رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

د اداري فساد پر وړاندې مبارزه
افشاګر د دولتي ادارو د فساد ښکاره کوونکی

د افشاګر ټلیفوني کرښې په مرسته اوس افغانان بېله دې چې پېژند یې ښکاره شي کولی شی چې د اداري فساد له ټولو برخو او رشوتونو څخه پرده پورته کړي. هغوی همداشان کولی شي چې د اداري فساد څخه لوړ پوړي چارواکي خبر کړي.
8.10.2015  |  کابل
 (انځور Masood Momin)
(انځور Masood Momin)

په افغانستان کې د اداري فساد سره د مبارزې تر یوې لسیزې ډېر وخت واوښت خو لا هم دا هېواد د فاسدو هیوادونو په سر کې راخي. د ملي یوالي حکومت ولسمشر او اجرایه رییس هم د خپلو کمپاینونو او کار پیل پر مهال خلکو ته ژمنې ورکړې وې چې له اداری فساد سره به کلکه مبارزه کوي. خو د دغه حکومت له رامنځته کېدو چې یو کال واوښت هم په ډېرو ادارو کې فساد شتون لري، له بل پلوه عام وګړي هم چې کله د خپلو کارونو د خلاصولو له پاره دولتي ادارو ده مراجعه کوي له فساد څخه یې شکایت کړي.

په همدې ترتیب اوس مهال د افغانستان د روڼتیا څار ادارې د افشاګر په نامه هغه ټلیفوني کرښه پرانستې چې خلک پرې هر وخت له اداري فساد څخه شکایت ثبتولی شی.

 

د روڼتیا څار دغه مرکز وايي ځکه یې د اداري فساد د افشاګر مرکز رامنځته کړی چې خلک په اسانۍ سره وکولی شي، د فساد د لیدو پر مهال خپل شکایت د حکومت تر لوړپوړو چارواکو ورسوي.

 

دا مرکز د ۲۰۱۵ کال په جون میاشت کې په کابل کې پرانستل شو چې هره ورځ د تلیفون له لارې تر دېرشو ډېر د اداري فساد شکایتونو د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه پکې ثبتیږي.

 

د روڼتیا څار مرکز مشر محمد آصف علی خېلي له افغانستان ټوډې سره په خبرو کې وویل: « سره له دې چې تر اوسه د د افشاګر له پاره ډېر تبلیغات هم نه دي شوي خو بیا هم تر دې مهال له اوه زره دېر شکایتون د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راسره ثبت شوي‌ دي.» هغه وايي په دې شکایتونو کې ډېر د پولیسو او عدلي او قضايي ارګانونو د فساد پر وړاندې ثبت شوي ‌دي.

 

علي خېلي وايي د دغو شکایتونو ډېره برخه له هرات، بلخ، کندهار، او کابل ولایتونو څخه ثبت شوې چې د شکایت کوونکي د نوم نه ښودلو په صورت کې تر ۷۵۰ ډېر شکایتونه د افشاګر پر وېبپاڼه هم خپاره شوي دي.

 

اصف علی خېلي دا مهال ۳۵ کاله عمر لري، زده کړې یې یوازې تر دولسم ټولګي رسولې خو د روڼتیا څار په مرکز کې له تېر یوه کال راهیسې کار کوي، او هره ورځ په یوه کوچني دفتر کې له خپل کمپیوټر او ثبتېدونکې آلې سره د خلکو شکایتونه ثبتوي. هغه وايي ددې شکایتونو یوه جدي برخه د څېړنې په موخه د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارو ته استوي.

 

د افشاګر له ټلیفوني مرکز سره  د حرکت ادارې له خوا مالي ملاتړ کیږي. د افشاګر سافټوېر د ۲۲ زره او پنځه سوه ډالرو په لګښت د پارسا ټکنالوژیکي شرکت له خوا د دوو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی. 

 

د افشاګر په مرکز کې اوس مهال یوازې ۱۸ ډوله شکایتونه د تلیفون له لارې ثبتیزي. د روڼیتا څار اداره وايي اوس مهال یوازې د ټلیفون له لارې شکایتونه ثبتوي خو زیاتوي چې د یادې برخې د پراختیا له پاره یې هڅې پیل کړې تر څو په لیکلي او ثبت شوي بڼه هم شکایتونه په آنلاین توګه ثبت کړي.

