رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

جګړه
رواني فشار افغان ځواکونه کمزوري کړي

ټولنیزې رسنۍ، ویب پاڼې، انلاین راډیو، د جګړې ویډیو ګانې، غږیزې ترانې، انځورونه او رسامۍ هغه لارې دي، چې طالبان یې د تبلیغاتو لپاره په واک کې لري
10.10.2015  |  افغانستان ١٨ تله ٩٤
 له رواني پلوه په جګړه کې تبلیغات خورا مهم رول لري او نیمايي بریا تبغلیات دي (انځور فریدون )
له رواني پلوه په جګړه کې تبلیغات خورا مهم رول لري او نیمايي بریا تبغلیات دي (انځور فریدون )

 

 

په داسې حال کې چې ورځ تر بلې په نړۍ کې تبلیغاتي جګړه په چټکېدو ده، د افغان حکومت وسله وال مخالفین هم له همدې لارې په ګټه اخیستنې امنیتي ځواکونه تر رواني فشار لاندې راولي او په یو شمېر مورادو کې یې د همدې فشار له امله ترې سیمې هم نیولې دي.

حکومتي چارواکي هم مني، چې طالبان په تبلیغاتي جګړه کې پیاوړي او په یو شمېر مواردو کې په ناسمو معلوماتو او خبرو امنیتي ځواکونه تر فشار لاندې راوستي دي.

دغه اعتراف د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړ او د هېواد کندز ولایت یې د بېلګې په توګه وړاندې کړ چې طالبانو په خلکو کې پراخ تبلیغات کړي وو او امنیتي ځواکونه یې تر رواني فشار لاندې راوستی وو.

خو د امنیتي ځواکونو د رواني فشار عملي بېلګه د وردګو په جلریز ولسوالۍ کې تر نورو زیاته محسوسه شوه.

د وردګو  د جلریز اړوند د کابل-بامیانو په لویه لاره د 2015-07-06  ڼېټه طالبانو د سیمه اییزو پولیسو پر یو پوسته برید وکړ؛ خو سیمه اییزو پولیس پرته له دې چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي پوسته یې پرېښوده.

برید پر یو پوسته شوی وو؛ خو سلو تنو پولیسو همدې سیمې ته څيرمه لس پوستې پرېښودې او د ولسوالۍ مرکز خواجه محمد ولي سیمې ته وتښتېدل.

د وردګو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک وايي، سیمه اییز پولیس تر رواني فشار لاندې وو او مرال یې کمزروی شوی وو، چې طالبانو له همدې فرصته ګټه واخیسته او بیا یې تر شلو زیات سیمه اییز پولیس په یو ځل ووژل.

هوتک افغانستان ټوډې ته وویل، که د سیمه اییزو پولیسو پر وړاندې تبلیغات نه وای شوي، هغوی تر رواني فشار نه وای لاندې، نو نه به کوم پولیس وژل شوی وای او نه به  هم پوستې طالبانو نیولې وای.

نوموړي زیاتوي: (( طالبان په خلکو کې تبلیغات کوي، په درواغو د پرمختللو وسلو د کارونې آوازې خپروې، د تازه نفسو جنګیالیو د را رسیدو آوازه خپروي، د زیاتو امنیتي ځواکونو د وژنې کېسې کوي، د سیمو د نیولو په اړه ناسم معلومات خلکو ته ورکوي او کله چې امنیتي ځواکونه دغه معلومات اوري نو تر رواني فشار لاندې راځي.))

خو د جلریز تر خونړۍ جګړې ورسته ویل کیدل چې امنیتي ځواکونو ته پر وخت مرسته نده رسیدلي نو ځکه یې پوستې پرايښې.

د وردګو والي حیات الله حیات وايي، چې دوی په جلریز کې د 2015-07-06   نیټې جګړې ته ډیر ژر اضافي ځواکونه ور و استول؛ خو سیمه اییزو پولیسو له جګړې پرته سیمې پرې ایښې وې.

د تبلیغاتو لپاره د افرادو ګومارنه:

ددې لپاره چې د جګړې ښکیلې خواوې ځانونه بریالي کړي، د مقابل لوري تر رواني فشار لاندې راوستو لپاره معلومات خپروي او ددې کار لپاره یې لسګونه آن سلګونه کسان ګومارلي دي.

