رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

ښځینه پولیس امنیت ولس
د یونفیورمداره ښځو ناخوالۍ

د هرې ورځې ګواښونه، جنسي ځورونه او د خوارۍ ژوند. په افغانستان او پاکستان کې له ښځینه پولیسو سره آشنا شﺉ چې د قانون د انفاذ ګټو او عدالت ته د زرګونو ښځو لمړنې لاس رسی برابروي.
3.06.2015  |  وردګ/کابل/ننګرهار/پېښور۱۶ زمری ۹۴
زنان پولیس در پاکستان در حالی تمرینات نظامی
زنان پولیس در پاکستان در حالی تمرینات نظامی

په ۲۰۱۱ کال کې په پېښور کې د یوه شکمن اورپکي پر کور د برید پر مهال صفیه څلور ځلي وویشتل شوه. د پولېسو دغې مشرې څلور ګولۍ په پښه وخوړلې خو بېا یې هم شکمن کس ونیوه خو کله چې څلورمه ګولۍ پرې ولېګده، نو د عملياتو مشري یې خپل مرستېال ته وسپارله.

صفیه د پيښور د چارصدې اصلي اوسېدونکې ده او په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان له پولیسو سره یوځاې شوه. هغه د ټپي کېدلو له کبله یو نیم کال کار ته نه راغله خو اوسمهال یې روغتیایي حالت ښه دی. دا وايي «هغه ویرونکې ورځ زما اوس هم په یاد ده. د سهار پر ۵ بجو ماته تلیفون راغی چې د یوه لټون عملیاتو لپاره چمتو شم. هغه ورځ له ما ډیره وینه ولاړه خو زه به تل چمتو یم چې د دې ولایت د امنیت لپاره خپل ژوند قربان کړم.»

خېبرپښتونخوا پولیسو کې ۶۰۰ ښځې

د خېبرپښتونخوا ایالت د پولیسو په لیکو کې ۶۰۰ ښځې شته. د شلو کالو پخوا په پرتله چې پښتنو ښځو له کوره د بهر وتلو واک نه درلود، په پولیسو کې د ښځو اوسنۍ ونډه ستر پرمختګ ښيي. د ښځینه پولیسو د شتون لپاره د خلکو غوښتنه ورځ تر بلې ډیريږي او خلک د قانون د انفاذ په چارو کې، په ځانګرې توګه د ښځو د تلاشۍ او د کورني تاوتریخوالي پلټنو کې، د ښځینه پولیسو پر شتون ټینګار کوي.

صفیه وايي ښځینه پولیسۍ له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دوه اړخیزه تګلاره لري. د بېلګې په توګه، د اورپکو او جنایتکارو ډلو سره د مخامخ جګړې سربیره، د هغوې له لوڼو او ماندینو نه هم معلومات راټولوي.  دا وايي د دغه ډول د استخباراتي معلوماتو راغونډول یوازې د ښځو په مرسته کیداې شي.

ښځو لپاره حقوقي مرستې

د خېبرپښتونخوا د پولیسو په دفاترو کې د ښځو د حقوقي شکایتونو د ثبت لپاره ۶۵ میزونه پراته دي. د اعتبار په نامه د یوې ناحکومتي ټولنې په مرسته، درې میزونه د «ښځو د شکایاتو برخه» نومول شوي چې په ځانګړه توګه په خېبرپښتونخوا کې له ښځو سره د تاوتریخوالي او زورزیاتیو د پيښو یاداښت اخلي. د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې ایالتي حکومت یې په واک کې دی، په ۲۰۱۳ کال کې د رسمي شکایاتو د ثبتولو یوه نوې او آسانه لړۍ رامنځته کړه تر څو عارضین وکولاې شي په آسانه توګه د پولیسو په پوستو کې خپل شکایتونه ولیکي. نوې لړۍ د ګرځنده محاکمو د رامنځته کولو سربیره، د دوسیو د چټکې څیړنې او بشپړولو چارې هم په نښه کوي. پخوا کې خلکو د خپلو دوسېو د بشپړیدو لپاره ډیر انتظار ایسته او دغه کار پر رسمي عدالت باندي عامه ډاډمنتیا او باور ضعیفه کړی وو.

د پولې دیخوا...