 

د همغږۍ نشتون

 

د اداري فساد پر وړاندې د عالي ادارې د اړیکو مشر عبدالقادر فرخ سیر چې د اداري فساد پر وړاندې د شکایتونونو راغونډولو دنده په غاړه لري وايي چې تر اوسه د روڼتیا څار ادارې له خوا د شوي ابتکار په اړوند څه نه ده ورته ویل شوي. هغه وايي تر اوسه په دې هم نه پوهېږي چې د روڼتیا څار اداره په څه ډول شکایتونه ثبتوي.

 

عبدالقادر داسې اټکلوي چې د افشاګر مرکز به خپله هم په ځینو مواردو کې فساد ته زمینه برابروی او د هغو کړونو ته د شک په سترګه ګوري. دی د افشاګر له پاره مثبت نظر نه لري.

 

فرخ سیر د حکومت د پراخو هلو ځلو له پاره د اداري فساد په برخه کې ستاینه کوي او وايي‌ چې د کابل بانک، ملي تدارکاتو او نورو برخو کې شوي اقدامات تر اوسه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لوی ګامونه دي. خو زیاتوي چې د یوه څارونکي مېکانېزم نشتون به د فساد د پراخوالي لامل شي.

 

د هغه په باور د اوسني حکومت په راتګ سره تر پخوا د فساد کچه ټېټه شوې او لا هم د اداري فساد د مخنوي له‌پاره اسانتیاوې تر سترګو کیږي. 

 

خلاف کړنې

 

ورته مهال د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ګډ څار او ارزونې کمېټې د کار پایلې ښيي چې د هغوی پنځوس سلنه سپارښتنې حکومت پلې کړې دي. خو په بهرنیو چارو وزارت کې د ګومارنو له بېنظمیو خبر ورکوي.

 

دغې کمېټې په خپل اتم خپاره شوي شپږ میاشتني رپوټ کې ویلي چې په بهرنیو چارو وزارت او عدلي‌او قضايي ارګانونو کې د اداري فساد پر وړاندې هېڅ ډول مبارزه نشته.

 

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ګډ څار او ارزونې کمېټې مشر یما ترابي له افغانستان ټوډې سره په یوه ځانګړې  مرکه کې وویل چې د ملي یوالي په حکومت کې د اداري فساد پر وړاندې څه ناڅه مبارزه شته. هغه  زیاته کړه چې د ناوړه کړنو پر وړاندې مبارزه به د حکومت ستنې لا ټینګې کړي.

 

دغه کمېټه وایي‌ له ادراي فساد سره د مبارزې په برخه کې د خلکو له‌پاره غوره پیغام رامنځته شوی او زیاتو‌ي چې اداره هم تر ډېره ځواب ویونکې شوې ده. ترابي ټینګار کوي چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ټولو قضیو ته لویه څارنوالي په یوازېتوب سره رسېدنه نه شي کولی.

 

هغه له حکومت غوښتنه وکړه چې د خپل کار پر دویم کال دې له اداري فساد سره د مبارې له پاره یوه واحده سټراټیژي تدوین کړي.

 

د تېرې ادراې مفسد عانصر

 

د ملي یوالي حکومت مشران په لمړي‌ کال کې تر ډېره د کابینې پر جوړېدو بوخت و او وخت یې پیدا نه کړ چې له اداري فساد سره کلکه مبارزه وکړي. کارپوهان وايي د تېر حکومت ځینې فاسد عناصر اوس هم هڅه کوي چې په شته حکومت کې فساد ته زمینه برابره کړي.

 

د سیاسي چارو کارپوه اصف بکتاش له افغانستان ټوډې سره په خبرو کې وویل چې د تېر حکومت ځینې فاسدان د خپل ځان د بقا له پاره اوس هم د فساد د پراخوالي هڅې کوي. 

هغه زیاته کړه چې له اوسني حکومت سره تر دېره د اداري فساد د مخنیوي هېلې پیدا شوې خو د حکومت له مشرانو څخه یې غوښتنه وکړه چې فاسد کسان دې له ادارې څخه وباسي ترڅو د خلکو باور نور هم پرې زیات شي.