رسنۍ په ملګرتیا او لیږد کې
Brunnenstraße 9, 10119 Berlin, Germany
mict-international.org

زموږ نوري پروژې
afghanistan-today.org
theniles.org
correspondents.org
دری
English

سنتي مسایل له افغان مېرمنو قرباني اخلي
په بدو کې د ښځو ورکړه

که څه هم په بدو کې د ورکړې مساله تر یوه بریده اوس کمه شوې خو لا هم په کلیوالو او لرو پرتو سیمو کې دا ډول پېښې رامنځته کیږي
7.08.2015  |  افغانستان۱۶ زمری ۹۴
The bride, typically in her early teens, is often forced to marry a man for times her senior. (انځور Uzra Shamal)
The bride, typically in her early teens, is often forced to marry a man for times her senior. (انځور Uzra Shamal)

 

افغان نجونې لا هم په (بدو) کې د ورکړې قرباني کیږي.

 

په بدو کې د ورکړې رواج له ډېر پخوا څخه په افغانستان کې موجود دی. ددې رواج قربانیانې یوازې نجونې کیږي؛ کله چې یو کس مړی وکړي نو د غچ اخستنې د مخنوي له پاره قومي مشران او د دواړو کورنیو غړي د قاتل له کورنۍ څخه یوه انجلۍ د مقتول په کورنۍ کې یو چا ته په نکاح کوي، تر څو دغه دواړې کورنۍ په خپلو کې سره جوړې شي.

 

په کلیوالو سیمو کې د دوو کورنیو تر منځ په عادي مووضوعاتو لویې شخړې او بدۍ رامنځته کیږي. ډیر ځله دغه بدۍ د اوبو له کبله راپورته شوې. کله چې یو کروندګر غواړي خپله ځمکه خړوبه کړي نو د بل کروندګر د اوبو وخت نیسي چې له همدې موضوع شخړه رامنځته کیږي.

 

په دې ډول شخړو کې دواړې کورنۍ چې څه نارینه لري له یو او بل سره جګړه کوي، تر څو چې  د کلي نور خلک او مشران دګواښ په موخه ځان رسوي هغوی سخت سره وهلي او ټکولي وي. آن تر دې په  وهلو ټکلو کې دېره ځله کسان مړه کیږي. نو د قاتل کورنۍ د مقتول د کورنۍ بدي په غاړه اخلي.

 

دا هغه مهال دی چې د مقتول کورنۍ هڅه کوي چې د قاتل د کورنۍ کوم کس ووژني تر څو خپل قصات واخلي. د کلي مشران او ملکان هڅه کوي چې د هغوی تر منځ روغه جوړه وکړي. نو ډېر ځله دا ډول روغې د نجونو په ورکړې سره هواریږي.

 

په بدو کې د ورکړل شوې نجلۍ ژوند.

 

د کلي ملک او ملا دې ته پام نه کوي چې دغه نجلۍ به له څه ډول برخلیک سره مخ شي. خو یوازې دې ته خوشاله وي چې د هغوی پرېکړه لامل شوه چې دوې کورنۍ له اوږدمهاله بدیو څخه وژغورل شي.

 

په بدو کې د نجونو ورکړه نه په اسلام او نه هم د افغانستان په قانون کې جایزه بلل شوې. خو له دې کبله دا عمل تکراریږي چې په ټولنه کې یې یو ډول دود او ذهنیت خپور شوی دی.

 

کله چې سپیږیري د نجلۍ د ورکړې پرېکړه کوي دا په پام کې نه نیسي چې د قاتل د کورنۍ ماشومه یا هم پېغله نجلې د مقتول په کورنۍ کې چا ته ورکوي. ډېره ځله داسې پېښې شوې چې تر قانوني سن ټیټې نجونې یې پنځوس کلن یا شپېته کلن بوډا ته ورکړې وي.

 

دا جلۍ د نورو نجونو په شان د واده مراسم نه لري، هغه په پټه خوله د پلار له کوره  وړل کیږي او د دوزخ په شان یوه کور کې ژوند پیلوي. د هغې یو عالم هېلې د بوډا سپنږیري له څو ورځې پاته ژوند سره خاورې شي.

 

که څه هم په بدو کې د ورکړې مساله تر یوه بریده اوس کمه شوې خو لا هم په کلیوالو او لرو پرتو سیمو کې دا ډول پېښې رامنځته کیږي.

 

په بدو کې د ښځو د ورکړې موضوع د یوې افغان موسسې له خوا د هیواد په نهو ولسوالیو کې څېړل شوې. ددې څېړنې پایلې ښيي چې لا هم په افغانستان کې کم عمره انجونې او پېغلې د یادې موضوع قرباني کیږي خو زیاتوي چې د پخوا په پرتله پکې  کمښت راغلی.

