رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

کوچيان
کوچیانو ژوند

کوچیان په غرونو او دښتو کې هم داسې ځای اوسي چې هغه سیمه طبعی ښکلا ولري
24.10.2015  |  لوګر ٢ لړم ٩٤
د افغانستان کوچيان وايي، چې جګړو يې ډېر څه ترې اخيستې دي، د پخوا په څېر اسوده نه دي (انځور فریدالله احمدزی)
د افغانستان کوچيان وايي، چې جګړو يې ډېر څه ترې اخيستې دي، د پخوا په څېر اسوده نه دي (انځور فریدالله احمدزی)

 

د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې کوچيان شته ، خو د دوئ لپاره اسانتياوې هم شته ، افغانستان چې وروسته پاتې هيواد دی ، کوچيان پکې له هر ډول اسانتياوو بې برخې دي ، د دې ځای کوچیان د خپلو څارويو د ساتنې په موخه په غرونو او راغو کې ژوند کوي ، چې ډېری يې د ژمي په موسم کې ګاونډي هيواد پاکستان ته ځي.

دا چې نن سبا د زده کړو دور دی او ډېری خلک هڅه کوي ، چې په خپلو اولادونو زده کړې وکړي ، خو کوچيان بيا د خپلو ماشومانو د زده کړې په فکر کې هم ندي ، کوچیان په عمومآ کې ډېر ساده ژوند لري، دوی د نورو خلکو په څېر په ښکلي کور، بنګله اویاهم خټینو کورونو کې ژوند نه کوي.

دوی د هر وخت لپاره له ښاره لرې په غرونو او دښتو کې ژوند کولو ته خوښ دي او هلته له خپل ژوند څخه خوند اخلي.

کوچیان په غرونو او دښتو کې هم داسې ځای اوسي چې هغه سیمه طبعی ښکلا ولري روانې اوبه، شنه فصلونه او پراخه ساحه دا هغه څه دي چې د کوچیانو ژوند پکې روان وي

د افغانستان کوچيان وايي، چې جګړو يې ډېر څه ترې اخيستې دي، د پخوا په څېر اسوده نه دي، چې هر څه به يې له مالدارۍ پوره کېدل. دوی وايي، اوس له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د لوګر ولايت په التمور کې پراته کوچي عالم خان راته همدا خبره وکړه، چې د ژوند خوند يې د پخوا په څېر پاتې نه دی. دی وايي: «موږ پخوا مېږې او پسونه لرل، چې د ژوند ډېرې اسانتياوې مو پرې برابرېدې خو اوس مو چاره يوازې په پسونو نه کېږي، موږ د ژوند په هره برخه کې ستونزې لرو».

 دی وايي، چې ماشومان يې زده کړو، ناروغان مجهزو روغتيايي مرکزونو او مالونه يې ښو څړځايونو ته ضرورت لري خو نشته.

نوموړی وايي، پخوا به يې يوازې د مالدارۍ له محصولاتو هر څه پوره کول خو په وينا يې اوس دا هيڅ هم نشته.

عجب نور له همدې سيمې يو بل تېرېدونکی کوچی دی، چې د اوړي موسم يې په ازره ولسوالۍ کې تېر کړی او اوس غواړي، چې ژمی خوست ته ورسوي.

دی وايي: «په تېرو جنګونو کې مو ټول څړځايونه تخريب شوي دي، داسې څه نشته، چې زموږ مالونه پرې شخوند ووهي، اوس مجبور يو، چې د مالدارۍ تر څنګ نورو کارونو ته هم مخه کړو، زموږ اکثريت ملګري عربو ته په مزدوريو پسې ځي».

ځينې کوچيان بيا د مالچرونو له غصبېدو هم سر ټکوي، د التمور په دښته کې د څو ورځو لپاره پاتې بړېڅی هغه کوچی دی، چې راته همدا خبره کوي: «په خوست، لوګر، پکتيا، پکتيکا او هزاره وو کې زموږ اکثره څړځايونه د خلکو له لوري په کروندو او د اوسېدو پر ځايونو بدل شوي دي».

کوچيان د دې باوجود چې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي، بيا هم په اوسنيو حالاتو خوشحاله دي.

