رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

روخام
په هلمند کې د روخام د ډبرو په کانونو کې په ناقانونه ډول کیندني کیږي

که چیري په یاده سیمه کې امنیت ټینګ کړل شي، د دغو ډبرو د قاچاق او غلا مخه ونیول شي، نه یوازي چې د دولت په بودیجه کې به ډیر والی رامنځته شي، تر څنګ به يې په نورو سیموکې خپله امنیت مثبت لوري ته ولاړشي
24.10.2015  |  هلمند ٢ لړم ٩٠
اوس مهال یوازې د روخام  ډبرو استخراج او  کیندني په قاچاقي او تش په نوم په قانوني ډول دوام لري  (انځور ذین الله ستانکزی)
اوس مهال یوازې د روخام ډبرو استخراج او کیندني په قاچاقي او تش په نوم په قانوني ډول دوام لري (انځور ذین الله ستانکزی)

 

د هلمند لوړ پوړي دولتي مسوولین  اندیښنه  ښيې وایې په دې ولایت کې  د روخام د ډبرو له کانونو په بیلابیلو ډولونو سره  په پراخه توګه قاچاق دوام لري، چې ډیره  ګټه يې د قاچاق وړونکو سر بیره د دولت  وسله والو مخالفینو لاس ته ولیږي، او د جنګ وسایل او امکانات پرې پوره کوي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې په هلمند کې ۱۶ ډوله کانونه شتون لري، چې یورانیم، روخام  ډبرې، مقناطیس، ایپاتیت، کاربونیت قلعي،سرب او  جست  په ناخشین  او دیشو ولسوالیو کې او دغه راز ګچ، ولفرام طلا، مسکویټ مولبدین،ایپدوت طلا او مس د دې ولایت په شمالي پنځو ولسوالیو کې شتون لري، چې تر دې مهاله د شمالي ولسوالیو کانونه  سم ندي تثبیت شوي.

اوس مهال یوازې د روخام  ډبرو استخراج او  کیندني په قاچاقي او تش په نوم په قانوني ډول له مرکز لښکرګاه څخه د۱۷۰ او ۲۱۰ کیلومتره په فاصله په جنوبي خانشین او دیشو ولسوالیو کې  په ځینو سیمو کې دوام لري او په دې ولسوالیو کې   ۴۵ ځایه د ډبرو کانونه  تثبت شوي دي.

دهلمند والي میرزاخان رحیمي  په دې اړه اندیښنه وښوده وویل، چې له روانو نا امنیو په ګټه اخیستنې سره  په سرحدي سیموکې د روخام د قیمتي ډبرو قاچاق دوام لري او په تیرو څلوارلس کلونوکې يې د مخنیوي لپاره سمه  تګلاره نده  جوړه شوي.

رحیمي زیاته(( متاسفانه دا قیمتي ډبري ډیر ظالمه   استخراجیږ، که  یو ټن سالیمه  ایستل کیږي، په لس هاوو ټنه غیري مسلکي  ډول میده کیږي، موږ په دې برخه کې پروګرامونه لرو او د مخنیوي لپاره  به يې هڅې وکړو)).

نوموړي زیاته کړه د روانو ناامنیو له امله  د ډبرو په قاچاق کي د دولت وسله وال مخالفین مستقیم   لاس لري، ډیر امکانات له  قاچاقبرو تر لاسه کوي اوبیا د جګړي لپاره  جنګي تجهیزات  پري برابر وي، چې دا نه یوازي په دولتي عایداتو منفي اغیزه کوي، بلکي تر څنګ  يې  نا امنۍ ته  هم  لاره هوار وي.

د ده  په وینا بل خوا  د کانونو او پترولیم وزارت  یو شمیر شرکتونو ته  دیادو کانونو څخه د ډبرې د ایستلو قرار دادونه ورکړي، چې  هغه هم  مسلکي ندي سم وسایل نلري، په غیرمسلکي توګه  ډبرې باسي چې ډيره برخه  يې  میده او ضایعات ورکوي.

