عصمتي وايي (( دا پارک مې یوازې د خلکو د څو شیبو خندا او خوشالی لپاره جوړ کړی. یوازی هغه شیبه راته ډیر ارزښت لری کله چې یو ماشوم د دغه پارک له دروازې را دننه او د مور او پلار ګوته خوشې کړي، دا ځای د خپلو هیلو کور وګڼي او یوه شیبه د خوشالۍ احساس وکړي.)) 

هره ورځ  ددغه پارک په دروازه کې ډله ډله ځوانان او تنکي ماشومان تر سترګو کیږي. د (ښار) پارک په انګړ کې ولاړ ځوان احمد ضیا هره اوني له خپلی کورنۍ سره دې  پارک ته راځي او وایې تفریح ځایونو او پارکونو ته تګ د انسان ذهن تازه کوي. هغه وايي تفرېح کولي شي ټولې ستونزې ، د  جنګونو او ځانمرګو بریدونو لوګي او نورې ناخوالې د لنډ مهال له پاره له موږ لرې کړي. په ارام ځای کې ارام فکر کېدی شي. 

دی وايي کله چې څوک غواړي د یو شي په اړه پرېکړه وکړي نو باید لمړی فکر تازه او بیا په یوه ارامه فضا کې پرېکړه وکړي تر څو له هغې پرېکړې  ښه ثمره تر لاسه کړي. دی وايي پارکونو ته تګ له انسان سره دا مرسته هم کوي چې له نشو او ژور خپګان څخه پرې ځان وژغوري.

دا پارک چې تر نورو څه ناڅه ښکلی او‌پاک ښکاري نو ګڼ شمېر ځوانان، نجونې، ماشومان او لویان د تفریح په موخه ورځي. 

آریا یوه له تفرح کوونکو څخه ده ،هغه وایې (( پارک ته راتګ ماته ډیر آرام رابخښی ځکه کله چې وړه وم ښه پارکونه نه وو او اوس چې په دي وروستیو کالو کې جوړ شوي دي نو د هر عمر کسانو لپاره بیلابیلې لوبې شته ، ځوان هلکان ګیم وهي، کورنۍ سره کیني مېله کوي او د ماشومانو لپاره هم د دوي د خوښی لوبي تر سترګو کیږي .))

د ماشومانو له‌ پاره تر ټولو خوږه شېبه هغه ده چې کورنۍ تر لاس نیولي او تفرح ته یې بوځي؛ د سمیع خان ماشومان هم له دې خوشالۍ څخه برخمن دي. هغه نن یوه ډله ماشومان پارک ته راوستلي او وايي که ماشومان دغه ډول پارکونو ته راوستل شي او په رخصتیو کې تفریح وکړي نو کولي شي ذهن یې ارام او ښه درس زده کړي.

د ښار پارک څښتن حبیب الله عصمتي یاد پارک په کابل کې لومړي لوي او معیاري پارک بولې چې د هر عمر کسانوو لپاره پکې لوبي په پام کي نیول شوي. ددې پارک طرحه د هغه  بل ورور اسدالله عصمتي ورکړې چې په کوریا کې یې اینجینري لوستې.

حبیب الله عصمتي وايي دا پارک یې په ټولو معیارونو برابر جوړ کړی او د ښار په نورو برخو کې هم د ورته پارکونو د جوړېدو هوډ لري.

هغه وايي :« ددغه پارک په جوړولو سره مو خلکو ته د تفریح او رواني خوشالي زمینه  برابري کړې موږ غواړو د ښار په نورو برخو کې هم داسې پارکونه جوړ کړو تر څو د ښار په هر کونج کې تفرح غوښتونکو ته اسانتیا برابره شي

د ښار پارک څښتن تفریحي ځایونه د خلکو حق بولي او وايي هر ټیکېټ یوازې په ۳۰ افغانۍ پلوري تر څو پر پیسو یې د نظم او پاکوالي په چارو کې کټه واخلي. 

دولتی پارکونه: 

په کابل کې یو شمېر پخواني پارکونه اوس هم ښکلا لري، خلک یې لیدو ته ورځي، او د آرام احساس پکې کوي، بابړ تاریخي بڼ له همدې ډلې څخه دی. دا بڼ د مغلو د باچا بابړ په غوښتنه په ۱۵۲۸ زیږدیز کال کې جوړ شوی.

