رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

رخصتۍ
افغانستان په ټوله اونۍ کې يوازې درې تجارتي ورځې لري

سوداګر غوښتنه کوي چې حکومت دې د هغوي غوښتې او ستونزې په پام کې ونیسي او حللاره دې ورته پیدا کړي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي افغانستان پر وارداتو ولاړ هیواد دی نو اړیتا لري چې له نړیوال…
12.10.2015  |  کابل، ۲۰ تله ۹۴
سره له دې چې سوداګر د پنج شنې د رخصتۍ پر ځای د شنې روخصتۍ ته زړه ښه کوي خو عام وګړي بیا هره رخصتي د هیواد د پرمختګ په زیان بولي (انځور فریدون)
سره له دې چې سوداګر د پنج شنې د رخصتۍ پر ځای د شنې روخصتۍ ته زړه ښه کوي خو عام وګړي بیا هره رخصتي د هیواد د پرمختګ په زیان بولي (انځور فریدون)

 

افغان سوداګر له دې کبله چې د افغانستان او نورې نړې د رخصتیو ورځې توپیر سره لري نه شي کولی چې چارې په ګړندی توګه پر مخ یوسي. په افغانستان کې له یوې خوا د ډېرو مناسباتو له پاره رخصتۍ ورکول کيږي او له بلې خوا په کابل کې د جمعې تر څنګ د پنجشنبې ورځ هم رخصتي ده.

سوداګر غوښتنه کوي چې حکومت دې د هغوي غوښتې او ستونزې په پام کې ونیسي او حللاره دې ورته پیدا کړي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي افغانستان پر وارداتو ولاړ هیواد دی نو اړیتا لري چې له نړیوال مارکېټ سره ځان برابر کړي.

الګوزی وايي دا چې شنبه او یک شنبه په نوره نړۍ کې رخصتي وي پنج شنبه او جمعه افغانستان رخصت کړي نو څلور ورځې د هیواد سوداګري پلج وي:« څلور ورځې په اونۍ کې عملاً د افغانستان تجارت او اقتصاد پلج وي،‌دا څلور ورځې له نړۍ سره اړیکې نه لري یوازې دوشنبه،‌ سه شنبه او چهار شبنه په اونۍ کې فعالې ورځې دي، نو د شنبې رخصتي د پنجشنبې د رخصتۍ په پرتله ښه ده.» 

ورته مهال حکومت پر دې کار کوي چې په قانوني توګه شنبه او جمعه د رخصتۍ ورځې اعلان کړي. پنجشنبه یوازې په کابل کې رخصتي ده خو د شنبې ورځ به په ټول افغانستان کې رخصتي اعلانیږي. 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي له تېرو دوو کالو راهیسې یې وزیرانو شورا ته د شنبې ورځې په رسمي توګه د رخصتېدو طرحه وړاندې کړې چې د اګسټ پر ۱۶مه نېټه د کابینې په پرنسیپ کې تاييد شوې ده.

ددې طرحې په وړاندې افغانان بېلابېل اندونه لري ځینې وايي چې یاده طرحه د کار کوونکو د حقوقو او نړیوال اقتصادي بازار سره د برابرېدو له کبله ښه خو ځینې نور یې بیا د هیواد په زیان بولي. 

ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین او حکومت په پیل کې له خلکو سره ژمنه کړې وه چې بې ځایه رخصتیانې به له منځه وړي او کار ته به پام کوي. خو اوس مهال ددې پرېکړې په اورېدو سره یو شمېر عام خلک خواشینې شوي دي.

که څه هم دا به لمړی ځل وي چې د ټول هیواد په کچه په اونۍ کې دوې ورځې رخصتي اعلانیږي خو په کابل کې څو کاله وړاندې پنجشنبه هم ددې له‌پاه رخصتي اعلان شوې چې ګڼه ګوڼه کمه او هوا پاکه شي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي له تېرو دوو کالو راهیسې په دې هڅه کې و چې له نړیوال اقتصادي بازار سره ځان سم او د شنبې ورځ رخصتي اعلان کړي.

د کار او ټولینیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مهمند وايي هغوی له تېرو دو کالو راهیسې درې ځلې یاده طرحه وزیرانو شورا ته وړاندې کړې وه خو د ولسمشر کرزي په حکومت کې نه وه منل شوې.

ده وویل:« نو اوس دا دریم ځل دی چې موږ یاده طرحه کابینې ته وړاندې کو چې له نېکه مرغه دا ځل زموږ طرحه د کابینې په پرنسیپ کې تایید شوه»

 

د شنبې رخصتي د خلکو په اند

سره له دې چې سوداګر د پنج شنې د رخصتۍ پر ځای د شنې روخصتۍ ته زړه ښه کوي خو عام وګړي بیا هره رخصتي د هیواد د پرمختګ په زیان بولي. 

