رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

د قانون له مخې هیڅ چارواکی، مخور او زورور نه شي کولای چې د یو چا لپاره د محکمې له جریان پرته سزا اعلان کړي
اختطاف

د خلکو یوه نیوکه همدا وه چې اختطاف کوونکي او مجرمان نیول کیږي خو څو ورځې وروسته خوشې کیږي او بیا په جرمونو کې ښکیل وي
20.09.2015  |  کندوز ٢٩ وږى ٩٤
د سړي تښتوونکو له خوا تښتول شوی ماشوم عین الله اوپلار سرور (انځور ګل رحیم نیازمن)
د سړي تښتوونکو له خوا تښتول شوی ماشوم عین الله اوپلار سرور (انځور ګل رحیم نیازمن)

صحرايي محکمه

که له مجرم څخه وروستنیو تحقیقاتو ته ضرورت نه وي، له دې پرته چې محکمې ته یې ولیږي، صحرايي محکمه به ورته جوړه کړي، خلک یې پر خپله خبره شاهدان کړل: (( تاسو شاهد اوسئ چې دا کار کوم، پریږده چې محکمه او حقوق بشر له ما پوښتنه وکړي))   د کندوز والي محمد عمر ساپي دا خبره د خلکو په یوه لویه غونډه کې وکړه.

د کندوز والي محمد عمر ساپی چې کله په یوه غونډه کې د خلکو د زیاتو نیوکو لاندې راغی ویې ویل که یوه قضیه پیدا کړي چې په هغه کې له مجرم څخه وروستنیو تحقیقاتو ته ضرورت ونه لري، هملته به یې د خپلو اعمالو سزا ورکړي: ((له دې پرته چې محکمې ته یې ولیږم، هلمته ورته صحرايي محکمه جوړوم، تاسو شاهد اوسئ چې دا کار کوم، پریږده چې محکمه او حقوق بشر له ما پوښتنه وکړي.))

د خلکو یوه نیوکه همدا وه چې اختطاف کوونکي او مجرمان نیول کیږي خو څو ورځې وروسته خوشې کیږي او بیا په جرمونو کې ښکیل وي، والي قضايي او عدليي غونډه جوړه کړې وه او هغوي ته یې هم ویلي وو چې باید مجرم سره د مجرم چلند وشي او سزا ورکړل شي: (( مجرم نیول کیږي او بیرته خوشې کیږي، قانون اجازه نه راکوي چې له قاضیانو او څارنوالانو پوښتنه وکړم، خو ما ورته ویلي چې له دې وروسته دا نه منم چې مجرمین خوشې شي.))

د قانون له مخې هیڅ چارواکی، مخور او زورور نه شي کولای چې د یو چا لپاره د محکمې له جریان پرته سزا اعلان کړي، د بشر د حقونو د خپلواک کمیسون مطبوعاتي مسول رفیع الله بیدار وویل چې دولتي چارواکي او حتی جمهور ریس یوازې په اداري چارو کې پر محکمه تاثیر لري ځکه چې د قضا قاضیان د جمهور ریس له خوا او یا هم د سترې محکمې له خوا مقرریږي، خو د عدالتي جریان په داخل کې حق نه لري: (( هیڅوک نه شي کولای که په هر موقف کې چې وي چاته صحرايي محکمه نه شي جوړولای.))

بیدار وایې چې د قضا اداره خپلواکه ده، او که د قانون په رڼا کې په چا سزا تطبقیږي هیڅوک یې منحرف کولای نه شي، او له هر ډول ملحوظاتو باید پاک وي.

خو په کندوز کې قضا او څارنوالۍ باندې یو شمیر ټوپکوال او زورور تاثیر لري، او قاضیانو ته اخطارونه ورکول کیږي چې باید په ګټه یې فیصله وکړي.

د اختطاف په دغو څلورو پیښو کې یوه هم د یو قاضي د ځوی د تښتولو پیښه ده، خو تر اوسه دغه قاضي په دې اړه څه نه دي ویلي چې ولې یې دده ځوی اختطاف کړې، خو فکر کیږي چې ممکن د همدغسې یو قضیې په خاطر یې ځوی تښتول شوی وي باید د یو مجرم په اړه یې فیصله کې تغیر راولي او سزا یې کمه کړي.

په کندوز کې خلک د لویو او وړو جرمونو نه په عذاب دي او د مجرمانو د ښکاره یا علني محکمې غوښتنه ځکه کوي چې نور ترې عبرت واخلي او بیا څوک د اختطاف او نورو جرمونو د ترسره کولو لپاره زړه ښه نه کړي، د یو جومات ملا امام شمس الرحمن ویل چې دوي به مجرمان ښکاره محاکمه کړي خو تر اوسه یې داسې هیڅ خبر نه دی اوریدلی: (( تیرځل نیول شوي سړي تښتوونکي څه شول؟ بار بار ویل شوي چې مجرمان به ښکاره محاکمه کړي، تر اوسه خو مجرمین علني محکمه نه شول.))

د کندوز والي محمد عمر ساپي باندې ځکه خلک زیاتې نیوکې کوي چې د خپلې دندې په لومړیو ورځو کې يې خلکو په کمه موده کې د ډیرو اصلاحاتو د رامنځ ته کولو ژمنه ورکړه، خو د کندوز والي تر اوسه د خپل وعدو په پوره کولو کې نه دی بریالی شوی.

محمد عمر هم د خپلو ژمنو د نه پوره کیدو علت په مجرمینو پسې د خلکو راتګ او له هغه څخه ملاتړ یو علت ګڼي چې تر اوسه یې مجرمینو ته سزا نه ده ورکړې.

د خلکو له نیوکو وروسته والي محمد عمر ساپي وویل چې په کندوز کې لومړی باید له حکومت جوړولو تیر شو باید ملت جوړ شي، له مشرانو نیولې تر کشرانو پورې مشکل لرئ. د هغه اشاره له مجرمانو څخه د خلکو ملاتړ ته وه.

هغه خلکو ته د خپلو هغو پلانونو یادونه وکړه چې نیت یې درلوده عملي يې کړي خو د ځینو خلکو له خوا یې مخه نیول شوې وه.

د کندوز والي محمد عمر ساپي وویل: (( په اولو ورځو کې چې راغلی وم ۱۲۰ تنه مې لیست کړي وو چې په امنیت او پولیسو کې فاسد خلک مقرر شوي سزا ورکړل شي، تبدیل شي او یا له دندو ګوښه شي، خو تر نن ورځې ورسره سپین ږیري راغلي او د نیولو مخه یې نیول شوی.))

د کندوز والي د زیاتو هغو خبرو یادونه وکړه چې سپین ږیرو په کې د ځینو تورنو کسانو د خلاصون غوښتنه کړې وه (( تیره ورځ اختطاف کوونکي نیول شوي اوس هم دروازې ته سپین ږیري ناست دی چې نیول شوی شخص بې ګناه دی))

په کندوز کې یو شمیر قومي مشرانو وروسته له هغې احتجاج وکړ چې یو ځل بیا په دغه ولایت کې اختطافونه زیات شوي دي.

په تیره یوه اونۍ کې د اختطاف څلور پیښې شوي چې یو ماشوم یې تیره ورځ د پیسو په بدل کې خوشې شو او تښتوونکي ونیول شول. خو د ماشوم کورنۍ او چارواکو دا ښکاره نه کړه چې اختطاف کوونکو ته یې څومره پیسې ورکړې دي.

خلکو د کندوز چارواکو ته د هغو تښتول شویو ماشومانو د خلاصون لپاره جدي خبرې وکړې چې تښتول شوي او له کورنیو څخه یې د اولادونو د خلاصون په بدل کې په سلګونو زره ډالر غوښتل کیږي.

مولوي شمس الرحمن وایې چې اختطاف کوونکي باید د کندوز د چوک په سر اعدام شي: (( که یو سړی تښتوونکی کندوز کې د چوک په سر اعدام شي، بل څوک دې نر شي څوک دې وتښتوي، اختطاف کوونکي له یوې دروازې نیول کیږي له بلې خلاصیږي.))

د کندوز والي محمد عمر ساپي د اختطاف له څلورو پیښو یوه پیښه خپله د امنیې قوماندان او د استخباراتو مدیر تعقیب کړه او په نتیجه کې یې ماشوم خوشې کړ، هغه دا خبره د خپلې هغې خبرې په تایید کوله چې په دولتي ادارو کې فاسد خلک پر دندو ګومار شوي او له اختطاف کوونکو او نورو مجرمینو سره لاس لري.

سړي تښتوونکي چې په کابل کې خلک تښتوي په کندوز کې پټيږي، کندوز له قانون څخه د سرغړونکو لپاره ښه پټنځای دی ځکه چې کلیو او محلو کلانتران هم له پولیسو سره د مجرمینو په نیولو کې مرسته نه کوي، نو په دې خاطر يې پریکړه کړې چې د هرې سیمې کلانتر ته به د میاشتې ۱۰۰ ډالر معاش ورکوي چې د مجرمینو په نیولو کې ورسره مرسته وکړي.

د کندوز چارواکو یوه ډله اختطاف کوونکو پنځه میاشتې وړاندې هم نیولي وو خو د ځینو قوماندانانو او سیمه ییزو زورواکو له خوا یې له محکمې او څارنوالۍ څخه د خلاصون هڅې کیدې، چې په نتیجه کې د کندوز والي د ملي امنیت ریس مجبور شول ددغو نیول شویو اختطاف کوونکو دوسیه کابل ته ولیږي چې په هر یو یې د محکمو له خوا تر ۱۵ کلونو زیات قید ختلی دی.

د سړي تښتوونکو له خوا تښتول شوی ماشوم عین الله چې ۱۲ کاله عمر یې درلوده په پنډیو او ورنونو پورې يې په اور سره شوي سیخان نیول شوي وو، هغه زخمونه ښکاره نه کړل خو ویل یې: ( سیخان به یې په اور ګرمول او زما په ورنونو پورې به یې نیول.)) هغه ویل چې نهه ورځې له اختطاف چیانو سره بندي وو چې پلار یې د شپیته زره افغانیو په بدل کې راخوشې کړ.

د عین الله پلار سرور د کندوز د ښار کوټه ګرد په سیمه کې دوکاندار دی، وایې چې پیسې يې نه درلودې خو له خلکو یې قرض کړې او اختطاف کوونکو ته یې ورکړی او دشپې يې ورته ځوی د په یوه برخه کې وسپاره.

دا لومړی ځل دی چې په کندوز کې یو والي د خلکو تر زیاتو نیوکو لاندې راځي او خلک په هره غونډه کې پر دولتي چارواکو کلکې نیوکې کوي، د کندوز والي هم د محکمو له فیصلو ناراضه ښکاري او د مجرمینو لپاره له محکمې پرته د سزا ورکولو خبره کوي.