نوموړي وویل(( موږ به هڅه وکړو چې  له یوې خوا د دغه قیمتې ډبرو  د قاچاق څخه مخنیوی وکړو، مسلکي شرکتونو ته قرار دادونه ورکړو،  امنیت  يې ټینګ کړو ، بل خوا  خپله  په لښکرګاه کې یوه فابریکه د حجارۍ او نجارۍ  لرو، چې   د دې د لا فعالیت  او په پښو دریدو لپاره هم پلانونه تر لاس لاندي دي)).

والي په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې په اړونده برخه  کې به په نږدې څلور میاشتو کې ښکاره مثبت  بدلونونه رامنځته شي.

دغه  راز د کندهار امنیه قوماندان او د جنوبي  زون اپراتیفی مسوولین جنرال عبدالرازق په لښکرګاه کې په یوه  خبري ناسته کې په ډاګه کړه،  چې په دې ولایت د ډیرو نا امنیو او جګړو یو لوی لامل هم په سرحدي سیموکې د روخام د ډبرو د کانونو  شتون او پاکستان هیواد ته  يې قاچاق دی.

دغه جنرال وویل(( که چیري په یاده سیمه کې امنیت ټینګ کړل شي، د دغو ډبرو د قاچاق او غلا مخه ونیول شي، نه یوازي چې د دولت په بودیجه کې به ډیر والی رامنځته  شي، تر څنګ به يې په نورو سیموکې خپله امنیت مثبت لوري ته ولاړشي، ځکه  دهمدي قاچاق له امله د دولت وسله والو مخالفینو ته میلیونه پاکستانۍ کالدارې به لاس ورځي)).

د هلمند ولایتي شورا  ریس محمد کریم اتل هم دیته ورته څرکندوني کوي وایې د دغوو ډبرو دقاچاق او خپل سرو کندنو سر بیره، دیو شمیر شرکتونو مسوولینو لوی ظلم کوي،  خپل  د قرار داد کاپیان پر نورو قاچاقبرو ویشي او هغوی هم په ډاډه زړه د همدي جعلي اسنادو په مټ ډبرې باسي او پاکستان هیواد ته يې وړي.

اتل  وویل((  په یادو کانو باندي د تیرو څو کلو په ترڅ  کې هیڅ  ډول کنترل ندی شوی، امنیت نشته، هلته ټولې کندنې ناقانونه دي، دپاکستان لخوا په اسانۍ سره قاچاقبران لاس رسۍ لري او دغه ډبرې وړي او بیا د پاکستان  په نوم په نورو بهرنیو هیوادنو په  لوړو قیمتونو پلورل کیږي)).

نوموړي زیاته کړه تر هغو چې له پاکستان سره  پولې کنترول او د سرحدي ځواکونو لخوا نا قانونه تلل راتلل بند نشي، د ډبرو قاچاق به همداسي دوام لري او ګټه  يې شخصي  جیبونو او دپاکستان هیواد ته ورکول کیږي.

په هلمند کې د همدي ډبرو لپاره په ۱۳۴۱ لمریز کال کې یوه فابریکه جوړه شوي، چې د نه پاملرني له امله يې له سلګونو کارګرانو اوس مهال یوازي، ۶۰  تنه کار ګر په کار  بوخت دي اوله کاله یوازي پنځوس ټنه ډبره پروسس کوي چې  په هیواد  د ننه يې جوړ شوي زینتي توکې کمزوری بازار لري.

دمسوولینو په وینا که چیری  ګاونډی هیواد پاکستان   فابریکو ته د دې ډبرو مخه ونیول شي، لري نده چې ګڼ بهرني سوداګر به له همدي فابریکي جوړ  توکې او له کانونو د ډبرو پیر ته مخه وکړي.