رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

ملي
نېزه بازئ

يوه هېرېدونکې لوبه
13.11.2015  |  پکتيکا ١٨لړم ٩٤
اس سپور لوبغاړی د سانګې په واسطه غواړي موږی پورته کړي د خلکو له لوري د تشويق په موخه په ډولونو او چکچکو بدرګه کېږي (انځور احمد الله احمدي)
اس سپور لوبغاړی د سانګې په واسطه غواړي موږی پورته کړي د خلکو له لوري د تشويق په موخه په ډولونو او چکچکو بدرګه کېږي (انځور احمد الله احمدي)

نېزه بازي ، چې پخوا په افغانستان کې تر سره کېدله ، خو اوس دغه لوبه ، د ورکېدو په حال کې ده . اوس هم دغه لوبه د افغانستان په ځينو سيمو کې تر سره کېږي ، خو هغه ډول نه چې پخوا به تر سره کېدله.

دا لوبه چې پخوا يې په سويل ختيځو ولايتونو پکتيا، پکتيکا،غزني کې ډېر مينوال درلودل دا مهال کمرنګه شوې او يا خو په ځيني ولايتونو کې بيخي نه تر سره کيږي.

د سانګې يا نېزه بازۍ لوبه د پکتيکا په ولايت مرکز ښرنه او کټواز ولسوالۍ کې اوس هم تر سره کيږي او په زيات شمير کې مينه وال لري.

دا سيالۍ  ځانګړي ملي ارزښت لري او په ملي ورځو، ودونو، د ماشومانو د پيدا کېدو په خوښۍ، د نوي کال په مناسبت او د اخترونو په ورځو کې تر سره کېږي، چې ليدونکي يې له پکتيکا څخه ور ها، خوا د غزني او پکتيا اوسېدونکي هم وي.

دا چې دا لوبې د پکتيا په زرمت او د غزني په ناور، قرباغ او اندړو ولسواليو کې هم کېږي، نو ځينې وخت د دې درې ولايتونو سيالۍ هم د پکتيکا په ولايت کې کېږي، دا چې په پکتيکا کې دغه لوبه ډېر مينه وال لري، او زياته تر سره کېږي نو د ورڅېرمه سيمو لوبغاړي يې په اسانۍ سره په سياليو کې ګډون کوي.

د پکتيکا ولايت د کټواز ولسوالۍ اوسيدونکی او د نېزه بازي د لوبې لوبغاړی ۵۵ کلن حاجي بهرام وايي چې دا لوبه له پېړيو، پېړيو را په دې خوا په پکتيکا کې رواج لري.

بهرام وايي، دغه لوبه په سيمه کې خلک د سانګې په نوم هم پيژني او وايي چې د اس ځغلونې لوبه ده، چې په ۱۰۰۰ متره هموار ميدان کې، يوه لوېشت لرګی ټک وهل کېږي، بيا اس سپور د ميدان له سر څخه په تېزۍ له نېزې سره پرې راځي، په منډه کې دا لرګی د نيزې په څوکه کاږي او لوبه ګټي.

د بهرام په خبره هر سپور درې چانسه لري، يعنې درې ځله کولای شي، چې ځان وازمايي او لرګی له ځمکې څخه وباسي او وايي چې کله يو سپور درې ځله يوه لويشت لرګی له ځمکې وباسي نو د لوبې ګټونکی اعلانيږي.

بهرام وايي؛« د لوبې هر يو لوبغاړی چې په مسلسل ډول سره درې ځلې په ميدان کې هغه موږی چې د سانګې په واسطه پورته کيږي واخلي ګټونکی اعلانيږي او که کوم کس په لومړي ځل بريالی نشو ، نو بيا يې دغه چانس له لاسه ورکوي، د دې لوبې د ګټلو لپاره ډېر تمرين ته ضرورت دی دا لوبه هر څوک نشي کولی»

د سانګې يا نېزه بازي لوبه ګڼ مينوال لري د لوبې د ترسره کولو پر مهال په ميدان کې د خلکو يوې او بلې خوا ته د نندارې لپاره اوږدې ليکې جوړې وي.

کله چې په اس سپور لوبغاړی د سانګې په واسطه غواړي موږی پورته کړي د خلکو له لوري د تشويق په موخه په ډولونو او چکچکو بدرګه کېږي.

ګل اکا چې د سانګې يا نېزه بازي يو بل لوبغاړی دی او دا مهال بوډا شوی دی، د دې لوبې په اړه وايي؛ مخکې به چې د ولايتونو يا ولسواليو تر منځ لوبې تر سره کېدلې ، نو اس ځغلوونکو به د لوبې د آتلولي ګټلو لپاره داسې ځانګړي اسونه ساتل، چې په لوبه کې ښه تيز او يرغه وو او د موږي د اوچتولو سره هم بلد وو.