دوي وايي افغانستان په کم وخت کې ډېر کار ته اړتیا لري او زیاتوي چې د نړۍ ډېرو هیوادونو هم  وروسته له هغه چې له جګړو څخه راوتلي او د پرمختګ پر لور یې ګام اخستی د اونۍ رخصتۍ یا خو یوې ورځې ته راوستلې او یا یې هم په بشپړه توګه له منځه وړې دي.

د افغانستان دېر وګړي هم همدا غوښتنه لري او وايي چې افغانستا د پرمختګ په حال کې دی او باید وګړي یې هېڅ رخصتي ونه کړي تر څو د نړۍ په پرمختللو هیوادونو پسې ځان ورسي. 

عصمت مرادي یو تن کارکوونکي په دې اړه وايي:« که چېرته دا ورځ رخصت شي د دولت کار کوونکي به یوه ورځ مفت معاش اخلي خو کار به وروسته پاته کیږي. په ځای ددې چې په کم مزد ډېر کار وشي خو دلته سرچپه کیږي، زما غوښتنه دا ده چې یاده ورځ[ شنبه] رخصتي نه بلکي رسمي وګڼل شي

خو ورته مهال بیا  زمان د کابل بل اوسېدونکی او د شخصي رسنۍ کار کوونکی وايي چې د کارکوونکو د حقوقو پر ځای کولو له کبله دې شنبه هم په دولتي او شخصي ادارو کې رسمي  رخصتي اعلان شي. 

هغه وايي د انسان مغذ او روان هم تفرح او هوساینې ته اړتیا لري تر څو باکیفیته کار وکړي او پر ډېرو شخصي او ځینو دولتي ادارو یې نیوکه وکړه چې د کارکوونکو حقونه د ډېر کار له کبله تر پښو لاندې کوي 

ده وویل:« که حکومت رښتیا هم غواړي چې اساسي تغیر رامنځته کړي، کارګر او کارمند خوشاله کړي نو باید هغوی ته په اونۍ کې د دوو ورځو قانوني رخصتیو حق ورکړل شي

حکومت ولې شنبه هم خصتي غواړي؟

د کار او ټولنیزو چارو وزار وايي د جمعې د ورځې تر څنګ یې ځکه د شنبې ورځې د رخصتۍ طرحه کابینې ته وړاندې کړې چې څو مشخصې ګټې لري.

مهمند د شنبې رخصتي د څو دلایلو له کبله غوره بولي چې له یوې خوا به ګڼه ګوڼه کمه او د لویو ښارونو هوابه پاکه شي، د بهرنیو موسسو او سفارتونو سره به یې هغه ستونزه له منځه لاړه شي چې یوه ورځ به هغوی او بله ورځ به دوی رخصت و. او دریمه هم دا چې له نړیوال مارکېټ سره به د افغان سوداګرو د وخت تفاوت کم  شي.

مهمند وویل:« دویم دا چې له نړیوال مارکېټ نه به هم ورسته نه پاته کیږو. تاسو وګورئ! د شنبې په ورځ ټول نړیوال مارکېټونه تړل شوي وي. چې موږ به یې هم وتړو، خو که چېرې موږ د پنجشنبې او جمعې ورځ رخصتي اعلانوو نو څلور ورځې فرق مو تر منځ راځي او موږ څلور ورځې له نړیوال مارکېټ څخه وروسته پاته کیږو.» 

سوداګر ورته خوشاله دي

افغانستان دا مهال په اونۍ کې یوه ورځ رخصتي او په پاته شپږو ورځو کې هره ورځ اته ساعته کار کوي چې له کاله ټول ټال (۱۸۳۲) ساعته کار کیږي.

خو د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوازې پنځه ورځې کار کیږي چې پنجشنبې هم پکې رخصتي ده، د کار او ټونیزو چارو وزارت وايي که هره ورځ نیم ساعت له سهار او نیم ساعت له مازدیګره کاري موده زیاته شي د شنبې د ورځې کاري کمښت په ټول افغانستان کې د کابل په شان له منځه وړل کیږي ځکه په کابل کې اوس هم دوې ورځې رخصت دي. 

د شنبې د ورځې رخصتي تر اوسه قانوني شوې نه ده،‌ یوازې د وزیرانو شورا تایيد کړې چې له هغه وروسته به پارلمان ته د تصویب او ورسته ولسمشر ته د توشح له پاره ځي.

خو سوداګر ددې طرحې په جدي توګه د عملي کېدو غوښتنه کوي او وايي چې په ګمرکونو او نورو ادارو کې د وخت د ضایع کېدو له لویې ستونزې سره مخ دي.