رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

چاپېریال ساتنه
د چاپېریال زیان

پر هغه سړک چې پر دواړو غاړو یې یو مهال دوکانونه او ګڼه ګوڼې وه اوس پرې د چټلېو لښتي بهیږي. په مخدره توکو یو اخته کس په چټلېو کې د ستنې پسې ګرځي او ماشومان بېا کباړ ټولوي. یوه کورنۍ د خپلو کثافاتو کڅوڼې غورځوي او…
3.06.2015  |  ننګرهار‎ ,پېښور
په پېښور کې زیانمن شوی چاپېریال
په پېښور کې زیانمن شوی چاپېریال

 

پر هغه سړک چې پر دواړو غاړو یې یو مهال دوکانونه او ګڼه ګوڼه وه اوس پرې د چټلېو لښتي بهیږي. په نشه يي توکو یو اخته کس په چټلېو کې د ستنې پسې ګرځي او ماشومان بېا کباړ ټولوي. یوه کورنۍ د خپلو کثافاتو کڅوڼې غورځوي او پدې ډول د پاکستان د پیښور ښار پر اشرف روډ د پرتو کثافاتو له خرمن نه بدبوۍ پورته کیږي.

 

د پاکستان د انجینري خدماتو د ملي ادارې لخوا د خیبر پښتونخواه د چاپېریال ساتنې ادارې ته په یوه راپور کې ویل شوي چې هر ورځ پيښور ښار کې ۶۰۲ ټنه جامد کثافات تولید کیږي چې د دغه ښار د هر اوسېدونکي پر سر ۰.۵ کیلوګرام جوړوي. همدغه راپور کې راغلي چې د تحصیل د ښاروالېو شرکت چې د پیښور ښار د کثافاتو د ټولولو قرارداد لري، هره ورځ شاوخوا ۳۹۸ ټنه کثافات ټولوي. دا پدې مانا ده چې هره ورځ تر ۲۰۰ ټنو ډیر زهري، صنعتي او نور کثافات سوځل کیږي یا پر واټونو پریښودل کیږې چې د ښار د اوبو زېرمې چټلوي او په خلکو کې ناروغۍ رامنځته کوي. خو له ۷۴۴۶۰ ټنو کثافاتو سره چې په یوه کال کې له ټولیدو پاتیږي، څه کېږي؟

 

د کثافاتو د غورځولو ځاېونه په ښار کې د ناروغېو د زیږولو مخکښې سیمې شوي دي. پر واټونو پراته کثافات غوماښې راټولوي او پدې توګه د ملاریا، هیپتایتس، اسهالاتو او د پوستکي ناروغې رامنځته کوي. د پیښور پر اشرف روډ ېو لېړې والا٬ ګل تاج وايي "هر څوک چې په ښار کې موټر چلوي د کثافاتو غونډې ویني. خلک کثافات د واټونو پر څنډو غورځوي او دغه کار د پښور د فاضلابو سیستم بند کړی دی."

 

پېښور کې اتېا سلنه اوبه د څښاک ندي

 

د پاکستان د ساینسي او صنعتي څیړنو په شورا کې د یوه مشر څیړونکی، جهانګیرشاه، په خبره په پېښور کې په سلو کې اتیا اوبه "د باکترياوو او کیمیاوي کثافاتو له کبله د انساني څښاک لپاره سمې ندي". د خیبرپښتونخوا د عامې روغتېا د ادارې د معلوماتو له مخې،  پدې ایالت کې ۵۴ سلنه خلک د اوبو نه پیداشوو ناروغېو لکه ټایفاید او کولرا نه کړیږي. دغې ناروغۍ د خیبرپښتونخوا پر روغتېايي خدماتو او سرچېنو هم ستر بوج اچوي.

 

خو د کثافاتو د ملامتۍ ګوته پخپله د روغتېا ادارې ته هم نیول کیږي. پداسې حال کې چې روغتونونه له هغو ناروغانو ډک دي چې د کثافاتو د شتون له کبله ناروغه شوي دي، د یوه چارواکي په خبره، طبي زهري کثافات هم د ستونزو ستره برخه جوړوي.

