رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

ژرندې
زېربنا

اوبيزو ژرندو اوسنی شکل هم د مثبت تغير وړ دی ، ځينو په دغه برخه کې له کار کولو وروسته ترې د برېښنا توليد په څانګه کې هم ګټه پورته کړي ده ،خو کار يې مسلکي بڼه نلري
10.01.2016  |  خوست ١٩ مرغومى ٩٤
اوبيزو ژرندو لرغنتوب ته په کتو ويلي شو چې اوبيزې ژرندې د ولسي خلکو اقتصادي بساينې لپاره په تېر کې يو ښه فکر او هڅه وه  (انځور زرولي خشنود)
اوبيزو ژرندو لرغنتوب ته په کتو ويلي شو چې اوبيزې ژرندې د ولسي خلکو اقتصادي بساينې لپاره په تېر کې يو ښه فکر او هڅه وه (انځور زرولي خشنود)

 

ژرندې د ولسي اقتصادي زېربنا

که څه هم په افغانستان کې ، په اوږد مهال کې، د دغه هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې، شته سندو روانو اوبو څخه ،د برېښنا په توليد په برخه کې کومه ګټه  نه ده پورته شوي، خو ولې يو شمير زيارکښو  اقغان وګړو بيا، په خپل ابتکار له روانو اوبو ،د زراعتي ځمکو خړبولو ترڅنګ،  د اوبو په انرژۍ، د غنمو او نورو کرهڼيزو حاصلاتو اوړه  کولو  په برخه کې، اغيزمنه ګټه پورته کړی ده.

ژرندې که له يوې خوا اقتصادي ارزښته برخمنې دي، ترڅنګ همدا اوبيزې ژرندې د ډيزلي ژرندو په نبست ،د هوا د ککړتيا  څخه ژغورنې او پاک ساتنې په برخه کې، ګټورې تماميدای شي .

د خوست ولايت شمل سيند چې د افغانستان نورو ولايتونو په څېر روانې اوبه لري، د دغه سيند پر غاړه مېشتو کورنيو په يو شمير برخو کې، اوبيزې ژرندې جوړې کړي دي چې، شمېر يې  په خوست ولايت کې ،د دغه سيندو په اوږدو کې شاوخوا ٣٢ ته رسيږي.

د ژرندرګړو په وينا چې همدا کار نه يوازې، د هغوي په اوږد مهاله کې ،  د يو وړ  کاروبار سبب جوړشوی، بلکې له همدې ځايه ولسي خلکو او کليوالو ته د خپلو غلو دانو اوړه کولو په برخه کې ،د پانګو خونديتوب يوه اغېزمنه لاره هم په ګوته ورکوي .

٥٥ کلن سيد اجمل وايي چې، د خوست ولايت مرکز اړوند بسودي کلي اوسيدونکی دی، او ژرندرکړی دی، د اوبيزو ژورندو په هکله داسې وايي : (( دا  ژرندې موږ ته ډېر پخوا څخه ، د خپلو پلرونو په مېراث راپاتې شوي دي، موږ له دغه کاره د خپلو کورنيو اقتصادي ستونزو په لرې کولو کې ګټه پورته کړي، دا اوبيزه ژرندې چې نوم نه يې ښکاري په اوبو چليږي موږ او کليوال مو ترې د خپلو غلو ډيزلي ژرندونه ،  په کوم قيمت اوړه کوي چې ،ماشيني ژرندې  اتم او موږ ١٦ من اخلو.))

سيد اجمل  له خپل کاروباره رضايت څرګنده وي خو وايي غوره به واي چې ،اوس موږ هم له روانو اوبو د برېښنا توليد په برخه کې، د نورو هېوادونو په څېر ګټه اخېستلي وه .

نوموړی زياتوي : (( اوبيزې ژرندې ګټورې دي، کاروبار يې هم ستونزمن نه دی ،خو په اصل کې همدا چاره يو اړخېزه نفعه خلکو ته په لاس ورکوي، له دې ځايه پکاره وه چې موږ له ژرندې سره په څنګ کې، د برېښنا په برخه کې هم ګټه پورته کوله.))

هغه وايي : ژرندې جوړول هم کومه اسانه کار نه دی ، بلکې دغه کار لپاره د اوبو شتوالی ترڅنګ اړينه ده چې، ژرندې ته  د اوبو يوه ناوه، ٣٢ پارې لرونکی څرخ ، د مقاومت لرونکی تيګۍ يو ستر پل ، شړشانه ، غوبله او ځيني نور توکي، د يو مسلکي نجار لخوا برابر شي.