 

د سولې له‌ پاره د خپلواک او مدني ابتکار موسسې د هیواد په نهو ولسوالیو کې تر زرو له ډېرو کسانو په بدو کې د ورکړې په اړوند سوالونه پوښتلي. که څه هم دغې موسسې کره شمېرې نه دي راغونډې کړې خو ګډونوالو یې ویلي چې یاد رواج د پخوا په پرتله کم شوی دی.

 

خدیجه امیري د همدې موسسې غړې ده. هغې د ۲۰۱۵ کال د اپرېل میاشت د ترسره شوې سروې په اړه وویل چې په بدو کې د ورکړې موضع لا هم په هغو سیمو کې مطرح ده چې د سواد کچه پکې ټیټه ده.

 

هغې وویل:« یوازنی لامل چې په بدو کې د ورکړې کچه یې ټیټه کړې ښونه او روزنه او د خلکو د عامه پوهاوي دی.اوس خلکو ډېره پوه تر لاسه کړې او پوهیږي چې په بدو کې د ورکړې مساله غېر قانوني ده.»

 

بوږنونکې پېښې

د سولې له پاره د خپلواک او مدني ابتکار موسسې استازې وايي سره له دې چې په بدو کې د ورکړې دود کم شوی خو لا هم په ځینو ځایونو کې دوام لري.  د څېړنې پایلې ښيي چې ډېری ددې ډول پېښو قربانیانې کم عمره انجونې کیږي.

 

د یادې موسسې غړې وايي په بدو کې د ورکړې دود هغه انجونې قرباني کوي چې په هیڅ جرم کې نه دي ښکېلې او یوازې د نورو د ګناه په خاطر خپل ټول عمر تریخوي.

 

په دې څېړنه کې له داسې پېښې هم یادونه شوې چې په ځینو مواردو کې د قاتل کورنۍ د مقتول د کورنۍ داسې غړي ته خپله لور ورکوي چې وړاندې یې بله ښځه درلوده او خپله هم له هیواده بهر په ایران کې ژوند کوي.

 

ددغې موسسې بله غړې خاطره اسدي په دې اړه وايي:« یوه انجلی خپل هغه زوی ته کوژدن کوي چې په ایران کې اوسي. حالت دومره سختیږي چې انجلۍ باید د هغه کور خدمتګاره شي او یوه لویه قرباني ورکړي.»

 

دغې موسسې هڅه کړې چې تر یوه بریده په کلیوالو سیمو کې ښځو ته عامه پوهاوی ورکړي.

 

خدیجې امیرې په دې اړه وویل:« په بدو کې د ښځو د ورکړې د فرهنګ پر وړاندې د اعتراض پوهاوی ښځو ته ورکړل شوی دی. هغوی ته زده شوي چې د اسلامي ارزښتونو او ټولو قوانینو له مخې ښځې هېڅ مکلفیت نه لري چې دا دود پر ځان ومني»

 

غېر رسمي عدالت

 

دا ډول پرېکړې معمولاً د سیمې د مشرانو او ملایانو له خوا تر سره کیږي او د عدلي او قضايي اورګانونو رول په دې ډول قضیو کې کمرنګه دی، ځکه ښکېلې کورنۍ هڅه کوي چې ورته پېښې د سیمه یزو شورګانو او غیر رسمي کسانو له خوا هوارې کړي.

 

سیمه ییزې شوراګانې له قومي مخورو او ملاامامانو څخه جوړې شوې چې د قتل د رامنځته کېدو په صورت کې هغوی د قاتل د کورنۍ ښځه د مقتول په کورنۍ کې کوم چا ته په نکاح کوي او له راتلونکو شخړو څخه پرې مخنوی کوي. 

 

که څه هم د دواړو کورنیو بدي په دې توګه له منځه ځي خو د انجلۍ راتلونکی ژوند له یو عالم کړاونو سره مخ کیږي ځکه هغې ته په خپل نوي کور کې د نوکرې په سترګه کتل کیږي.

 

بل پلو د ښځو د حقونو فعالانې او مدني ټولنې وړاندیز کوي چې سیمه یزې شوراګانې دې د ښځو ژوند ته په احترام قایل شي او د ورته پرېکړو پر ځای دې په بدو کې د ښځو د ورکړې د مخنوي په اړه تبلیغ وکړي.

 

دوی وايي ملا امامان ځکه ددې ډول پېښو په مخنیوي کې ښه رول لوبولی شي چې د سیمې پر خلکو یې خبره ډېر اغیز کوي. 

 

مدني ټولنو او د بشري حقونو غوښتونکو تل له حکومت څخه دا غوښتنه کړې چې د ښځو پر وړاندې  د تاوتریخوالي موضوع دې جدي ونیسي او د ټولو قضیو هواری دې رسمي ارګانونو ته راجع کړي.

 

په بدو کې د ښځو د ورکړې موضوع د بشري حقونو خپلواک کېسیون هم مني او وايي چې لا هم د هیواد په ځینو برخو کې داسې پېښې رامنځته کیږي.