رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

کرېکټ
پرکرېکټ بندیز

هیله مې لرله یوه ورځ ولایتي او بیا ملي ټيم ته لاړ شم او د افغانستان په استازیتوب ولوبیږم، بری خپل کړم او هېوادوال مې خوشحاله کړم، غوښتل مې د نبي عیسی خیل او شهزاد په څير و اوسم
26.10.2015  |  وردګ ،٣ لړم ٩٤
له کرېکېټ سره د ځوانانو او ماشومانو تر بې سارې مینې ورسته طالبانو په وردګو کې پر دغه لوبه بندیز لګولی  (انځور قریب الرحمن شهاب)
له کرېکېټ سره د ځوانانو او ماشومانو تر بې سارې مینې ورسته طالبانو په وردګو کې پر دغه لوبه بندیز لګولی (انځور قریب الرحمن شهاب)

 

له کرېکېټ سره د ځوانانو او ماشومانو تر بې سارې مینې ورسته طالبانو په وردګو کې پر دغه لوبه بندیز لګولی او له ځوانانو غوښتي چې د کرېکېټ پر ځای دې د خدای عبادت وکړي.

دا کار په داسې مهال ترسره کیږي، چې افغانستان د نړۍ په کچه په کرېکټ لوبه کې لسم ځای لري او لوبډلې یې تازه د ۲۰۱۶ شل اوریز نړیوال جام سیالو ته لاره پيدا کړې او په هند کې به په دغه سیالیو کې لوبیږي.

په نړیوالو ډګرونو کې تر څو بریاوو او لاسته راوړنو ورسته کرېکټ لوبې په افغانستان کې پراخ مینه وال پیدا کړي او د هېواد په هره سیمه او کلي کې دغه لوبه مینه وال او لوبغاړي لري.

نعمت الله په جغتو ولسوالۍ کې د کرېکټ ۱۶ کلن لوبغاړی دی؛ خو تر دې ورسته دی لوبغاړی نه، بلکې یوازې د ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکی دی.

نوموړی وايي: (( هیله مې لرله یوه ورځ ولایتي او بیا ملي ټيم ته لاړ شم او د افغانستان په استازیتوب ولوبیږم، بری خپل کړم او هېوادوال مې خوشحاله کړم، غوښتل مې د نبي عیسی خیل او شهزاد په څير و اوسم.))

نعمت الله خپل د زړه بړاس په اسویلي وباسي او وايي له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې کرېکټ کاوه، چې د کرېکټ بيټ، بال او جامې یې په غزني کې پيرلې وي؛ خو اوس به یې هر څه په کور کې زاړه شي.

د وردګو په د یو شمېر سیمو پر جوماتونو اوس داسې اعلامیې خپرې شوې، چې ځوانان باید له کرېکټ لوبې ډډه وکړي او سیمه اییز طالبان عملا ځوانان له دغه لوبې منع کوي.

سیمه اییزو طالبانو خلکو ته کوم واضح دلیل هم ندی وړاندې کړی؛ خو ښايي د پردې تر شا ځینې عوامل ولري.

لومړی بندیز دوه میاشتې وړاندې په سید آباد ولسوالۍ کې ولګېد په پټانخیلو، او باغک سیمو کې ا طالبانو په جوماتونو کې له خلکو وغوښتل چې خپل زامن او خپلوان دې له کرېکټ لوبې منع کړي، تر یو څه  وخت پورې دغه مسئله ورکه شوه؛ خو تازه یې په جغتو ولسوالۍ کې د بندیز اعلان وشو.

د جغتو ولسوالۍ په غازي محمد جان خان ښوونځي کې یو ښوونکي وویل: (( پرون سهار 2015-08-15 سیمه اییز طالبان راغلل او زموږ په لېسه کې یې ټولو زده کوونکو ته اعلان وکړ چې تر دې ورسته به کرېکېټ لوبه نه کوي.))

دغه ښوونکي وویل، طالبان وايي چې د قومي مشرانو د غوښتنې پر بنسټ یې پر دغه لوبه بندیز لګولی.