 

په خیبرپښتونخوا کې د چاپیریال ساتنې د ادارې مشر، ډاکټر محمد بصیر خان وايي "د روغتونونو کثافات د چاپیریال لپاره ډیر ستر ګواښ ګڼل کيږي. په پيښور کې درې ستر روغتونونه شته چې د کثافاتو د سوځولو ماشینونه یې کار نکوي او لدې کبله د روغتون کثافات بهر غورځول کیږي. شپږ میاشتي وړاندې زموږ ادارې په دولتي او شخصي روغتونونو کې د کثافاتو د سوځولو د ماشینونو د شتون په اړه سروې وکړه او بیا موږ ټولو روغتونونو ته خبردارې ورکړ چې دغه ماشینونه په کار واچوي."

 

په کابل کې کثافات خلک وژني

 

د پولې دې غاړه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې، د کثافاتو د ټولولو چارواکي له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي تر څو د هوا د ککړتېا، د اوبو نه د رامنځته کیدونکو ناروغیو او په ښاري سېمو کې د کثافاتو د ډیریدو مخه ونیسي.

 

د کابل ښاروالۍ د کثافاتو او تنظیف د څانګې مشر، نثار احمد حبیبي غوري وایي "موږ په ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۰ ټنه کثافات د کابل له بېلابیلو برخونه ټولوو خو د ماشېنونو او نورو سرچېنو د کمښت له کبله موږ په ښار کې د تولیدیدونکو ټولو کثافاتو د ټولولو وس نلرو."

 

د عامې روغتېا د وزارت په حواله، کثافات ښايي په کال کې د ۳۰۰۰ کسانو د مړينې د چټکیا لامل وي. د کابل اوسېدونکي د اسهالاتو، نري رنځ او ورته نورو تنفسي ناروغېو له سترو ګواښونو سره مخ دي چې اکثراْ د دوړو او ککړې هوا نه رامنځته کيږي او ماشومان تر نورو ډیر ګواښوي.

 

د هوا د ککړتیا له کبله رامنځته شوې ناروغې د نورو ولایتونو په ښارونو کې هم ورته ګواښونه زیږوي.

 

د ننګرهار ولایت د روغتېا ریاست د چاپیرېال ساتنې د څانګې مشر، ډاکټر محمد نصیر وايي "په تېرو دریو میاشتو کې دلته په سلګونو ناروغانو ته چې په تنفسي ناروغېو اخته وو، درملنه ورکړل شوې ده."

 

په ننګرهار کې د سوځل شوو ټایرونو بوي

 

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د جلال آباد په ښار کې د مخ په ډیریدونکو کثافاتو د مدیریت لپاره ټولنیز مسوولیت باید پراخ شي. ورته خبره د کابل د سرسبزی په اداره کې نسرین صابري هم کوي. په جلال آباد ښار کې د تنظیف په سلګونه کارکوونکي شته خو چارواکي وايي یواځي هغه مهال د ټولو کثافاتو ټولول شونتېا موندلې شي چې خلک یې په سمه توګه او ټاکل شوو ځایونو کې واچوي.

 

په ننګرهار کې د چاپیریال ساتنې د ادارې مشر، فضل الربي حلیم وايي هر کال په ښار کې د کثافاتو نوي ځایونه جوړیږي او هر کال په زرګونه نوي نیالګي هم کښینول کیږي تر څو د هوا د ککړتیا چاره وکړي. فضل وايي "خو د اوبو د کمښت له کبله، تازه لګول شوي نیالګي ایله په لمړيو اوونیو کې وچیږي." د چارپیریال ساتنې دغه کارپوه وايي په جلال آباد ښار کې د هوا کیفیت په ځانګړي توګه خراب دی ځکه د خښتو داښونه د ربړو ټیرونه سوځي او هم په دې ښار کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ موټرسایلکونه شته.

 

ډیرې ونې له پولې هاخوا هم یو مشهوره شعار دی خو په پیښور کې د چاپیریال ساتنې یو فعال وايي په اصل کې ځنګلونه رېبل کیږي او په ښارونو کې بېا شنه ځاېونه له منځه ځي. د سرحد په نامه د چاپیریال ساتنې د یوه مرکز غړې عدېل ظریف وايي "په پاکستان کې چارواکې د ځنګلونه په کیسه کې هم ندي. زموږ په هېواد کې دولت ونې پرې کوي چې پرمختېايي پروژې پرې ترسره کړي او له همدې کبله د پیښور د واټونو له غاړو نه ونې د ودانېو د جوړولو لپاره ایستل کېږي."

