رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

کلپونه
بدني ښکلا

ډیری داسي ځـــــــــــــــــوانان شته چې دبدني ښکلا ســــــــــــــپورت سره ډیره مینه اوعلاقه لري خوهغوي وایې:که چيري په دغه کـــلپونو کې همداسي غیري مسلکې خلک شتونه ولري،نوموږ به هیڅ کله هم په دغه کـــــــــلپونو…
6.12.2015  |  کونړ ١٥ ليندۍ ٩٤
د کونړ بدني ښکلا سپورتي کلپونه غیري مسلکي کسانو جوړکړي (انځور عمران واک)
د کونړ بدني ښکلا سپورتي کلپونه غیري مسلکي کسانو جوړکړي (انځور عمران واک)


 

د کونړپه زړه اسداباد کې دبدنې ښکلاد ورزشي کلپونو ورزشکاران شـــــــــــــکایت کوي، او وایې چې دغه کلپونه راته داسي یوچا جوړکړي چې خــــــپله پدغه ورزش نه پوهـــــــــــــــيږي اونه یې چیرته په خوا ورغلي دي، نو دوي به موږ ته دورزش حــــــــــــــــــــــــــــرکتونه څه ډول وښـايې. هغوي وایې:فقت دوي پیسوته ناست دي اوخـــــــــــــــــــــــــــــــپل تجارت کوي،کله چې ورته نوي

ورزشکاران راشي،دوي یې زر دپیسو حساب خلاص کړې،بیا نوشاکرد په خپل سر باندي حرکتونه او وزن چګوي،دنوموړواستاد لخوانه ورته هیڅ ډول مســـــــــــلکي حرکت نه ښوول   کيږي،دنوي شاکردانومسلکې حرکتونه اودوزن داندازي نه ښوول،ددي لامیل شې چې ورزشکاران خپل ورزش پريږدې. 

ډیری داسي ځـــــــــــــــــوانان شته چې دبدني ښکلا ســــــــــــــپورت سره ډیره مینه اوعلاقه لري 

خوهغوي وایې:که چيري په دغه کـــلپونو کې همداسي غیري مسلکې خلک شتونه ولري،نوموږ به هیڅ کله هم په دغه کـــــــــلپونو کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې دورزش لپاره زړه ښه نه کړو.

دهمدغه ورزشي کلپ یو ورزشــــــکار(انعام الله)چې هر ورځ له خپل کوره دورزش لپاره ښارته راځې پنځوس روپۍ افغانۍ کرایه ورکوي.                                    

نوموړی دکــــــــــــــــونړولایت دنرنګ ولسوالۍ اوسیدونکی دی،هغه راته خپله کیسه داسي کوي اووایې:شپږمیاشتي کیږي چې په دغه ورزشي کلپ کې په ورزش باندي بوښت یم،زه دبدني ښکلا ورزش چې باډي اواندام جوړول دي، ډیره مینه اوعــــــلاقه لرم،خواوس تري لږ نا امید شوی یم.                                                                                           

  دی وایې:کله چې زه دې ورزشي کــــــــــلپ ته راغلی یم،یوخو زه موږ استادان وخت په وخت

بدليږي،دامو دریم استاد  دی چې بدل شو،هریوچې راځې دوي خپله ورزش نه وی کــړی اونه په هغه حـــــــــــــــــــــــرکتونو پوهیږي کوم چې ورزشــــــــــــــــــــــکارته ښوول کـــــــــــيږي.       

انعام الله وایې:فقت دوي خپلو پیسوته ناســـــت دي،اوپه دغه ورزش یې یوتجارت یې شروع کړی دی،دوي به خلکوته د ورزش هغه مسلکي حرکتونه څنګه ور‌ذده کـــــــــړي،چې دي پري خپله نه پوهیږي.

