رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

انساني ارزښتونو ته په پاملرنې مو امبولانس مرکز پرانېستو
امبولانس مرکز

دا کار شايد د ډېرو په نظر کمه رنګه ښکاره شي خو ولې په اصل کې دا هڅه ټولنې ته د يوې اوږدې همدردۍ هغه لاس اوږدول دي چې له مخې انساني ژوند کې د بديو ترڅنګ دښګڼو يو نوۍ فصل پرانېستل کېږي
6.10.2015  |  خوست ١٤ تله ٩٤
په خوست ولايت کې په خصوصي توګه د  امبولانس يو  مجهز او پياوړي سيستم جوړيدل  (انځور زرولي خشنود)
په خوست ولايت کې په خصوصي توګه د امبولانس يو مجهز او پياوړي سيستم جوړيدل (انځور زرولي خشنود)

انساني ارزښتونو  ته په پاملرنې مو امبولانس مرکز پرانېستو

په ټولنه کې روغتيايي خدمات عرصه کول، له ناورين ځپلو، جګړېز ډګر قربانيانو او په عامه توګه له ولس سره د هغوي دکورنيو غړو ژوبلو کسانو او مړو جسدونو ليږد او درناوي  برخه کې په خوست ولايت کې   د خصوصي خدماتو رسونې يوې ادارې پرانېستل د با احساسه ځوانانو  يوه بله پرځای انساني هڅه ده .

دا کار شايد د ډېرو په نظر کمه رنګه ښکاره شي خو ولې په اصل کې دا هڅه ټولنې ته د يوې اوږدې همدردۍ هغه لاس اوږدول دي  چې له مخې انساني ژوند کې د بديو ترڅنګ دښګڼو يو نوۍ فصل پرانېستل کېږي  .

په خوست ولايت کې په خصوصي توګه د  امبولانس يو  مجهز او پياوړي سيستم جوړيدل د همدغو مثبو هڅو يوه اغېزناکه برخه ده.

د ظاهر امبولانس بېړنی مرکز چې، اوس مهال د خوست ښار شمال لويديځه څنډه د منګلو  اډې  سره نېږدې د متون ګلزار اکا عمومي سړک پر سره پرانېستل شوی د ټپيانو روغتونونو ته د ژر رسونې لپاره درې مجهز امبولانسونه چې پکې لومړني طبي روغتيايي سامان الات هم ځای پرځای شوي تازه پرانېستل شوی دی کوم چې  مړو عسل يا منيځنې لپاره ځانګړي خونې( عسل خانې) په امبولانسو کې لوړ طبي سامان الات او روزل شوی پرسونل لري .

احساس پېداکيدل

د دغه سرويس مسؤل نظرظاهر افغانستان ټوډې سره د خپلو خبرو  پر مهال  وويل : يو  وخت مو د خپلې کورنۍ يو ټپي کس روغتون نه پاکستان هېواد ته  د درملنې په هدف وړلو  يو امبولانس ته  مو ضرورت  پيداکړ چې، په دې برخه کې له يو لړ ستونزو تېريدو راته دا احساس پېداشو ترڅو  په خپل شخصي لګښت د ټولنې انساني ارزښتونو افادې او درناوی لپاره امبولانس اداره جوړه کړو..

هغه وايي : ((زه د خپل ناروغ له اخ او فرياده تر تورخم بندره  پورې زيات وکړيدم ځکه ناروغ چې مو  تر  سرحده په امبولانس کې وړی په يو سراچه موټر کې مو  يادې سيمې ته ولېږدوه  چې، د خراب حالت څخه ربړيدو نو همدا لامل شو   چې موږ  په خوست ولايت کې په خصوصي برخه کې د ظاهر شخصي امبولانس مرکز پرانېستلو ته ملا وتړله.))

هغه وايي دا کار يې دپېسو موندنې لپاره نه دي ترسره کړی بلکې مينه يې لرله چې د خصوصي خدماتو په وړاندې کولو سره د انساني ژوند پر ځای درناوی وشي نارغانو ته  پر معيار برابر روغتيايي سهولتونه چمتو شي.

دا  مرکز چې   اوس مهال درې عرادې پر نړيوال ستنډرډ برابر امبولانسونه  او مړو  اجسادو مينځلو علس خانې  لري مسؤلين يې  وايي ژربه دخوست نېږدې ١٢ ولسواليو ته هم ورته امبولانس موټر ې په دې هدف  را ونيسي  چې له مخې يې د خوست ټول ناروغان پر وخت سره روغتيايي مراکزو ته د درملنې په هدف ورسول شي . 

