رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

جګړه
پر بدخشان د کندز د نیولو تاثرات

پر کندوز د وسله والو طالبانو له خوا برید نه یوازې ددې ښار له پاره ګڼې ستونزې جوړې کړې بلکي د بدخشان له پاره یې هم په اقتصادي او نورو برخو کې د لارې د بندېدو له کبله ستونزې جوړې کړې
9.10.2015  |  بدخشان فیض اباد
بدخشان ته له کندز ښار او د دبدخشان د ځینو ولسوالیوڅخه هم ګڼ شمېر کډوال راروان دي (انځور فریدون)
بدخشان ته له کندز ښار او د دبدخشان د ځینو ولسوالیوڅخه هم ګڼ شمېر کډوال راروان دي (انځور فریدون)

کندز چې د تخار او بدخشان په لار کې پروت ولایت دی د وسله والو طالبانو لاس له لوېدو سره سم یې بدخشان ته هم ستونزې جوړې کړې دي ځکه له همدې لارې خوارکي‌او نور توکي بدخشان ته رسول کیږي. د کندوز د لارې په بندېدو سره په بدخشان ولایت کې د لمړنیو او خوراکي توکو بیې په هم ډېرې لوړې شوې دي.

بدخشان هغه ولایت دی چې ټول توکي ورته له نورو ولایتونو څخه راوړل کیږي، او د دې ولایت پر مرکز فیض اباد که هم یوه ورځ توکي بند شي په بیو کې لوړوالی راځي. اوس د کندوز پر جګړې تر لسو ډېرې ورځې وتلې چې باروړونکي او نور موټر لا هم بند پاته دي.

د بدخشان ولایت یو تن مدني فعال نعمت الله قانع د بیو د لوړوالي په اړه وايي:« یو د تلیفون کارت چې څو ورځې وړاندې په پنځوس افغانۍ و اوس آن تر دوه سوه افغانیو رسېدلی.او په ځینو هټیو کې خو آن پیدا کیږي هم نه

ورته مهال هټیوال هم وايي‌ چې هغوی ته توکي پر وخت نه رارسیږي او له یو او بل څخه یې چې په ښار کې اخلي بیې یې لوړې شوې دي.

حیدر محمد یو تن هټیوال وايي د لارو بندښت د توکو د بیو په لوړولو خورا دېر اغېزکړی او زیاتوي چې د خینو لمړینو توکو لکه غوړیو، اوړو،‌ او نورو خوراکي توکو بیه پنځوس سلنه لوړه شوې ده. هغه وايي ددې تر څنګ ځینې توکي بېخي پیدا کیږي هم نه او د تېلو بیه دوه برابره لوړه ښيي.

د فیض اباد په ښار کې ټکسی چلوونکي هم له خپل کاره نا خوښ دي او وايي‌چې له یوې خوا تېل ګران شوي‌او له بلې خوا نور توکي چې هغوی یې د موټر په چلولو پورې حیران کړي دي 

هغه وايي:« پر هغه مسیر چې زه کار کوم پخوا یې کرایه شل افغانۍ وه خو اوس دېرشو افغانیو ته لوړه شوې ده، په تېرو څو ورځو کې د تېلو بیه له ۴۲ افغانیو څخه آن تر اویا افغانیو پورې لوړه شوې ده، په ځینو پمپونو کې خو تېل آن پیدا کیږي هم نه، دا ټولې ستونزې په کندوز کې د جګړې او د لارو د بندېدو له کبله راپورته شوې دي،» 

که له یوې خوا د توکو بیه لوړه شوې خو له بلې خوا د خلکو معاشونه هم په هماغه ټیټه اندازه دي چې د هغوی ژوند یې له اقتصادي  کړکېچ سره مخ کړي.

اوه ویشت کلن محمد عثمان د بیو له لوړوالي څخه په شکایت کولو سره  وايي چې له میاشتې پنځه زره افغانۍ معاش لري چې د کور لګښتونه هم نه شي پرې پوره کولی. هغه له حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوي چې  بازار دې کنټرول کړي تر څو یو شمېر هټیوال له دې زمینې څخه په ګټې اخستلو سره د توکو بیې نورې هم لوړې نه کړي.

د بدخشان نا امنۍ او پاڅونونه.