د وردګو د جغتو ولسوالۍ د اغا خیلو د کرېکټ ټیم کفتان شاه جهان څوک چې طالبانو مخامخ له کریکټ څخه منع کړی او له لوبې یې شړلی افغانستان ټوډې ته وویل: (( زموږ پر لوبه بندیز لګېدلی او اوس لوبه نه شو کولی.))

ده له نورو خبرو کولو ډه ډه وکړه او دا یې هم واضحه نه کړه چې ولې یې پر لوبه بندیز لګول شوی.

ځېنې قومي مشران چې د طالبانو ددغه پریکړې خلاف دي وايي، د کرېکټ لوبې مینه وال ورځ تر بلې زیات شول، ان ډير ځوانان یې د جګړې له لیکو وګرځول نو ښايي طالبانو له همدې ویرې لوبه بنده کړې وي.

یو قومي مشر چې خپل نوم محمد سمیع ښيي افغانستان ټوډې ته وویل: (( تاسو پوهیږئ چې طالبان په لویه کچه سره ویشل شوي نو ټیټ پوړي کسان یې هم د خپلو لیکو د ټوټه کېدو په ویره کې دي او دا واضحه ده چې ډير ځوانان د کرېکټ په څير لوبو له جګړې وګرځول، ځکه نو د کرېکټ دوی د ځان پر وړاندې خنډ بولي.))

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ددوی په لایحه کې داسې څه نشته چې پر کرېکټ د بندیز ولګوي؛ خو ښايي په وردګو کې یو شمېر کسانو د طالبانو له نامه ګټه اخیستې وي او دا کار یې کړی وي.

مجاهد افغانستان ټوډې ته وویل: (( موږ به ددې مسئلې په اړه څيړنې وکړو چې ولې په جغتو، چک او سیداباد کې پر کرېکټ بندیز لګول شوی، کیدای شي چا زموږ له نامه ناوړه استفاده کړې وي یا یې شخصي اهداف وي، ځکه زموږ د تعلیم او تربیې کمېسیون تر اوسه داسې پریکړه نده کړې.))

دی وايي په دوه سیمو کې ددوی افرادو کرېکټ بند کړی خو هغه د محلي خلکو په غوښتنه وو او ددې لپاره یې بند کړی وو، چې د کرېکټ میدانونه د خلکو کورنو او د اوبو ګودرونو ته نږدې و او د خلکو ښځې له دغه کار سره په تکلیف وي.

د کرېکټ د مینه والو برخلیک:

د کریکټ لوبغاړي او مینه وال نه یوازې په وردګو بلکې کابل کې او نورو ولایتونو کې هم دغه کار اندیښمن کړي.

د لوګر ولایت د برکي برک په ولسوالۍ کې ۲۵ کلن احمدولي د کرېکټ مینه وال دی او په خبره یې لوبې باید سیاسي نشي او له ځوانانو باید څوک لوبو او ورزش حق وانخلي.

د وردګو ولایتي چارواکي وايي، چې دوی ته تر اوسه د کرېکټ لوبې د بندیدو په اړه کوم رسمي خبر ندی ورغلی

د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي افغانستان ټوډې ته وویل، دوی په ولایتي کچه ټیم لري او په ولسوالیو کې هم د کریکټ لوبې په غیر رسمی بڼه کیږي؛ خو دبندیدو کوم راپور یې دوی ته ندی رسیدلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو بل څه یادونه هم وکړه او په وینا یې د لومړي ځل لپاره د کرېکټ لپاره په نړیواله کچه دوی د خپل حکومت پر مهال هڅې پيل کړې.

ده وویل، کله چې په افغانستان کې طالبانو واکمن وو له نورو هېوادونو سره یې د کرېکټ لوبو د ترسره کولو په اړه خبرې کړې وې او لومړی ځل د دوی د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې کرېکټ پيل شوی.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، دوی تر اوسه په وردګو کې د کرېکټ بندیدو په اړه رسمي خبر ندی تر لاسه کړی.

د یادې ادارې ویاند فرید هوتک افغانستان ټوډې ته وویل، دوی  تر اوسه په وردګو کې د کرېکټ بندیدلو په اړه رسمي معلومات ندي تر لاسه کړي؛ خو دوی به په دې اړه له خلکو سره خبرې وکړي.