خو د خېبرپښتونخوا په څیر د جنسیت (ښځینه او نارینه وو) د اصولو په رڼا کې د پولیسو د سیستم پرمختیا په افغانستان نه ترسترګو کیږي. دلته د ګڼو سرحدي سیمو د پولیسو ټولې لیکې یوازې د نارینه وو دي. په ټول وردګو ولایت کې چې د کابل دهلیز هم بلل کیږي، یوه ښځینه پولیسه نشته. دیارلس ښځینه پولیسې هره ورځ له کابله وردګو ته ځي تر څو د پولیسو لمړني خدمات ترسره کړي. آن دغۍ پولیسۍ یوازې د وردګو مرکزي ښار، میدانښار، ته ځي او د امنیتي ستونزو له کبله ولسوالیو ته نه ځي. د وردګو په ټولو اتو ناامنو ولسوالیو کې، یوه ښځینه پولیسه نشته.

آن په میدانښار کې ښځینه پولیسې ډیره هڅه کوي چې په خلکو کې ومنل شي. رقعیه، یوه پولیسه چې له کابله میدانښار ته ځي وايي «خلک موږ ته داسي ګوري چې ګواکي که یوه ښځه پولیسه شوه نو هغه نوره انسانه نده».

رقعیه هره ورځ خپل ماشومان په کور کې، کابل کې، پریږدي او ۳۵ کیلومټره سفر کوي تر څو په میدانښار کې د پولیسو په پوسته کې د ښځو د تلاشۍ چارې ترسره کړي. رقعیه وايي ولایتي چارواکي هڅه کوي چې د کار او اوسیدو آسانتیاوې ورته برابرې کړي – لکه جلا تشناب، د جامو بدلولو ځانګړه خونه او داسې نور – خو بېا هم په پوسته کې یوازې کار کوي.

د رقعیې دغه حالت په ټول هېواد کې د نورو ښځینه پولیسو حالت ته ورته دی. د ډیرو افغان ښځو لپاره له پولیسو سره کار کول، د خپل مرګ د منللیک د لاسلیکولو مانا لري. په کابل کې یوه زړوره ښځینه پولیسه وايي «ما له ناهېلۍ له پولیسو سره دندې ته مخه کړه که نه نو هیڅکله به مې داسې دنده نه اخیسته چې خلک یې له کبله پر ما ملنډې ووهي».

د ننګرهار ولایت مقام کې ښځینه پولیسه لیلا وايي «ښځینه پولیسې په عادي کورنو کې ژوند نشي کولاې ځکه هغوې هرشېبه ګواښول کیږي». دغه ځوانه پولیسه وايي د دندې په مهال په منظمه توګه ورته سپکاوی کیږي، ځورول کیږي او خلک د دې کار ته د شرم په سترګه ګوري. لیلا وايي ډیرې ښځې باید د پولیسو لیکو کې جذب شي تر څو د خلکو منفي ذهنیت بدلون ومومي.

هرو ۶۴۰۰ ښځو لپاره یوه پولیسه

د کورنېو چارو د وزارت د ویاند، صدیق صدیقي په خبره دا مهال د افغانستان د ملي پولیسو په لیکو کې شاخوا ۲۲۰۰ ښځې شته. دا پدې مانا ده چې پدې دودیز هېواد کې چې د ښځینه چارو رسمي پلټنه یوازې ښځې ګولاې شي، یوه پولیسه پر ۶۴۰۰ ښځو ویشل کیږي. څو کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي چې د نړېوالې ټولنې کلک ملاتړ هم ورسره وو، هوډ وکړ چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې به په ملي پولیسو کې ۵۰۰۰ ښځې وي. نه یوازې چې دغه هدف تر اوسه ندې ترلاسه شوی بلکې د ښځینه پولیسو یو شمېر پيژندل شوې څیرې وژل شوي هم دي. تیر کال په هلمند کې په دوو میاشتو کې د پولیسو دوۍ قوماندانۍ ووژل شوې. ویل کیږي چې پدې دوو کې، یوه آن د خپلې کورنۍ د غړو لخوا ګواښول شوې وه. صدیقي وايي عامه منفي ذهنیت د پولیسو په لیکو کې د ښځو د یوځاې کیدلو مخه نیسي خو هغه وايي د دې ستونزې د هوارولو لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلي صدیقي افغانستان تودی ته وویل «موږ د ښځینه پولیسو د شمېرې د زیاتولو لپاره له هیڅ راز هلوځلو سپماوی نکوو. موږ دوې ته هر ډول خدمات او آسانتیاوې برابروو خو بیا هم داسې ښکاري چې خلک ښځې په پولیسو کې کارکولو ته نه پرېږدي».