ددپه خبره شپږمیاشتې مې کیږي چې په خپل سر لګیایم ورزش کوم،دا راته نه معلومیږي چې اول کوم وزن چګ کړم،اوداوژود کوم حرکتونه وکړم،زه پري مسلکي نه پوهیږم خودغه درنې اوسپنې جګوم،داستادانود نه مسلکيتوب دا شکایت یواځې زه نه لرم،ماته ورته نور ورزشکاران ملګري هم ورته شکایتونه لري،اود دغه مشکیل سره مخ دي.                                                             

نوموړی وایې:د بدني ښــــــــکلا ورزش سره ځښته مېنه لرم،خواوس ورځ تربلې مې په اوژود کې دردونه پیداکيږې،نو مجبوریم چې ورزش پریږدم،ځکه ورزش مادصحت لپاره کوو،خوچې صحت مې پري خرابيږي،په دغه شان ورزش به څه وکړم. 

داسداباد ښاراړوند دکرهالې دکلي یو اوسیـــــــــــدونکی چې همدغه ورزشي کلپ ته دورزش لپاره راغلی،هغه هم په ورزشي کلپونوکې له ورته ستونزي شکایت کوي.

مطیع الله وایې:دري کاله وړاندي مې استاد شفیق ســـــره دبدني ښکلا کلپ کې ورزش شروع کړی دی،چې نوموړی استاد دننګرهار اوسیدونکی و،خوپه اسداباد کې یې دلومړې ځل لپاره دبدن دښکلا ورزشي کلپ جوړ کړ،چې ډیر ورزشکاران به ورته راتلل،دغه استاد په خپل مسلک کې ډیر تکړه وو،اوخپله یې ورزش هم کــــــړی،هغه وایې:نوموړي استاد دهیواد په دننه اوهیواد نه دباندي ډیري مسابیفې راوړي دي،یاد استاد د مســــلک مطابیق مشورې اومسلکي حرکتونه خپلو ورزشکارانو ته ورښوول.

مطیع الله وایې:هغه استاد چې کله ددي ورزشي کلـــــــــــپ څخه تللی دي،نودغه کلپ اوس دغیري مسلکي سړې سره دی،زه هم دي کلپ ته دخپل تمرین لپاره راځم،خواســــــتاد موخپله په ورزش نه پوهیږي،ډیری شاکردان تري لاړ،ځیني داسي ورزشکاران وو،چې په ملاګانو کې ورته دردونه پیدا شول اوخپل ورزش یې پریښـود،زه څه وکړم استاد ته مې ډیر وویل چې دې شاکردانو ته یومسلکي استاد ونیسه،هغه راته وایې یاره خـــــــــــــپل ورزش دي کو،دا ماتجارت ته جوړکـــــــــــړی دی.                                                                                                                                                                     

دکونړسیدجمال الدین افغاني پوهنتون دښوونې اوروزنې دپوهنځي یومحصـل هم دې کـــــــــــلپ ته   دورزش لپاره راځې،نوموړي مسیح الله دلوکر ولایت اوسیدونکی دی،هغه د ذده کـــــــړې ترڅنګه دبدني ښکلا ورزش هم کوي.

مسیح الله د افغانستان ټوډې ته وایې:کله چې زه دې ورزشي کلپ ته راتلم نو ما په بازارکـې دبدني ښکلا ورزشي کلپ یو پوسټر چې په دیوال باندي ځړول شوی و،ولید اوپه کـې ليکلي وچې،

 

(۱)هر ورزشکار په ازادانه ډول کولای شي چې په دي ورزشي کلپ کــــې برخه  برخه واخلی. (۲) دلته هر ورزشکارپه مسلکي توګه روزل کــــــــــــــــــــیږي.                                      

(۳)دنوي شاکرد څخه به شپږسوه افغانۍ داخیله اودمیاشتې به دري ســــــــــــــوه افغانۍ ورکوي.    

(۴)دمحصلینو لپاره په داخیله اوپیس کې ځانګړی تخفیف په نــــــــــــــــــــــــظر کې نیول  شوی.