نظترجان زياتوي(( موږ د خوست ١٢ ولسواليو لپاره په ورته بڼه د امبولانسونو په رانيولو بوخت يو موږ غواړو په دې کار سره يوازې په مرکز کې نه بلکې په خوست ټولو ولسواليو کې روغتيايي خدماتو ته د ژر رسونې لاره  اسانه کړو.))

هغه وايي: موږ دغه کار  لا بهبود لپاره له ولسي مشرانو( دکليو ملاامامانو،قومي مشرانو، شوراګانو استازو او دوکاندرانو سره خپلې ټيليفونې اړيکې شريکې کړي هغوي مو يو ځلې سرويس ته راغوښتي  ترڅو ټولو بيړنو غوښتونو ته پروخت ځواب ويلو لپاره ورسره اړيکې ونيول شي .  

په افغانستان کې عام خلک  په دولتي کچه نه يوازې د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو په تنګ راغلي بلکې  نور عامه خدمات يې په نشته حساب بولي خوستي قومونه  دا هڅه د عامه خدماتو په برخه کې يوه نوي لاسته راوړنه بولي او زياتوي چې  دا کار به يې عامه پوهاوي په برخه کې کلتوري دودويز چاپيريال کې  د انساني رازښتونو برخه بډايه کړي .

د دغه ولايت يو تن ٤٠ کلن سپين ږيری اجمل حقبين  افغانستان ټوډې سره د روغتيايي خدمتونو په برخه کې دا ډول يوه هملاسي هڅه د هغو  مهمو روغتيايي سهولتونو يوه پر ټولنه لوی اغيز لرونکي څه بولي چې، وړاندې ورته د شته امکاناتو په شتون هم سمه پاملرنه نده شوی .

نوموړي وايي (( ډېر وخت يې پر خپلوګنهګارو سترګو لېدلي چې د جګړې له ډګره د مړو جسدونه په زياتې بې حرمتۍ لکه هځلې  په يو موټر کې تر روغتونه اوله هغې ځايه ترکورونو رسول شوي دي په دې برخه کې داسې نه وه چې  امکاناتوکبمود مو  درلود خو ولې د عامه خدماتو وړاندې کولو په څانګه کې له خوست ځايي روغتيايي ادارې سره يولړ ستونزې موجودې وې . .))

نوموړی وايي : په خوست کې دولتي ١٥٠ بستريز روغتون په هر لخاظ ګڼ دګاونډيو هېوادونو لخوا ګرځنده امبولانسونه لري خو ولې په اداره کې د کم ظرفيت په شتون له دغو امبولانسونو  ترننه کومه ګټه نده اخېستل شوي بلکې يوشمېر امبولانسونه چې د ښو او مجهزو لابراتورونو او امکاناتو ډک دي ماشين الات يې تر نننه پورې بې ګټې پاتې شوي او يو شمير يې له کاره لويدلي دي هم دي.

خوست عامې روغتيا رياست مسؤلين د موثرو روغتيايي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې  خپله نغاړي مني خو ولې زياتوي چې اوس مهال يې د نړيوالې روغتيايي ادارې (H N I)  په مرسته او کومک هرې برخې پياوړتيا ته مټې رابډوهلي دي .

دعامې روغتيا سرپرست حيمدي زياتوي : (( موږ  دا وخت د پرسونل په روزنه بوخت يو کله چې مو دا مشکلات حل کړل ورته به مجهز امبولانسونه چې په لوړه کچه لومړني طبي وسائل هم لري وسپارو او په دې کار سره به ټولو هغو پوښتنو ته مثبت ځواب پيداکړو چې نن په ذکر شوي برخه کې موجودې دي .))

هغه زياتوي خوست عامې روغتيا رياست د کوچينو او وزيرستان کډوالو لپاره مجهز امبولانسونه ، ګرځنده کلينکونه او نور هم لرو کله چې تاسې په بېلابېلو برخو کې په عملي بڼه ليدنه وکړي وبه وينئ چې موږ په کوم ډول په کومو برخو کې خدمات ټولنې ته وړاندې کوو.

ټولنيز ارزښتونه

افغان دوديزه او سنتي ټولنه کې له ژوبلو او مړو اجسادو سره ناوړه چلند نه منونکی عمل ګڼل کېږي چې له همدې امله د هغو بهرنيو عکسرو  کړنې پر سختو ټکو سره وغندل شوې چې په هملند کې له وسله والو طالبانو مړو  اجسادو سره يې ترسره کړی وو.

همدغو ټکو ته په پام اوس ظاهر امبولانس مرکز مسؤلين ژمنه کوي چې خدمات به يې با ارزښته او کم لګښته وي او که يې ياد مرکز ارزښتمن تمام شو پلان لري چې خدمات به يې  په ټول هېواد کې د سميه ييزو حکومتي ادارو په مرسته بر ابرشي.