د وسله والو طالبانو لاسته د کندزو ښار او د بدخشان د وردوج او بهارک ولسوالیو لوېدلو د بدخشان د اکثره خلکو له پاره ذهني کشمکشونه جوړ کړي. د حالاتو د کړکېچن کېدو له کبله ځینې خلک له ولسوالیو څخه فیض اباد او نورو امن ولایتونو ته روان دي. 

د بدخشان د مخکنۍ ولایتي شورا غړي زبیح الله عتیق افغانستان ټوډې ته وویل:« د شنبې په ورځ د بهارک د ولسوالۍ په سقوط سره د خلکو روحیې هم کمزورې شوې، خو د پخوانیو مجاهدینو د وسلو په اخستلو او د وسله والو طالبانو پر وړاندې جګېدو د هغوی روحیه بېرته غښتلې کړې

عتیق وايي ځکه یې وسله اخستې چې له خپلې خاورې او ناموس څخه دفاع وکړي: « ما ځکه وسله واخسته چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې وجنګېږم او له خپلې خاورې او نامسو څخه دفاع وکړم. موږ له خپلو ښځو د دفاع په موخه جګړه کوو

ورته مهال د بدخشان د علماؤ شورا مشر حاجي سعدالله هم پر خلکو غږ کړی چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې ودریږي او اجازه ور نه کړي چې بدخشان هم د کندوز له برخلیک سره مخ کړي.

هغه د یوې غونډې پر مهال وویل:« موږ دلته را غونډ شوي یو تر څو وسله واخلو او د طالبانو پر وړاندې وجنګیږو، که مجاهدینو او پخوانیو قوماندانانو د وسله والو طالبانو پر وړاندې وسله نه وی راخستې اوس به بدخشان هم د کندوز له برخلیک سره مخ و

د بدخشان خلکو د جګړې له وېرې په لاریونونو لاس پورې کړی. یو تن لاریون کوونکی جاهد الله چې په قضايي څانګه کې کار کويي وايي: « موږ ځکه لاریون کوو چې د کندوز پېښه په بدخشان کې تکرار نه شي، باید وړاندې له وړاندې ورته چمتوالی ونیول شي

ورته مهال د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال طلب الدین غیاثي هم وسله وال پاڅونونه غوره بولي او وايي‌ چې همدا د سیمې مخور او پخواني جهادي قوماندانان د بدخشان له جغرافیې سره اشنا دي او کولی شي چې په اسانۍ سره د وسله والو طالبانو مخنوی وکړي.

د نویو وسلو وېش

که څه هم د سیمې خلک او پخواني قوماندانان پر وسلو سمبالول ترخې خاطرې رایادوي خو د بدخشان ولایت ویاند نوید فروتن وايي حکومت پلان لري چې پر پخوانیو جهادیانو زر میله وسله ووېشي چې له خپلې خاورې دفاع پرې وکړي.

ددې نویو وسله والو کېدونکو مسؤلیت د بدخشان د امنیتي سکټور ځکه په غاړه اخستی چې پخوانیو جهادي قوماندانانو ضمانت کړی. د والي ویاند وايي تازه پر وسلو سمبالو شویو کسانو ته به د خپلې خاورې د دفاع په خاطر دولت له میاشتې ۱۲ زره افغانۍ معاش هم وټاکي.

فورتن وايي د سیمې همدې مخورو له امنیتي ځواکونو سره د وسله والو طالبانو په شا تمبولو کې مرسته کړې، او زیاتوي چې له بهارک ولسوالۍ څخه یې وسله وال طالبان ایستلي او لا به هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

د کډوالو ډېرښت

بل پلو بدخشان ته له کندز ښار او د دبدخشان د ځینو ولسوالیوڅخه هم ګڼ شمېر کډوال راروان دي چې په سختو حالاتو کې ژوند کوي.

کلدسته هغه ۲۸ کلنه پېغله ده چې له تېرو دریو کالو راهیسې یې په کندوز ښار کې ژوند کولو خو له جګړو سره جوخته هغه د اپنډیکس په نارغۍ اخسته شوې وه. ګلدستې د اپنډیکس عملیا درې ورځې وړاندې د کندزو په مرکزي روغتون کې کړی دی. خو د جګړو او ناخوالو له کبله ونه توانېده چې نوره هلته پاته شي. دا له خپلو څو نورو ګاونډیانو او یوه ورور سره د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ته راغلې خو د عملیاتو ټپ یې لا هم پر تازه پاته دی. هغه له یو عالم دردونو سره نه ده توانېدلې چې کوم روغتون ته لاړه شي.