 

 

نوموړی وایې:د بدني ښکلا ورزشي کلپ ته د داخیلې لپاره راغلم،نودکلــــپ استاد ناست وو، ورته مې وویل چې زه غواړم به دي ورزشي کلپ کې ځان شامیل کړم اوورزش وکــ-ړم،هغه راته وویل سمه ده دپیس لپاره دي روپۍ راوړي دي،مال هو،خو مې ورته وویل چې زه محصـــل یم،هغه راته په جواب کې وایې چې دټولوشاکردانوڅخه همدغه شپږسوه افغانۍ داخیله اودري سوه پــیس اخیستل کیږي،دلته محصل اویوعام ورزشکار یوشان بیل اوپیس ورکـــــوي.

مسیح الله وایې:داخیله مـــې ورکړه او ورزش مې شروع کړ،خواوس چې ګورم د محصلینولپاره نه ځانګړی تخفیف شته دی اونه مسلکي حرکتونه ورښوول کیږي،یومیاشت مې کې کیږي چې راغلی یم، اوس مې زړه دی چې ځان تري اوباسم،ځکه دمحصل سره مرعت نه کوي،مسلکې حرکتونه نه ورښوول کیږي،په خپل سر درنې وســــــپنې جګوو،دغه ستونزې دې، چې زه د دغه ورزشي کلپ څخه ځان اوباسم. 

دبدني ښکلاد ملي فدراسون امراودهمدغې کلپ استاد(محمد هارون الرشید)دافغانــــــــستان ټوډی ته وایې:دبدني ښکلا کلپ مې داسداباد په ښارکې په(۱۳۹۲)هجري کال کې جوړکړی،چې په دي کلپ کې(۱۵۰)څخه زیات ورزشکاران اوس په عملي ډول په ورزش بوښـــــت دي،اود استاد په مشوره اولارښوونه دوي ته خپل ورزشي حرکتونه په سم ډول ترسره کیږي.

نوموړی وایې:زه د ورزشــکارانو دغه خبرې په کلکه ردوم،چې دوي زه موږسره په داخیله اوپیس کې ګذاره نه کوي،اود ټولو ورزشــــــکارانوڅخه یوشان داخیله اوپیس اخیستل کیږي،دی وایې:موږ خپل شرایط اواصول لرو،چې هغه مـــــــــــــــــوپه یوپوسټرکې ورته په څرګند ډول لیکلي دي،چې ورزشکاران به مسلکې ډول روزل کیږي،دمحصــــــــــــلینواوهغه ورزشکاران چې دولسوالیوڅخه راځې،ددوي سره به په داخیله اوپیس کې ګذارکیږي،چې ځـــانګړی تخفیف لري،موږدورزشکارانو سره هیڅ ډول ظلم اوزیاتی نه دی کړی.

هغه وایې:زه دورزشکارانود ورزش دپریښودوســــــــــتونزه منم،خو ددغه کسانو دورزش پریښودو يواځینی لامل ددوي اقتصادي مشکلات ددي. چې دوي خـــپل ورزش په نیمایې کې پریدي اودښتې.

ددي ترڅنګ دبدني ښکلا د ورزشي کلپ استاد(محمد هارون الرشید)په کونړکې په ورزشي  اداري تورپوري کوي او وایې:چې دوي ته دکابل څخه زه موږ په نامه ډیرلیــــباسونه اوسامان الات راشي خوموږ تري نه خبریږو،ددغې اداري مشریې په ننګرهارکي خـــــــرڅوي،دهغه په وینا تراوسه یې موږته یوه مسابیقه هم نه ده جوړکړي،کله چې په کابل کې مسـابیقې جوړشي،د ورزش امریت تري خبرهم نه وي،دغه ډول ستونزې موداړونده اداري چارواکوســــره شریکي کړي،خوهغوي هم پري غوږنه دی ګــــــــــــــرولی. 

دامین بدني ښـــــــــــکلاپه نوم دیوبل ورزشي کلپ استاد (وحیدالله)وایې :چـې څوارلس ورځې مې کیږي،چې دغه ورزشي کلپ مې اخیستی،دی وایې تراوسه په کلپ کې دکومې ستونزې سره نه یم مخ شوی،خودوخت په تیریدو ســــــــــــــــره به وګوروچي کومې ستونزې موپه کلپ کې موجودي وي،نوهغوۍ ته به دحـــــــــــــــــــــــــــــــل لارې چارې لټو،ترڅودغو ستونزوته دپای ټکی کیدو.