يو ځل بيا ظاهر: (( نن په نړۍ کې ټول خدمات له همدې امله خصوصي شوي چې پکې انساني فکر له ارزښتونو سرچينه اخېستي ده او موږ هم دخپل يو روزل شوي مسلکي ټيم په مرسته ديته بشپړ چمتوالی لرو چې دغه امبولانس خدمات افغانستان شموله ( په ټولو ولايتونو ) کې فعال وساتو او هغو ننګونو مخه ډب کړو چې ولسي ذهنيت ته يې وحشتناک رول  را ميدان ته کړی دی .))

په خوست ولايت کې يوتن روغتيايي مسؤل سيدروف کريمي هم دا ډول فعاليتونه د بدلون لسيزې له ځوانو پاکو احساساتو يوه مثبته اخېستنه بولي او زياتوي داسې بلګې موږ خپله ډېره ليدلي چې زياتره هغه يوشمير ناروغان او ژوبل کسان چې پر وخت يې  روغتيايي مرکزونو ته د رسونې اړتيا درلوده د هغوی  ژوند ژغورل کيدو خو ولې د امبولانس يو منظم سيستم نه شتوالي له امله هغوي په لارو کې خپل روحونه حق ته سپارلي  او ځوانان مو ضايع شوي دي.

نوموړي زياتوي: (( نن نړۍ د پرون په څېر نده بلکې نن په ژوند کې ارزښتونو ځای نيولی ولس دا غوښتني لري چې اړتياوو ته پاملرنه ډېره شي زما په باور که مجهز امبولانس سيستم شتون ولري  د روغتيا په برخو کې له ډېرو کرغېړنو پېښو به ژر خوندي شو.))

٢٣کلن قرار تڼی  د امبولانس ياد شوی سيستم  هم ستاينه کوي او دا لومړنۍ کار بولي   چې ټولنې ورته ضرورت درلود او اوس يې مهم روغتيايي سهولتونه رامينځته کړل .

هغه وايي  (٨ کاله وړاندې مې پخپلو سترګو وليدل چې دتڼيو دره ګي په سيمه کې دوو کورنيو ترمينځ  وسله واله شخړه رامينځته شوه چې په پايله کې يو تن عادي زخم واخېست خو دا چې هغه مهال خوست کې  امبولانس ژر موندنې ستونزه موجوده وه ياد تن  روغتون ته د انتقال پرمهال روغتون تر رسيدو مخکې دزياتې وينې ضايع کيدو  له امله خپله ساه له لاسه ورکړه .))

دټولنې وېره

که څه هم چې خلک له دغې پروګرامه خپله ننګه ښکاره کوي خو ولې په څنګ  ورسره دا وېره  هم لري چې يو وخت به دغو خدماتو  ته لاس رسئ د زيات لګښتونو له امله ستونزمن شي .

٤٥کلن  سيد انور د خوست ولايت اسماعيل خېلومندوزيو ولسوالۍ اوسيدونکی خوست امبولانس سيستم په هکله خپله وېره داسي ښکاره کوي .(( موږ هرځلې ډېرو کارونو ته له اوله زيات خوشبينه ښکارو مګر دوخت په تېريدو سره وينو چې يادو خدماتو وړاندې کولو توان يوازې شتمنو کورنيو سره وي او عام ولس د زيات لګښت له امله دا ډول خدماتو وړاندې کولو ته لاس رسی ګران تماميږي .))

هغه وايي دلته خصوصي روغتونو ته په کتو مو داسې ناروغان لري چې په بهر کې په کم لګښت سره تداوي شوي مګر دلته د شته کلينکونو لوړ فيس او مصارفو موږ اقتصادي کمزوريو سره مخامخ شوي يو.

پيغام

خو په اصل کې دا په اوږد مهال کې په يو جګړه ځپلي هېواد کې هغه انساني ارزښتونو څخه ډکه يوه اغېزمنه هڅه يا کار ده چې پخپله افغان وګړي يې لوبغاړي ګرځي او نورو ته دا احساس ور زده کوي چې څنګه په ټولنه کې د انساني ژوند او ارزښتونو درناوی وشي  ځکه دلته د جګړې له دوام اوس هر څه بې ارزښته شوي او ډېرۍ نن هم انسانيت ګرانښت ته په واړه سترګه ګوري چې د ځينو په باور انسان مرګ په افغانستان کې له حيوان مرګ هم  کوچنی ښودل کېږي او نړيواله ټولنه هم ورته په واړه سترګه ګوري.