یاد بڼ د سهار له ۸ بجو د مازدیګر تر ۵ پورې پرانستۍ وي چې هر کس یوازې د ۲۰ افغانیو په ټیکټ اخستلو سره پکې وخت تېروي. په افغانستان کې معمولاً د جمعې په ورځ خلک تفرح کوي ځکه دا ورځ پکې رخصت ده نو له همدې کبله په بابړ بڼ کې هم جمعه ډېره ګڼه ګوڼه لري.

د کابل پوهنتون د عربي ژبي پوهنځي محصله اوستا هم بڼ ته راغلې او وايي :((زما ازموینې دي او دلته ځکه راغلې یم چې تفرح وکړم،‌ تر څو فکر مې سم او ذهن مې خلاص شي.))

اوستا وايي له کلونو راهیسې جګړو د خلکو پر روان هم اثر کړی، ځینې پکې زیږېدلي، ځینې پکې رالوی شوي او ځینې نور لا هم په جګړو کې نړۍ ته راځي، نو اړتیا ده چې خلک دلته څو شېبې د غم له خبرونو ګوښه د ارامۍ احساس وکړي. 

سلطان کمال او مصطفی چې له خپلو څو ملګرو سره آن له خوست ولایت څخه بابر بڼ ته راغلي خوښ ښکاري. هغوی وايي د امنیت نه شتون په ولایتونو کې لویه ستونزه ده او خلک نشي کولي تفریح وکړي نو دوي ځکه اړ دي چې آن تر کابله راشي.

د ملي یوالي حکومت اغیزې:

په تفریحي پارک بابر بڼ کې د رستوارنت څښتن نقیب الله بیا د خپل کار څخه خوښ نه دي. هغه وایې:« د [ع و غ] چې ملي یوالي حکومت ته اشاره ده راتلو سره یې کارونه ښه پرمخ نه ځي، او خلک هم اوس رستورانت ته کم راځي

بل پلو د کابل په ګڼ شمېر پارکونو کې دا مهال لسګونه په نشو روږدي کسان اوسې، چې د ځوانانو او ماشومانو له پاره یې لوی مزاحمت جوړ کړی وي. د کابل د نوي ښار په دولتي پارک کې ګڼ داسې انسانان لیدل کیږي چې پوډر څکوي او نشې کوي. خو د مخنوي له پاره یې حکومت کوم خاص اقدام نه دی کړی.

پر روان  د تفریح اغیز

انسان لکه څنګه چې اوبو ، خوړو او هوا ته اړتیا لري  همدا ډول تفریح ته هم اړتیا لري. دکابل پوهنتون د ارواح پوهنې استاد ناصر حبیبی تفرح د ښه ژوند یوه برخه بولي.

هغه وايي:« د تفریح نه کول انسان له ډیرو ناروغیو سره مخامخ کوي او که تفریح ونکړو ناروغ یو، پارکونو ته تلل د ښو اړیکو جوړولو ، ټولنیز کیدو او ذهن ښه کیدو لپاره ډیره اړین دي

استاد حبیبی په کابل ښار کې اوسني شته پارکونه کافي نه بولي خو د نویو جوړو شویو پارکونو هڅه یو پر ځای اقدام یادوي. هغه وایې په یوه ښار کې شته پارکونه د یوې ښې ټولنې خبر ورکوي.

د کابل ښاروالي

په کابل کې هم دولتی هم خصوصي پارکونه شته خو له دې کبله چې بسنه نه کوي نو د نورو پارکونو جوړېدل هم په پام کې نویل شوي دي. د کابل ښاروالی فرهنګی سلاکار نظام الدین وحدت وایې:« باید د هرو ۱۰۰۰ کورنیو لپاره یو پارک موجود وي چې اوس مهال د ۱۰۰ زرو کورنیو لپاره یوازې یو پارک لرو. د پارکونو دا ظرفیت بسنه نه کوي.»

نوموړی وایې، د پارکونو جوړولو لپاره یې د ((ساده جوړوني)) په نوم یوه پروسه په لاره اچولي چې له هغې سره به خصوصی اشخاصو ته د پارکونو جوړلو اجازه اسانه شي.