 

بدل تیل او تورې اوبه

 

د پولې د دواړو غاړو په ښاري سېمو کې شنه ځاېونه داسې جوړ شوي چې د موټرانو، د خښتو د داښونو او د فابریکو د لوګېو مخه ونیسي. له شک پرته چې د افغانستان په ښارونو کې د موټرو ډیریدلو د هوا کېفیت لا هم وران کړې ځکه ګڼ موټران زاړه انجنونه لري او بې کېفیته تیل کاروي. چارواکي وایې لږ تر لږه په پنځو کې یو موټر قانوني ستندرد سره سمون نلري.

 

د افغانستان د چاپېریال ساتني د ملي ادارې یا نیپا د پالیسېو د څانګې مشر، کاظم همایون وايي په کابل کې یې د تیلو د کېفیت د کنترول څو څانګې جوړې کړي چې د بې کېفیته تېلو د وارداتو مخ نیوې وکړي. په ټوله کې چارواکي هڅه کوي چې د افغانستان د چټکې ښارې ودې سره سم، د کثافاتو د سم مدیریت تګلاره وموندي. د کابل ښار د تنظیفاتو د ادارې مشر غوري وايي چې په تېرې یوې لسیزې کې د کابل ښار نفوس له یو میلیون څخه شپږ میلیون ته ختلی.

 

چټل لښتي په پیښور کې

 

د پیښور د خیبر د کوتل اوسېدونکي وايي چې د پيښور حالت ته د ښارې پراختېا پلان جوړونکو سمه پاملرنه نده کړې. د پیښور د مسلم کوارتر ۶۰ کلن اوسېدونکی اول خان وايي چې د سېمې د اوبو سیستم ۳۰ کاله وړاندې جوړ شوی. خان وايي "زاړه پیپونه چټلې اوبه جذبوي او پدې توګه موږ ناپاکې اوبه اخلو." اول خان وايي لمسېان یې اکثراْ له ناپاکو اوبه نه رامنځته شوو ناروغېو له کبله روغتون ته ځي. هغه وايي چارواکو ته یې د ستونزو حال ورکړې خو د حل لپاره یې هیڅ اقدام ندې شوې.

 

د پیښور د چاپېریال ساتنې اداره اټکل کوي چې پاکستان هر کال تر ۳.۵ میلیارد ډالره لګوي چې د هوا د ککړتېا چاره وکړي خو بېا هم پاکستان کې تر ۵ کالو د وړو ماشومانو د ۴۰ سلنې د مړېنې لامل، ناپاکې اوبه جوړوي. چارواکي وایي د کثافاتو او ورڅخه د رامنځته کیدونکو ناروغېو د مخ نیونې لپاره یې یو لړ اقدامات ترسره کړي دي. د خیبرپښتونخوا د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر، محمد بصیر خان وايي "په نږدې راتلونکې کې به د چاپېریال ساتنې اداره به، د شخصي شرکتونو په مرسته، د کثافاتو د سون یو ښه ماشېن د ښار بهر ودروي." د ښار د جامدو کثافاتو سربیره به پدغه ماشین او ورسره تړلو امکاناتو باندې به د روغتونونو د زهري کثافاتو چاره هم وشي.

 

غنی: کابل د ژوند لپاره مناسبه ندی

 

د ننګرهار د ولایت ویاند، احمدضیا عبدالزی وايي "والي له دغه ستونزې ښه خبر دی او له اړوندو چارواکو سره کار کوي چې د هوا د ککړتېا او پدې اړه د خلکو د نورو اندیښنو د حل لپاره یو هراړخیزه میکانیزم جوړ کړي."

 

د ساه لنډي اوږدمهاله ناروغه، بهشته هیله کوي چې د هوا کېفیت ژر سم شي. د کابل ښار دغه ۱۹ کلنه اوسېدونکې چې دوه وړونه یې د ساه لنډې له کبله مړه شوي، وايي "په دوبي کې چې هوا وچه وي زما ساه لنډي ديریږي او ډیره مې کړوي." یو مشهور شعر دی چې وايي "کابل د ګلونو په څېر ښایسته دی" خو د ولسمشر محمد اشرف غني ښايي دغه شعر نه وي لوستلی. په یوه وروستې غونډه کې د کابل په ښاروالې کې ولسمشر غني ووېل "کابل د ژوند کولو لپاره مناسبه ندې".

 

 

Dossier notice
افغان ـ پاک پوله