رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

دارو
دارو درمل

د ښه مارکېټېنګ په بدل کې فيصدي او چکر راکول کېږي
25.10.2015  |  پکتيا ۲ لړم ۹۴
د درملو پاکستانيو کمپنيو په ګردېز کې څانګې پرانستې دي او د دې لپاره ، چې ډاکټران يې درمل وپلوري ، په بدل کې يې ډاکټرانو او درمل پلورونکو ته تحفې او نورو هيوادونو ته چکرونه برابروي (انځور حقمل مسعودزی)
د درملو پاکستانيو کمپنيو په ګردېز کې څانګې پرانستې دي او د دې لپاره ، چې ډاکټران يې درمل وپلوري ، په بدل کې يې ډاکټرانو او درمل پلورونکو ته تحفې او نورو هيوادونو ته چکرونه برابروي (انځور حقمل مسعودزی)

دارو درمل د ناروغۍ پر مهال د رغېدو لپاره خوړل کېږي، خو که چېرې لازم کيفيت ونه لري او غير معياري وي، د ګټې پر ځای به يې ضرر ډېر وي.

په هيواد کې د نورو روغتيايي ستونزو تر څنګه يوه لويه ستونزه بېکيفيته درمل دي ، چې ډېری خلک ترې کړېږي او وايي ، د دې پر ځای چې درمل يې ناروغ ته ګټه ورسوي زيانونه يې ډېر دي.

له دې ستونزې سره د پکتيا اوسېدونکي هم مخ دي ، چې ډېری درمل ورته د سوداګرو له خوا له ګاونډي هيواد پاکستان څخه راواردېږي.

د دې ولايت ډيری اوسېدونكي هم د نورو روغتيايي ستونزو تر څنګ په دغه ولايت كې د بې كيفيته درملو له شتون څخه شکايت کوي او وايي د دې پرځای چې درمل يې ناروغي له منځه يوسي او ګټه ورته ورسوي زيانونه يې زيات دي.

دوئ وايي ؛ د درملو پاکستانيو کمپنيو په ګردېز کې څانګې پرانستې دي او د دې لپاره ، چې ډاکټران يې درمل وپلوري ، په بدل کې يې ډاکټرانو او درمل پلورونکو ته تحفې او نورو هيوادونو ته چکرونه برابروي.

د پكتيا ولايت ډېری اوسېدونكي د نورو روغتيايي ستونزو تر څنګ په همدې اړه شکايت کوي او وايي چې ولايت ته يې بې کيفيته دارو درمل راوړل کيږي او بيا د ځينو ډاکټرانو او درملتون لرونکو له خوا په ناروغانو پلورل کيږي.

د دوی په خبره د دا ډول بې کيفيتو درملو راوړونکو کمپنيو له خوا په بدل کې بيا ډاکټرانو او د درملتونونو لرونکو ته پيسې ورکول کيږي.

دوی وايي کله چې د ځينو درملتونو او ډاکټرانو له خوا ورته دا ډول درمل ورکول کيږي نه يوازې دا چې اغېز نه لري بلکه ځينې وخت يې حالت تر بدو بدتروي.

د ګردېز ښار يو اوسېدونکی امين الله ځاځی وايي ځيني درمل چې پکتيا ته راوړل کيږي تش په نوم درمل دي او هغه مواد چې د روغتيا لپاره اړين دي کم په کې کارول کيږي او له همدې امله درد نه دوا کوي.

ځاځی وايي دا دارو بيا د ځينو ډاکټرانو او درملتون لرونکو له خوا بې له دې، چې د خلکو روغتيا په پام کې ونيسي، د ټاکلې فيصدي او پيسو په اخيستلو سره پلورل کيږي.

دی وايي:((هغه دوايي، چې افغانستان ته راځي کيفيت يې ټيټ وي، دوايانې دي، خو هغه مواد چې د صحت لپاره ضروري وي، هغه په کې کم استعماليږي.))

يوازې امين الله ځاځی ندی ، چې دا ډول شکايت لري ، بلکې د ده څېر ډېر ناروغ لرونکي او ناروغان ورته شکايت کوي.