پخوا داسې نظريه موجوده وه چې، د اوبيزو ژرندو څاټه خواږه وي  ځکه چې ،د ډيزلي ژرندې په نبست په کراره غنم اوړه کوي، خو اوسنيو وختونو کې بيا دغه خبره يوازې يو سواګريز نظريه بلل شویده، د ولسي خلکو په باور  په دې خبره يوازې خلک ديته لېواله کيدل چې، خپلې غلې ژرندنې ته اوړه کولو لپاره وروړي.

اوبيزو ژرندو اوسنی شکل هم د مثبت تغير وړ دی ، ځينو په دغه برخه کې له کار کولو وروسته ترې د برېښنا توليد په څانګه کې هم ګټه پورته کړي ده ،خو کار يې مسلکي بڼه نلري .

د خوست ولايت مرکز اوړند د ټينډي پيرانو په سيمه کې ٤٥ کلن رواف جان ،د خپلې اوبيزې ژرندې اوسنی بڼه موږ ته داسې په ګوته کوي .

رواف زياتوي : (( په لرغوني شکل له اوبيزې ژرندې يوازې او يوازې د غنمو او جوارو په اوړه کولو کې ګټه پورته کيده، خو اوس مو کليوالو د ژرندې په يوه برخه کې له کومه چې له لوړې نقطې ښکته اوبه را توييږي يو لرګين څرخ نصب کړی دی، چې څنګ ته مو ډينامو لګولي ،دا کار پخپله د برېښنا توليد په برخه کې ښه کار کوي، او کله چې د شپې لخوا ژرنده ولاړه وي همدې ځايه زموږ ٥٠ کورونو ته تر سهاره پورې برېښنا رسيږي او هم مو کورونو ته غځول شوي يو ژور څاه څخه په نل کيو کې اوبو رسيدنې خدمات .))

نوموړی وايي (( دا کار په کم لګښت ترسره کيږي او له هرې ژرندې څخه ،د برېښنا توليد په برخه کې له څلوښت زرو څخه زياتې پېسې هم نه مصرفيږي، ځکه نن سبا  ډيناموګانې چې، لوړه برېښنا توليداوي په کوم لګښت موندل کيږي .))

خو د ډيزلي ژرندو خاوندان بيا د ډيزلي ژرندو ارزښت، له اوبيزو ژرندو لوړ بولي،  دوي وايي ډيزلي ژرندې د عصري ټکنالوژۍ په راتلو سره ،يوه غوره لاسته راوړنه ده چې، د اوبو په وچېدو دهغوي کاربار نشي دريدلي ترڅنګ امکان لري چې ،همدا ژرندې هر چرې نصب شي .

په خوست ښار کې د ډيزلي ژرندې لرونکی ٣٥ کلن توريال وايي : (( پخوا ويل کيدل چې، د اوبيزو ژرندو ډوډۍ خوږه وي ،خو په اصل کې داسې نه ده ، بلکې هغه په اوس کې موږ يوازې يو سوداګريز اعلان بللي شو ،ځکه چې دوي غوښتل په دې توګه غنم ور وړونکي يا ګاک پېدا کړي .))

هغه وايي: ډيزلي ژرندې چې ، ماشين الات يي په کمه بيعه پيداکيږي هر  ٢٣هاسپوره ماشين ٥٠٠٠٠ زره کلدارې پيداکيږي او  ګټور په دې دی چې، په هر ځای کې لګول کيږي ، ديته اړتيا نشته چې ،دلته اوبه شته يا نه ؟.

 پرډيزلي  او اوبيزو ژرندرګړو پسې ډېر متلونه هم شوي دي، يو ځای ويل شوي چې ،(له څاټې يې مز ډېر دی)، دا متل ولسي خلکو په داسې شکل کړی  چې پخوا به کومو خلکو چې، پر ډيزلي ژرندو غنم اوړه کول هغه مهال به چې د تيلو قيمت لوړ شو نو پېسې به زياتې پرې راتلې همداشان ويل شوي چې (ژرنده که دپلار ده هم په وار ده) دا متل په دې ډول تعبر کيدای شي چې ، پخوا که به د ژرندرګړي خپله غله هم ناوخته اوړه کولو لپاره ژرندې ته راوړل شوه د ګڼې ګوڼې له امله به خپل نوبت ته پرېښودل کيده.

خو په اصل کې د اوبيزو ژرندو لرغنتوب ته په کتو ويلي شو چې اوبيزې ژرندې د ولسي خلکو اقتصادي بساينې لپاره په تېر کې يو ښه فکر او هڅه وه  کوم چې، زياته ګټه يې ،پخپله ولسي خلکو ته رسيده، مګر اوس چې ،تکنالوژۍ بېساری پرمختګ کړیړ که له يادو ژرندو برېښنا توليد او نورو صناعتي کارونو په برخو کې هم ګټې اخېستنو چاره ولټول شي کيدای شي له يوې خوا يې اقتصادي ګټې ډېرۍ شي، او له بلې خوا خلک  د يو دوامداره او وړ کاروبار موندونکي هم شي.