نوموړی وایې:دمحصلینواونورهغه کسان چې دلري پروتو ولسوالیوڅخه مرکـــــزته دورزش لپاره راځې دپیس اوبیل په برخه کې ورسره پوره همــــــــــــکاري کو.

هغه وایې:ګه دورزش امریت زه موږ سره دورززشکارانوپه ورزشي سامان اوددوي لپاره دځای په نیولوکې مرسته اوهمـکاري وکړي،نو موږ کولی شوچې ورزشکارانو ته وړیا ورزش ورکړو،دوي تراوسه پورې یوه مســـــابیقه هم نه ده جوړکړې،اونه یي دورزشي کلپونوڅخه لیدنه کړې.

هغه وایې: موږدورزش دامریت څخه غوښتنه کووچې زه موږورزشکارانوته دي،په خپل ولایـــــت یاپه نورو ولایتونو مسابیقې برابرې کړي،ترڅودوي دافغانستان دبدن دښکلا په ملي ټیم کې شـــامیل شي،دا به یواځې ددلپاره یوه لاس ته راوړنه نه وي،بلکي دابه په حقــــــیقت کې دټول کونړلپاره یوه لاس ته راوړنه وي.

دالمپیک چارواکي ددغه استادانوځیني نیوکې بې ځــــای ګڼې، اووایې چې دوي زه موږ سره رسمي راجیستردي،چې هغوي ته مو دســــــــــپورت امریت لخوا رسمي جوازونه ورکړي ،پرته له جوازه موږهیڅ چاته اجازه نه ده ورکړي،چې دبدني ښــــــکلا کلپونه جوړکړې.

دکــــــونړدالمپیک د ادارې امر(احدالله)(ثاقیب)وایې:په کونړکې غیري دولتي دوه دبدني ښګلاکلپونه لرو،چــــــې دي هریوته مورسمي جوازونه ورکړي،اوخپل فعالیت کوي،خویواځې ددوي څخه موږ دنظارت حـــــــق لرو،ځکه چې دا دوه بخشه لري،یودبدني روزنې،اوبل یې دسپورت بخشه دی،چې دبدني روزنې څــــــــانګه بیل اوځانته په کابل کې ریاست لري،کله چې په کابل کې مسابیقې جوړي شي، نوددوي ریاست دســــــــــــپورت امریت ته رسمي مکتوب رالیږي چې موږته دمسابیقې لپاره ورزشکاران رامعرفي کړه،نوبیا ورته دهمـــــــــدغې کلپونوورزشــــــــــــــــکاران ورمعرفي کوو.

نوموړی وایې:هرمیاشت موږیوه غونډه لرو،چې ددغې کلپونواســــــــــــتادان پکي وي،اودوي څخه ستونزې اومشکلات اورو،همدغه ستونزي یې اړونده اداري چارواکوسره شریکوو،خوپه دغه برخه کې ورسره چارواکوواعدې اوجمنې کړي،خوددوي څخه په هر میــــــــــــــــــاشت کې موږ نظارت کوو،(ثاقیب)داهم وایې:دبدني رزونې ورزش یوتجارتې شــــــــــــــــــکل لري،کولی شي دوي ځانته یوډونرپیداکړې،ترڅوددوي دمسابیقوجوړولو،سامان اخیــــــــستلواوداستاد دمعاش مصــــــــــــرفونه ورکړې،موږ ددغه شان مصرفونو توان اواجازه نه لرو.ځکه ســـــــــــپورت په ټولوورزشونوباندي دنظارت رسمي جوازاومشوروحق لروي،نه ددوي سره  دمالي کومک. 

له دي وړاندي ډیری داسي دبدني ښکلا کلپونه و،خودځینواقتصادي ستونزو له امله یې خپل فعالیت په ټپه درولی،چې ددغې جملې څخه دوه اوس فعاله دي اوخپل فعالیت کوي،چې ډیری ورزشکاران پکي په ورزش بوښت دي.