ګل اکا وايي چې پخپله يې داسې اسان روزلي چې په ډېر مهارت سره به يې په لوبه کې ځغليدل.

د ګل اکا په خبره د لوبې د تر سره کولو پر مهال د لوبې د ګرمېدو لپاره د دوه تنو ډولچيانو له لوري ډول وهل کيږي چې د نېزه بازي آسونه هم په دې ډول باندې پوهيږي او حرکات ورسره زياتيږي.

نوموړی وايي ؛ « کله چې اس د ميدان له يوه سره څخه منډه را واخلي نو د ميدان په منځ کې دوه تنه ډولچيان ورته ډول وهي او چې اس هر څومره موږي ته رانژدې کېږي ډول هغومره تېزېږي، او په تېزۍ کې هغه موږی چې سور ټوکر هم په دې خاطر ورباندې لګول شوی وي چې وليدل شي د نېزې په واسطه چې دوه نيم متره اوږدوالي لري پورته کوي، په دې سره لوبه نوره هم جالبه کيږي او مينوال هم په دې وخت کې لوبغاړي په چکچکو بدرګه کوي»

دغه لوبه ، سره له دې چې ډېر مينه وال لري ، خو خراب امنيت ، غوربت او ځينو نورو ټولنيزو ستونزو له امله د سقوط په حال کې ده.

په تېرو څو کالونو کې د امنيت د خربوالي په سبب په پکتيکا کې ياده لوبه کمرنګه شوې او په دې لوبه يې سيوری غوړولی.

که څه هم د دې لوبې مينوال ډېر زيات دي، خو د امنيتي خنډونو له امله خلک نشي کولی د پخوا په شانې له ولسواليو او ولايتونو څخه خلک پر يو ځای سره سياليو ته راشي.

د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسيدونکی رحيم خان خوشحال د دې لوبې ارزښت ډېر زيات بولي او وايي د سيمې په کچه د خلکو دوديزه او ملي لوبه ده خو وايي چې نا امني خلک خوښيو ته نه پريږدي، چې په ارامي سره له لوبې څخه خوند واخلي.

خوشحال وايي چې؛ لس کاله پخوا هم خلکو اسان په دې موخه ساتل، چې د نېزه بازي لوبې ته يې آماده کړي، خو سږ کال دا لوبه ډېره کمه کيږي خو بيا يې هم مينوال زيات وي.

« په دې وروستيو کې د پکتيکا په يحی خېلو او يوسف خېلو ولسواليو کې د لوبو په ميدانونو کې د ځانمرګو بريدونو له امله ولسي خلکو ته ډېر ځاني زيانونه واوښتل اوس خلک هم ډاريږي او په لوبو کې برخه نه اخلي»

خوشحال هيله مند دی او راتلونکي ته خوشحاله دی، چې په هېواد او په ځانګړي ډول پکتيکا کې حالات ښه کېږي او خلک به په خوښيو سره مېلې کوي.

که څه هم دا لوبه له ډېر پخوا څخه تاريخي مخينه لري، خو دا مهال يوازې د هېواد په سويل ختيځو ولايتونو او خيبر پښتنخوا صوابي کې لوبغاړي او مينوال لري چې ډېره کمې سيالئ جوړوي.

د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالي اوسېدونکی او د پکتيا پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي استاد پوهيالی عارف الله حق پرست د دې لوبي په اړه وايي چې دا لوبه په لرې پرتو پښتني سيمو کې تاريخي او دودېزه لوبه ده، چې دا مهال هم ډېر مينوال لري خو په پکتيا کې د هېرېدو په حال کې ده.

حق پرست وايي دا مهال په پکتيکا کې تر سره کيږي، خو د پخوا په شان په جوش او شوق سره د ناامنيو له امله برخه پکې نه اخلي.

حق پرست وايي د دې لوبې د ژوندئ ساتلو لپاره بايد ورزشي آمريتونه او مدني ټولنې پام وکړي، چې دا لوبه هيره نشي.

« دا زموږ خپله دودېزه او پېژندل شوې لوبه ده ډېرې لوبې له نورو هېوادونه څخه را انتقال شوې ، خو دا لوبه پخپله افغانانانو را منځ ته کړې، نو د ژوندي ساتلو لپاره دې په ګډه کار وشي»

که څه هم دا لوبه معلوم تاريخ نلري خو داسې ويل کېږي چې پخوا د آريايانو له لوري تر سره کېدله، چې بيا وروسته د افغانستان په سويل ختيځو ولايتونو پکتيا، پکتيکا او غزني کې د يوې دودېزې لوبې رنګ خپل کړ