د وردګو د امنیي قوماندانۍ د اطلاعاتو د څانګې مشر، مل پاسوال ولي محمد وايي تر اوسه پدې ولایت کې لمړنۍ ښځینه پولیسه نده استخدام شوې. د وردګو اوسېدونکي مني چې ښځینه پولیسو ته اړتیا شته خو هیڅوک نه غواړي چې د دوې د کور ښځه پولیسه شي ځکه د امنیتي ګواښونو سربیره د ټولنیزو دودونو له ماتولو ویره لري.

هېله کوم، زما له کوره نه

له میدانښاره څلوېښت کیلومټره لویدیځ خوا ته د پرتې سېمې اوسېدونکی، حیات الله وايي «زه منم چې ټولنه کې ښځینه پولیسو ته اړتېا شته خو افغانستان کې داسې حالات نشته چې خلک خپل خوېندې او لوڼې پرېږدي چې پولیسو کې کار وکړي. نن سبا پولیس په خلکو کې چنداني ښه نوم نلري». ۳۰ کلن حیات الله وايي پولیسو یې کور څو ځلې پلټلې خو هغه به هیڅکله نارینه پولیسو ته اجازه ورنکړي چې لور یا مېرمن یې تلاشي کړي.

پر لویو لارو او سړکونو کې د پولیسو په پوستو کې ښځو نشتوالی څرګند وي. د کابل په لوېدیځې امنیتي دروازې کې ۳۵ کلنه ساتنمنه، نادیه د مسافروړونکو بسونو او نورو موټرو کې د ښځو تلاشي کوي. هغه وايي «زما نارینه همکاران له ما سره ښه چلند کوي». که څه هم افغان ښځینه پولیسانې د خپل کار په هکله مثبتې غږیږي خو د اکسفام په نامه یوې برتانیي ناحکومتي سازمان په یوه راپور کې ویلي چې ښځینه پولیسې اکثراْ د خپلو نارینه همکارانو لخوا په فزیکي او جنسي توګه ګواښول کیږي. خو د ناخوالو سربیره، افغان ښځینه پولیسې ښايي په پاکستان کې د ښځينه پولیسو پرمختګ ته په نېکه سترګه وګوري چې ښايي پر دوې یې هم اغیزې راشي. روزي الطاف، د پولیسو د یوې پوستې مشر وايي «کله چې موږ بازار ته وتلو یا پر سړکونو راوتلو نو خلکو به په حېرانتېا راته کتل خو اوس خلک موږ ته په احترام ګوري ځکه زموږ په اړتیا پوهیدلي. نارینه پولیس هم په هر عملیاتو کې زموږ د ونډې په اهمیت پوهیدلي دي».

په خېبرپښتونخوا کې د ښځینه پولیسو پرمختګ د شهزادي نوشاد ګیلاني په څیر د مخکښو پولیسو ښځو د هلوځلو پوره وړې دی. ګیلاني په ۱۹۹۴ کال کې له پولیسو سره یوځاې شوه او دا مهال د خېبرپښتونخوا د ښځینه پولیسو د ملي سازمان مشره ده. د هغې پلار په پوځ کې کار کاوه. ګیلاني د نورو دندو تر څنګ د هنګو د پولیسو په ښوونځي کې زده کړې هم ورکړي دي. د ۲۰۱۴ کال د سپتامبر په میاشت کې هغه په خېبرپښتونخوا کې د پولیسو لمړني رئیسه شوه.

ګیلاني وايي په پولیسو کې د ښځو شمیره د ورځې په تېریدو زیاتیږي خو وايي هره پولیسه باید د دې زړه وړتیا ولري چې د ټولنې له منفي ذهنیت سره مقابله وکړي. هغه وايي «ټولنیزو دودونو او خنډونو ښځې په کورونو کې ایساره کړي دي. موږ باید له خنډونو سره مبارزه وکړو او که داسې ونکړو نو یوه به هم له کوره نشو وتلاې».

که چېرې افغان ښځې د ګیلاني پر پلونو پل کښېږدي نو له زرګونو هغو افغان ښځو سره به مرسته وکړي چې د عدالت او ملاتړ په تمه ناستې دي.

 

Dossier notice
افغان ـ پاک پوله
Kabul, Wardak, Nangarhar, Peshawar