د ګردېز ښار يو بل اوسېدونکی عبدالله هم دا خبره کوي او وايي هغه کمپنۍ چې بې کيفيته درمل پکتيا ته رالېږدوي د ځينو درمل لرونکو پواسطه يې په خلکو پلوري.

نوموړی وايي چې د دې کمپنيو له خوا بيا هغه ډاکټران چې زيات درمل وپلوري بهرنيو هېوادونو ته د چکر لپاره بېول کيږي او آن دا چې، د زيات کار په صورت کې ورته موټر هم اخلي.

دی وايي په خپله له دا ډول کيسو خبر دی.

ده وويل:((دا خو ښکاره خبره ده، چې دواخانو والا بې کيفيته دواګانې له کمپنيو نه راوړي او بيا يې دلته خرڅوي، د دې په بدل کې کمپنۍ والا بيا دوی د دوبۍ چکر ته ولي او آن تر دې چې ځينو ته موټرې اخلې.)).

ځينې کسان بيا له اړوند ادارې غوښتنه کوي ، چې د دا ډول درمل پلورونکو او سوداګرو مخه ونيسي.

جاوېد وايي ؛ دا چې ډېری ناروغان د درملنې په موخه پاکستان او هند ته ځي ، علت يې دا دی ، چې درمل بې کيفيته دي.

نوموړی وايي؛(( هسې د افغانستان د داکټرانو رنګ بد دی ، ټوله ستونزه په دوايي کې ده)). 

خو درمل پلورونکي او ډاکټران بيا يو پر بل خاوري اړوي او يو هم دا نه مني چې ګواکې په خپله د پيسو او دوبۍ د چکرو په منلو سره بې کيفيته درمل خرڅوي. 

احمدالله د جاني خېلو ولسوالۍ اوسيدونکی دی او په ګردېز ښار کې درملتون لري، ده وويل چې په خپله ورسره بې کيفيته او غير معياري درمل نشته خو دا مني چې ځينې درمل پلورونکي او ډاکټران شته چې دا ډول درمل راوړي او پلوري يې.

دی وايي چې ځينې درمل له ګاونډي پاکستانه راوړي او ځينې هم په ګردېز کې د ځينو کمپنیو له نمايندګيو پيري.

نوموړی وايي:((ما سره خو خپله بې کيفيته درمل نشته او نه داسې ډاکټران شته چې بې کيفيته درمل وليکي، خو ځينې شته ، چې بې کيفيته درمل خرڅوي، هغه نتيجه نه ورکوي او مريضان نور هم خرابوي.))

په همدې اړه د ګردېز ښار د غزني پر سړک د سامي، هېلټن او ګېټ شرکتونو نمايندګيو ته ورغلو؛ د نمايندګيو له مسؤلينو د محمد اصف په نوم يوه وويل چې له دوی سره  د سامي شرکت تر څنګ د هېلټن، اېبټ، ګېټ، باير او ځينو نورو کمپنيو نمايندګي هم شته چې ټولې له عامې روغتيا وزارت سره ثبت دي او لېسنس لري.

محمد اصف وايي دا چې کمپنۍ په خپل منځ کې سره رقابتونه لري نو درمل پلورونکو او ډاکټرانو ته يوازې په دې خاطر پيسې او تحفې ورکوي چې ناروغانو ته په نسخو کې يوازې د مشهورتيا لپاره د دوی درمل وليکي.

خو دی هم دا مني چې ځینې کمپنۍ او شرکتونه بې کيفيته او غير معياري دارو درمل راوړي او د پيسو او لوړي سلنې سره يې پلوري، چې ځينې درمل آن د ۱۵٪ سره هم ورکول کيږي.

دی وايي وايي ډېر دا ډول درمل په غير قانوني او قاچاقي ډول د پکتيا، خوست او يا هم په ځينو نورو لارو راوړل کيږي، چې په خبره يې ښايي په دې کار کې د وزارت ځينې لوړ پوړي چارواکو ګوتې پټې کړې وي.