اتلس کلن موسی خان وايي، يوازې يې لمونځ له مور او پلاره زده کړی، نور په ټکي هم خبر نه دی.

دی وايي: «له تعليم سره زموږ د خلکو چندان نه لګېږي، ټوله ورځ همدا مېږي دي او موږ يو، کله چېرته، کله چېرته مکتب به څرنګه ووايو؟!».

محمد رحيم بيا يو بل کوچی دی، چې په خوست او لوګر کې يې ښوونځی تر شپږم ټولګي رسولی، دی وايي، د زده کړو ارمانجن دی خو زمينه نه ده ورته برابره شوې.

نوموړی وايي: «اوس مې عمر شپاړلسو کلونو ته رسېدلی، اوس هم زما د زده کړو وخت دی خو زه اندېښمن يم، چې دا نيمګړې زده کړې به بشپړې نه کړای شم».

دی وايي، په کومو سيمو کې چې د معارف له لوري کوچيانو ته ښوونځي جوړ شوي دي، د کيفيت له پلوه خورا ګڼې نيمګړتياوې لري.

د ده په خبره، په اکثره ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي، مجهز کتابتونونه، ودانۍ او نور څه نه لري.

کوچيان د دې ستونزو تر څنګه له يوې بلې لويې ستونزې سره هم مخ دي ، چې د زېږون پر مهال يې د اسانتياوو د نشت له امله ځينې مېرمنې په دښتو او غرونو کې ساه ورکوي.

دوئ وايي ؛ کله يې ، چې مېرمنې امېدوارې شي ، په تګ او راتګ کې له لويو ستونزو سره مخ وي.

کوچيانې د ژوند د نشت امکاناتو تر څنګ د بې علمۍ له وجې له ګڼو نورو ستونزو سره غاړه غړۍ ژوند تېروي؛ اميدوارې مېرمنې د ناروغۍ په وختونو کې هم درانه کارونه کوي، ماشومان همداسې را لوېږي.

کله چې د کډو وخت وي نو د ناروغو تر څنګ روغ کوچيان هم د ستړياوو، يخني او ګرمي څخه ځورېږي.

کوچيانی ژوند د نارينه وو په پرتله د ښځو لپاره خورا ګران او له ستونزو سره ملګری وي.

 کوچۍ میرمني د نورو میرمنو په څیر ښه ژوند نه لري د اومېدوارۍ په وخت کې هم درانه کارونه کوي چې له امله یې د اومېدوارۍ په وخت کې د نوزېږدو ماشومانو ترڅنګ خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

د کوچيانو ذکر شوې ستونزې مو د لوګر له والي حليم فدايي سره شريکې کړې، نوموړي د کوچيانو د اوسني ژوند په اړه اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، چې د کوچيانو د معارف، روغتيا او اوسېدنځايونو په اړه منظم پلان لري، چې د وخت په تېرېدو به دا ټولې ستونزې تر يو بريده هوارې شي.

حليم فدايي وايي؛ (( مونږ په پلان کې لرو چې په راتلونکې کې د کوچیانو هر اړخیز ډول ته پام وکړو او دهغوی پرمخ پرتو ستونزوته د پای ټکی کېږدو))

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر سلطان محمد ابراهیمي وایې که کوچۍ میرمنې همداسي د اومیدوارۍ په برخه کې درانه کارونه او ترڅنګ یې د دي ناوړه رواج په اړه فکر ونه شي د میرمنو ترڅنګ به کوچیاني ماشومان هم ښه راتلونکی ونه لري.

ياده دې وي، چې د کوچيانو اکثريت پښتانه جوړوي، چې لويې قبيلې يې نيازي ، موسی خېل، سليمانخېل، اندړ او نورې جوړوي.

د کارپوهانو په اند که د کوچيانو ژوند ته حکومت پام وکړي، د هيواد په امنيت، بيارغونه او د نفوسو د تنظيم او ثبت په برخه کې به موثر تمام شي.

د يادېدو ده، چې تر اوسه پورې د کوچيانو ژوند ته هيڅ افغان حکومت پاموړ توجه نه ده کړې.