له کندزو ولایت څخه یوازې ګلدسته نه ده چې فیض اباد ته یې ځان رسولی، بلکي  ډېرې نورې کورنۍ هم یوازې د تن په جامو کې له کندوزه راوتلې او تر فیض اباد پورې یې ځان رسولی. بدخشان ته کډوالي شوي کسان یا له خپلو دوستانو کره اوسي او یایې هم دولتي موسسو ته پنا وړې. 

په فیض اباد ښار کې د دغو کډوالو پر وړاندې لویې ننګونې د اوسېدو د ځای،‌ ډوډۍ،‌ اوبو او روغتیايي اسانتیاوو نشتون په ګوته کيږي.

دغه تازه دمي کډوال د بدخشان پر والي او نورو چارواکو  کلکه نیوکه کوي او وايي چې هغوی ته یې د امکاناتو په برابرولو کې هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

کډوال له ناچارۍ په بدخشان کې ډېر سخت ژوند تېروي، په دې وروستیو کې شا او خوا ۲۳ کورنۍ چې نږدې سل کسان کیږي د بدخشان په یوه خوندي کور کې د ژوند شپې تېروي. یاد کور درې خونې لري او په یوه غېر دولتي موسسه پورې اړوند دی.

د کډوالو له ډلې څخه جلیل رسولي پر ولایت او کډوالو چارو ریاست نیوکه کوي او وايي‌:« ۹۵ کسان چې په ۲۳ کورنیو پورې اړند یو د چهار شنبې په شپه شا اوخوا اته بجې د جګړو له وېرې بدخشان ته راورسېدو، موږ هماغه مهال د بدخشان له والي مرسته وغوښته خو هغه هېڅ مرسته راسره ونه کړه، نو هغه و چې په پارلمان کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیې کوفي مالومات تر لاسه کړي و چې له موږ سره والي مرسته نه ده کړې هغې سمدلاسه په خپل دفتر ( د ټولنیز خوندیتوب ادارې) په ودانۍ کې ځای راکړ

رسولي زیاتوي چې په دغه ودانۍ کې یې درې ورځې وتلې خو حکومت ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې. 

بل پلو د کډوالو چارو ریاست هم د ښې رهبرې د نه درلودلو له کبله نه دی توانېدلی چې بدخشان ته د راغلیو کډوالو کره شمېر څرګند کړي. په کندوز ښار او د بدخشان په ځینو ولسوالیو د جګړو له کبله ډېر شمېر ګډوال فیض اباد ته راغلي‌او تر شنه اسمان لاندې په جوماتونو او نورو ځاینو کې ژوند کوي.

د بدخشان د کډوالو چارو ریيس وايي تر دې مهاله یوازې پنځه سوه کسان فیض اباد ته راکډه وشوي چې له دلې څخه یې یوازې ۷۴ کورنۍ سروې کړې دي.

هغه وايي نورې کورنۍ هم سروې کوي خو د بودیجې په اړه داسې څرګندوني کوې:« موږ کومه ځانګړې بودیجه نه لرو او د کډوالو چارو وزارت لارښوونې ته په تمه یو

رییس وايي په نږدې راتلونکې کې به له مرکز څخه د کډوالو د کره شمېر او څرګنوالي د مالومولو په موخه یو پلاوی بدخشان ته راشي او تر څېړنې وروسته به له هغوی سره مرستې وکړي.

ورته مهال مدني ټولنې هم ځايي حکومت په ناغېړیو تورنوي او وايي چې له یوې خوا ځايي ادارې له کډوالو سره مرسته نه ده کړې او له بلې خوا د وردوج ولسوالۍ له لاسه ورکولو او په بهارک ولسوالۍ د کې د جګړې په دوام کې هم ځايي اداره ګرمه بولي. 

د ولایتي شورا مرستیال طلب الدین غیاثي د کډوالو ستونزې تاييدوي او وايي:« د بېځایه شویو کسانو استازي ولایتي شورا ته راغلي و او ویل یې چې مرسته نه ده ورسره شوې. موږ هم د یادو کسانو ستونزه تاييدوو چې له هغوسره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې