رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

کان
مس عينک کان

د افغانستان د کانونو او پیټرولیم وزارت غواړي، چې د لوګر ولایت د مس عینک د کان د تاریخي اثارو خوندي ساتلو لپاره موزیم جوړ کړي
12.11.2015  |  لوګر ٢١ لړم ٩٤
د کانونو او پیټرولم وزیر دادود شاه سبا د لوګر ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د بشپړي پانګونې لپاره به یادو تاریخي اثاروته زمینه هم براره کړي (انځور فریدالله احمدزی)
د کانونو او پیټرولم وزیر دادود شاه سبا د لوګر ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د بشپړي پانګونې لپاره به یادو تاریخي اثاروته زمینه هم براره کړي (انځور فریدالله احمدزی)

د افغانستان د طبيعي زېرمو په باره کې ويل کېږي، چې تر اوسه پورې ترې کمه استفاده شوې او که دا زېرمې په فني او مسلکي ډول استخراج شي، د دې هيواد اقتصاد به ورسره په پښو ودرېږي.

په طبيعي زېرمو کې يې د تېلو، ګازو، ډبرو سکرو، کرومايټو ډبرو، لاجوردو او نورو قيمي ډبرو کانونه شامل دي خو په لويه کچه د اوسپنې درلودونکي کانونه هم دا هيواد لري، چې يو هم پکې د کابل سهيلي څنډې ته پروت د مسو عينکو لوی کان دی.

د دې کان قرارداد څو کاله وړاندې له چين هيواد سره وشو خو د کان کېندنې پر مهال څرګنده شوه، چې دلته يو وخت د انسانانو تمدن هم و، چې پر همدې اساس د کان کېندنې پر مهال ګڼ شمېر تاريخي او لرغوني توکي کان کېندونکو را وکيښل او د کابل موزيم ته يې د خونديېنې په موخه ولېږدول.

دا وخت د افغانستان د کانونو او پیټرولیم وزارت غواړي، چې د لوګر ولایت د مس عینک د کان د تاریخي اثارو خوندي ساتلو لپاره موزیم جوړ کړي.

د لوګر د مس عینک کان چې د ټول هیواد او په ځانګړي ډول د لوګر ولایت په اقتصاد کې مهم رول لري، خورا ارزښتناک او اقصادې کان بلل کیږي.

د کانونو او پیټرولیم د وزیر په خبره داموزیم به په ۴۰ جریبه ځمکه  کې جوړشي، چې د مس عینک کان په ګډون به د لوګر ولایت نور تاریخي اثار هم پکې ساتل کیږي.

د یاد وزارت وزیر ډاکټر داودشاه سبا وایې، چې دا موزیم به د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په همغږۍ په محمداغي ولسوالۍ کې جوړیږي.

د سبا په خبره چې د دې موزیم چاري به په یو کال کې بشپړي شي او د لوګر د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره به ګټي اخیستنې ته وسپارل شي.

د کانونو او پیټرولم وزیر دادود شاه سبا د لوګر ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د بشپړي پانګونې لپاره به یادو تاریخي اثاروته زمینه هم براره کړي.

سبا د لوګر ولایت د مس عینک کان د هېواد په کچه یو تاریخي کان بولي او په خبره یې چې که په ښه ډول ګټه تري واخیستل شي د لوګر په اقتصاد کې به ډیر موثر رول ولري.

بل لورته د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني افغانستان ټوډي ته وویل؛ چې په تېرو څو کلونو کې د لوګر ولایت تاریخي اثار د یو شمېر کسانو لخوا لوټل شوي او یو شمېریې د رایستلو پرمهال زیانمن شوي دې.

جهاني وايي:(( په دې موزيم کې به د لوګر ټول تاریخي اثار خوندي شي ، هڅه کوم ، چې سيلانيان ورته رامات شي .))

د دې کان ګټه به يوازې د دولت ته نه وي ، بلکې په مستقيم ډول به د لوګر ولايت اوسېدونکو ته هم ګټه رسېږي.

د دې ولايت اوسېدونکي د دې اقدام ستاينه کوي ، خو د کان د استخراج په اړه اندېښنه ښيي او وايي ، چې د کان د استخراج پر مهال بايد افغان حکومت په سم ډول څارنه وکړي او چينايان پرېنږدي چې اثارو ته زيان واړوي.

د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي امان الله وايي ؛(( ډارېږم چينايان له قصده د کان اثارو ته تاوان و نه رسوي)).

د مس عینک کان چې اوسمهال پکې نږدې دري سوه پنځوس تنه په کار بوخت دي او د دې کان د تاریخي اثارو په لټه دي، دوی وایي؛ تر دې دمه یې ګڼ شمېر تاریخي اثار موندلي چې کلونه،کلونه تاریخي ارزښت لري، دا د يو تن کارکوونکې خبره ده، چې د عينکو په کان کې د لرغونو اثارو په لټه دی: (( مونږ له بې کارئ خلاص يو ، هره مياشت د خپلو ماشومانو لپاره ترې ۳۵۰ ډالر پيدا کوو)). 

د لوګر والي محمد حلیم فدایې د دې موزیم په جوړیدو خوښ دی او وایې چې په دې سره به منقول او غېري منقول او باستاني اثار په دې موزیم کې ځای پرځای کړي.

فدایې د اطلاعات او فرهنګ له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د لوګر موزیم د جوړید وروسته دې له پلازمینی کابل څخه د لوګر ټول تاریخي او لرغوني اثار را انتقال کړي او یاد موزیم کې دې یې ځای پرځای کړي.

 ((د لوګرهغه تاریخي اثار چې پخوا له دې ځای څخه پلاز مینې کابل ته وړل شوي ـ  هغه باید د لو ګر د موزیم له جوړیدو سره را انتقال کړي))

په دې وروستیو کې د لوګر د عینکو د مسو کان ته نږدې، چې د کابل په کابو۶۰ کیلومترۍ کې پروت دی، هلته د بودايانو د وخت ډېر لرغوني اثار پېدا شوي، چې د کارپوهانو په اند میلونونه ډالره ارزښت لري.

لوګر د افغانستان یو له تاریخي ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې د دغه ولایت د مرکز پل علم  په ګډون په محمداغې، خوښي، بره کې برک، او خروار ولسوالیو کې د سلګونو کالونو تاریخي اثار موندل شوي.

خو د طالبانو د نظام پرمهال او د هغه نظام له نسکورېدو وروسته  د دغه ولایت زیات تاریخي سیمې د یو شمېر قاچاقبرانو له لوري را سپړل شوي دي او یوشمیر یې د موندلو وروسته د افغانستان ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.

د کان کېدونکو په قول تر اوسه يې له درې سوه زيات تاريخي اثار موندلي، چې ډېر يې پلازمېنې کابل ته لېږدولي دي.

د اقتصادي چارو کار پوه حامد احمدزی وايي، دا تاريخي توکي له دوه پلوه ارزښتمن دي: «لومړی دا چې له بودايي زمانې او له هغه را په دې خوا وختونو سره تړاو لري او بل دا چې زموږ اکثريت لرغوني توکي بهر ته قاچاق شوي دي که چېرته دا موزيم جوړ شي، زموږ همدا ارزښتمن توکي به پکې خوندي شي، دويم ارزښت يې دا دی، چې موږ سيلانيان نه لرو، که موزيم جوړ شي، د همدې اثار د قدامت پر اساس به هم هر کال ګڼ شمېر تاريخپوهان او سياحان لوګر ته راځي او له همدې اثارو به ليدنه کوي، دا تاريخي اثار په هر لحاظ د افغانستان لپاره ګټور دي».

په افغانستان په ډېرو سيمو کې تاريخي اثار شتون لري ، خو ډېر يې د ځای د نشت له امله او يا هم د اړينو وسايلو د نشت له امله په ځمکه کې پاتې دي.

د لوګر ولايت د اطلاعات او فرهنګ رييس شفيق پوپل وايي ؛ چې د لوګر د مس عينک له کان څخه تر دې دمه ۱۶۰۰ قلمه تارېخي اثار اېستل شوي ، چې ۱۰۰۰ قلمه يې پلازمېنې کابل ته د ساتنې په موخه لېږلي او پاتې ۶۰۰ قلمه يې د لوګر په موزيم کې ايښي دي.

پوپل وايي ؛ که دغ موزيم جوړ شي ، نو د لوګر ولايت په اقتصاد به مثبت اغېز وکړي.

په دې ورستيوکې داسې اوازې دي ، چې د نامسئولو وسله والو له خوا خپل سرې کيندنې کېږي او تاريخي اثار په قاچاقي ډول نورو هيوادونو ته لېږدوي.