د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رياست مسئولين هم دا مني ، چې پکتيا ولايت ته بې کيفيته درمل واردېږي ، او په بدل کې يې ځينې ډاکټرانو ته فيصدي او چکرونه ورکول کېږي.

د دې ولايت د عامې روغتيا رياست سرپرست ګل محمدالدين وايي ؛ ډېری هغه ډاکټران ، چې له دوئ سره رسمي دنده نه لري ، شخصي کار کوي ، د ځينو کمپنيو له خوا فيصدي او نورو هيوادونو ته چکر ته بېول کېږي.

نوموړی وايي ؛ د ځينو کمپنيو څانګې شته ، چې بې کيفيته درمل راواردوي ، خو وايي ؛ د دغو کمپنيو څانګو ته د عامې روغتيا وزارت له لوري ، جواز ورکول شوی دی.

ګل محمدالدين وايي؛ (( د ځينې کمپنيو څانګو او ډاکټرانو ته چې ووايې ، ولې دا کار کوئ ، هغوئ انکار کوي ، وايي ، چې مونږ ته خو ځکه فيصدي او چکر راکول کېږي ، چې ښه مارکېټينګ ورته وکړو او زيات درمل ورته وپلورو)).

 هغه وايي ، تر دې دمه يې ۲۰ هغه درملتونونه تړلي، چې بې کيفيته درمل يې پلورل او اوس هم دوئ يو ټيم لري ، په ښار کې بې کيفيته درمل لټوي.

 ګل محمدالدين دا هم وايي؛ چې سرحدونو کې د کنټرول لپاره داسې څه نه لرو ، چې له پاکستان څخه واردېدونکي توکي کنټرول کړي او په خبره يې د درملو په نوم کوم موټر نه راځي ، خو له نورو توکو لاندې پټ راوړل کېږي . 

بل خوا د پکتيا د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر بازمحمد شېرزاد وايي چې د کندهار، پکتيا او خوست په لارو له ګاونډي پاکستانه بې کنټروله درمل بې له دې چې کوالټي يې وکتل شي په پټه راوړل کيږي.

شېرزاد وايي که چېرې په پکتيا کې دا ډول کوم شرکت وليدل شي نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

نوموړی وايي؛((زموږ څه ولايتونه دي چې په هغه کې د دواګانو تجزيه او کنټرول نه کيږي لکه  د کندهار، پکتيا او خوست له لارې او مرکز ته داخليږي او له مرکز نه ټول ولايتونو ته ځي، د دې نه کوالټي کتل کيږي او نه کنټرول ځکه چې دا په پټه راوړل کيږي، دا موضوع مو له مسؤلو مقاماتو سره شريکه کړې، که احيانا په پکتيا کې موږ داسې شرکتونه وليدل نو د قانون په رڼا کې به ورسره چلند کوو چې بيا به د شکايت حق نه لري.))

د روغتيايي چارو پوهان په دې باور دي چې بې کيفيته درمل پر ځای د دې چې د کومې ناروغي تداوي وکړي د نورو ناروغيو لامل کيږي.

ډاكټر سید شکور کامران همدا خبره کوي او وايي؛ د بې كيفيته درملو كارول د ډاكټرانو په كار هم ناوړه اغېز ښندي او د دا ډول درملو په كارولو سره په خلکو د ډاکټرانو باور هم کميږي.

پکتيا يوسرحدي ولايت دی ، چې له ګاونډي پاکستان سره شاوخوا ۴۲ کيلومتره ګډه پوله لري او زياتره بې کيفيته درمل په قاچاقي ډول دې ولايت ته راوړل کېږي.   

د بې کيفيته درملو شتون يوازې تر پکتيا محدوده نه ده بلکه په ټول هېواد کې د بې کيفيته درملو پلورل يوه لويه ستونزه ګڼل کيږي او پوهان په دې باور دي چې که د دې ډول درملو مخه ونه ونيول شي ښايي د نورو ډېرو ناروغيو لامل شي.