افغان حکومت د رسنیو، ټولنیزو پاڼو، بنرونو، بروشورنو، اعلانونو او نورو لارو خپل مخالفین تر فشار لاندې راولي او کمزوري کوي یې؛ خو طالبان هم ورته عمل ترسره کوي.

طالبان وايي، ددې لپاره چې امنیتي ځواکونه تر رواني فشار لاندې راولي او د جګړې په لیکو کې یې مات کړی هغوی له ټولنیزو شبکو نیولې بیا د خلکو تر منځ او رسنیو له لارې خپلې لاسته راوړنې خلکو ته بیانوي او ددې کار لپاره ځانګړي افراد هم لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ټوډې ته وویل: (( تبلیغات اوس د جګړې مهم اصل دی، زموږ سلګونه کسان پر ټولنیزو شبکو لکه فیسبوک یا ټویټر کې حسابونه لري، نو موږ خپلې ټولې کړنې هلته بیانوو او دغه کار ښه اغیز کړی.))

دی وايي، چې افغان حکومت هم د دوی پر وړاندې تبلیغات کوي او غواړي طالبان تر رواني فشار لاندې راولي او له دې لارې یې کمزوري کړي.

هغه وايي، کله چې افغانستان ته امریکایان نوي راغلل، نو د سیمه اییزو راډیوګانو، بروشورنو او نورو لارو یې د طالبانو پر ضد پراخ تبلیغات کول او ان له الوتکو به یې پر خلکو کاغدونه شیندل؛ خو اوس دولتي لوری کمزوری شوی.

 

په جګړه کې د رواني فشار لارې:

د کابل په ګاونډ وردګو اوسیدونکي چې په یو شمېر سیمو کې یې طالبان حاکم دي وايي، په سیمه کې یې ډیرې رسنۍ یا پراخ انټرنیټي خدمتونه نشته چې خلک له حقیقتونو خبر کړي.

د وردګو د جغتو ولسوالۍ یو اوسیدونکی سیدالله وايي: (( زموږ په سیمه کې نه ټلویزیون شته، نه برق شته او نه هم انټرنیټ چې هر څه د کلي په جومات کې طالبانو وویل هماغه ریښتیا دي او د جومات همدا وینا دولتي ځواکونو ته هم رسیږي.))

دی وايي طالبان ډيری وخت وايي، چې نوې پياوړې وسلې ورته راغلې، لسګونه نوي کسان ورسره یو ځای شوي، د دولت پلان یې تر لاسه کړی، د ولسوالیو یا پوستو نقشې ورسره دي نو کله چې امنیتي ځواکونه دغه خبرې اوري هغوي ورخطا کیږي.

طالبانو ددې لپاره چې د افغان حکومت امنیتي ځواکونه د ځان لور ته جذب کړي یوه ۲۴ ساعته فعاله ټلفون شمېره او برېښنا لیک د خپل ویب سایټ له لارې اعلان کړي، چې دغه کار هم له رواني پلوه پر دولتي ځواکونو اغیز کوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي طالبان له حقیقت نه خورا لرې تبلیغات کوي او له همدې امله په کمو مواردو کې د دوی پر ځواکونو اغیز کوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش افغانستان ټوډې ته وویل: (( موږ د طالبانو پر وړاندې تبلیغات نه کوو، بلکې یوازې حقیقتونه، د رسنیو، ټولنیزو شبکو او بروشرو یا بنرو له لارې خلکو ته رسوو؛ خو طالبان بیا کاملا درواغ وايي او عامه اذهان خرابوي.))

ټولنیزې رسنۍ،  ویب پاڼې، انلاین راډیو، د جګړې ویډیو ګانې، غږیزې ترانې، انځورونه او رسامۍ هغه لارې دي، چې طالبان یې د تبلیغاتو لپاره په واک کې لري.

په اروا پوهنه کې تبلیغات نیمه بریا ده:

د پوهنتون استاد دوکتور احمد خالد حاتم وايي، له رواني پلوه په جګړه کې تبلیغات خورا مهم رول لري او نیمايي بریا تبغلیات دي.

دی وايي، فکر، ذهنیت او سلوک یا روش مخامخ سره تړلي عناصر دي، کله چې فکر مغشوش شي، پر ذهنیت اغیز کوي، او بیا مخامخ په سلوک او چلند کې تغیر راولي او حتی مسیر یې بدلوي.